جې ډي وینس: د هند پاکستان ترمنځ جګړه موږ پورې اړه نلري

د امریکا مرستیال ولسمشر، جې ډي وینس، د یو امریکايي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا به په داسې جګړه کې ښکېل نشي چې له هغې سره یې کوم مستقیم تړاو نه وي.
مرستیال ولسمشر زیاته کړه: "هند برید وکړ، پاکستان ځواب ورکړ؛ دواړه هېوادونه باید په زغم سره فکر وکړي. د پاکستان او هند جګړه باید هستوي جګړه و نه ګرځي، ځکه که داسې وشي، نو ډېر زیان به واړوي."
هغه ټینګار وکړ: "د پاکستان او هند ترمنځ شخړه باید ژر تر ژره حل شي. موږ (امریکا) د دې شخړې په اړه اندېښنه لرو، خو دا مهال داسې نه ښکاري چې دا جګړه به هستوي بڼه غوره کړي."
وینس زیاته کړه چې موږ نشو کولای د دواړو هېوادونو ترمنځ په جګړه کې مداخله وکړو، خو امریکا به د ډېپلوماسۍ له لارې هڅه وکړي چې کړکېچ کم کړي.
تر دې وړاندې، د پنجشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، اړیکه نیولې وه او ورته یې ویلي چې امریکا د جنوبي اسیا حالات له نږدې څاري او د دې سیمې د سولې او ثبات لپاره ژمن دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې پاکستان او هند دواړه باید د تاوتریخوالي د کمولو لپاره په ګډه کار وکړي.
