طالبان: خوست کې سېلابونو پنځو کسانو ته مرګژوبله اړولې

د طالبان وايي چې د خوست صبريو ولسوالۍ اړوند په سروبي کلي کې د ډېر باران او سېلاب له امله پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د طالبان وايي چې د خوست صبريو ولسوالۍ اړوند په سروبي کلي کې د ډېر باران او سېلاب له امله پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د خوست ولایت د طالبانو ویاند مستغفر ګربز د پنجشنبې په ورځ (غويي ۱۸مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې د سېلاب له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
نوموړي همداراز ویلي چې دوه عرادې موټر سېلاب وړي او تخریب شوي دي. د هغه په وینا، سيمې ته طالبان رسېدلي او ټپيان یې ځايي روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ننګرهار او خوست په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونه د شدید اورښت او توپان شاهدان وو.
په ننګرهار د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغه ولایت د عامي روغتیا د رییس امینالله شریف له قوله راپور ورکړی چې په جلالاباد ښار کې د تېز توپان او باران له امله ۲۵ کسان ټپیان شوي دي.
پر همدغه مهال د ننګرهار ځايي طالب چارواکو ویلي چې د تېز توپان او باران له امله خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي او د دغه ښار برېښنا په لنډمهالي ډول پرې شوې ده.

د غزې په تړانګه کې د عیسويانو یوې ټولنې د نوي کاتولیک پاپ د ټاکنې هرکلی کړی او هیلهمن دي چې هغه به په دې جګړهځپلې سیمه کې د سولې ټینګښت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په غزه کې د کلیسا د بېړني کمېټې مشر جورج انتون د پنجشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل: «موږ د نوي پاپ ټاکنې ته خوښ یو. هیلهمن یو چې هغه لکه د پاپ فرانسس په څېر د غزې له خلکو سره خواخوږی اوسي.»
پاپ فرانسس په ۲۰۲۳ کال کې د غزې په تړانګه کې د جګړې پرمهال په مکرر ډول د سولې هڅو لپاره خپل ملاتړ ښودلی و. د واتیکان رسنیو په وینا، هغه تر جګړې څو ساعته وروسته د غزې له کلیسا سره اړیکه نیولې وه او دغې اړیکې د جګړې تر پایه پورې دوام درلود.
د غزې د عیسویانو ټولنې غوښتنه تر هغه وروسته کېږي چې امریکایی رابرټ فرانسس پرووسټ د کاتولیکانو د نوي پاپ په توګه ټاکل شوی دی.
دی تر هغه وروسته د کاتولیکانو د مشر په توګه ټاکل کېږي چې له دې وړاندې پاپ فرانسس په روم کې تر یوې مودې ناروغۍ وروسته مړ شو.
پاپ فرانسیس د روم کاتولیک کلیسا لومړنی لاتیني امریکایی مشر و. هغه په اصل کې «جورج ماریو برګوګلیو» نومېده او په ۲۰۱۳ کال کې د پاپ په توګه ټاکل شوی و.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلينسکي وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یې ویلي که روسيه بې له قید او شرطه اوربند عملي کوي، دوی چمتو دي، چې په هره بڼه د سولې خبرې پيل کړي. نوموړی زياتوي، چې له ټرمپ سره یې د جګړې د وضعت د څېړولو ترڅنګ روسيې ته د ۳۰ ورځو اوربند وړانديز کړی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمر زيلينسکي د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۱۸مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د امریکا له ولسمشر سره یې د جګړې د وضعت د څېړولو په اړه خبري کړي او دامهال د ۳۰ ورځني اوربند د منلو په اړه د مسکو ځواب ته په تمه دي.
نوموړي لیکلي، که روسیه رښتیا جګړه ختمول غواړي باید خبرې له اوربند څخه پیل کړي.
زيلينسکي ټينګار کړی، چې اوکراین ډيپلوماسۍ ته ژمن دی.
تر دې وړاندې د کریملین یوه ویاند ادعا کړې وه، چې کییف د خبرو اترو لپاره جدي نه دی، خو اوکراین وایي چې لا هم د مسکو عملي اقداماتو ته په تمه دی.

په کندهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ اداره د خپل مشر هبت الله د امر له مخې له مالدارو، کروندګرو او شتمنو نیم عشر ټولوي. تېر کال د طالبانو د مشر د حکم له مخې د عشر ټولولو د نوي طرز العمل له مخې ویلي و؛ هغه جوماتونه چې ملا امام نه لري، د سیمې خلک باید عشر طالبانو ته وسپاري.
په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۱۸مه) د ۱۹ ولسواليو د عشر ټولولو له مسولینو او مولایانو سره په دې برخه کې د خپل مشر هبت الله د حکم په اړه مجلس کړی.
د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ادارې د طبيعي سرچینو مشر بازمحمد فیضان ویلي، چې عشر راټولول په «اسلامي نظام» کې شرعي امر دی او باید په ټولو سیمو کې تطبیق شي.
هغه زياته کړې: «د عشر راټولول یو عبادت دی او عشر ورکونکي یې د دغه عبادت عملي کوونکي دي. دا عشر حکومت د ادارې د لګښت لپاره نه کاروي، بلکې مستحقو او بېوزلو کورنیو ته رسول کېږي.»
طالبانو عشر ورکوونکو ته سپارښتنه کړې، چې له صبر او اخلاص څخه کار واخلي.
په کندهار کې د عشر او ذکات راټولولو مشر ویلي، چې د دې پروسې لپاره نوي پلانونه لري او د عشر ټولولو لپاره به ځانګړې کمېټه هم جوړه کړي.
تېر کال په کندهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ادارې خبر ورکړی و، چې د عشر راټولو لپاره د هبت الله اخونزاده نوی طرزالعمل يوازې د ۱۴۴۶ هجري قمري کال لپاره د تطبيق وړ دی.
د طالبانو د دغه ادارې له خپلو کار کوونکو غوښتي، چې په ولسواليو کې د عشر راټولولو په برخه کې په جدي توګه خپل مسووليت ادا کړي.
په يو شمېر سیمو کې د طالبانو له لورې د عشر ټولولو پروسه د ځایي خلکو له لورې د جنجال سره مخ شوې او پر طالبانو نيوکه کوي، چې په لوړه اندازه له دوی څخه عشر اخلي.
واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې په جبري توګه له خلکو غوښتي، چې خپل ذکاتونه او عشر د جوماتونه ملا امامانو او يا هم طالبانو ته ورکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير په کابل کې د ایران له سفير علي رضا بیکدلي سره د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا او د صادراتو د زياتوالي په موخه کتلي دي. طالبانو زياته کړې، چې په ناسته کې د اومې ګډې اقتصادي کمېسيون د غونډې او ګډو صنعتي شرکتونو پر جوړولو هم خبري شوي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۱۸مه) په يوه اعلاميه کې ویلي، چې نورالدین عزيزي په کابل کې د ایران له سفير علي رضا بيکدلي سره په لیدنه کې د چابهار بندر په اړه د درې اړخیزې ناستې پر جوړولو هم بحث کړی.
د طالبانو د اعلامیې له مخي، چې په ناسته کې د دوه اړخيزې سوداګرۍ د هوکړه لیک، افغانستان ته د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ د وزیر او سوداګرو پر سفر او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر زياتولي هم خبري کړي دي.
په ناسته کې افغاني او ایراني سوداګرو ته د اسانتیاوو پر برابرېدو ټينګار شوی دی.
د دواړو هېوادونو سوداګریزه کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۳.۲ میلیارد ډالرو ته ورسېده، چې د ورته تیر کال په پرتله ۸۴سلنه زیاتوالی ښيي.
ایران افغانستان ته د تیلو محصولات، ودانیز توکي، کرنیز محصولات او ماشین الات صادروي.
د ایران حکومت هم د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پیژني، خو له دې ډلې سره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې لري او په تهران کې یې د افغانستان سفارت هم طالبانو ته سپارلی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي چې د زابل ولایتي روغتون پاتې ودانیزې چارې د ۱۹.۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت بشپړې شوې او دغه روغتون ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې زیاته کړې چې دا پروژه د دغه وزارت له بودجې تمویل شوې او د دوو میاشتو په اوږدو کې بشپړه شوې ده.
د بیان لهمخې، د دغه روغتون د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال ملا بختالرحمن شرافت، د روغتون مسوولانو او یو شمېر روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی دی.
د یاد وزارت په بیان کې ادعا شوې چې هڅه به وکړي د هېواد ټولو سیمو ته «معیاري او عادلانه روغتیايي خدمات» ورسوي.
که څه هم د روغتیايي بنسټونو رغونه او پراختیا د هېواد اړتیا ده، خو د چارو شنونکو په اند د افغانستان روغتیايي سکټور له ګڼو جدي ستونزو سره مخ دی.
د درملو کمښت، د متخصصو ډاکترانو نشتوالی او په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه پرسونل محدودې کچې، د هېوادوالو اندېښنې ډېرې کړي دي.
همداراز، د پروژو شفافیت، د لګښت کره څرنګوالی او د تخنیکي معیارونو رعایت هغه مسایل دي چې تل د طالبانو پر وړاندې د خلکو او مدني ټولنو لهخوا مطرح شوي دي.
