• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مفتي تقي عثماني: خطیبان او امامان دې نن په پاکستانیانو کې د جهاد جذبه را ژوندۍ کړي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۰۶:۲۴ GMT+۱

د‌ پاکستان د سترې محکمې پخواني رییس او مشهور دیني عالم مفتي تقي عثماني د دغه هېواد خطیبانو ته سپارښتنه کړې، چې نن دې د جمعې لمانځه پر مهال په پاکستانیانو کې د «جهاد جذبه را ژوندۍ» کړي. هغه غوښتنه کړې، چې امامان دې د «فتحې» دوعاوې هم وکړي.

هغه زیاته کړې، چې د‌ هند له لوري‌ په پاکستان کې جوماتونه په نښه شوي او دا چاره یې په ښکاره توګه له اسلام سره دوښمني ده.

مفتي تقي عثماني د افغان طالبانو لوی خواخوږی دی او د یادې ډلې ډېری لوړ پوړي مشران ورته پر ځانګړي احترام قایل دي.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۴

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۵

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

•
•
•

نور کیسې

ننګرهار کې سره میاشت: د طبیعي پېښو زیانمنو سره مو «۱۲۰میلیونه افغانۍ» نغدي مرستې کړې

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۲ GMT+۱
ننګرهار کې سره میاشت: د طبیعي پېښو زیانمنو سره مو «۱۲۰میلیونه افغانۍ» نغدي مرستې کړې
100%

په ننګرهار کې د طالبانو د سرې میاشتې مشر فضل الرحمان فیاض ویلي، چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې یې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې سېلاب او وچکالۍ ځپلو کسانو ته «۱۲۰میلیونه افغانۍ» نغدي مرستې رسولې دي.

نوموړي دغه څرګندونې د (غوايي ۱۸مه) د سرې میاشتې د نړۍوالې ورځې په مناسبت ځايي خبریالانو ته کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې د دغو نغدي مرستو تر څنګ یې په بېړنیو حالاتو کې سلګونه کورنیو ته د خوراکي توکو ترڅنګ د لومړنیو اړتیاوو توکي هم رسولي دي.

فیاض وویل: «د صحت په بخش کې ۱۷ټیمونه لرو. ګرځنده او ثابت ټیمونه چې درې لکه کسانو ته مو اولیه خدمات رسولي دي.»

طالبان داسې مهال دغه ادعا کوي، چې تېره ورځ په جلال اباد ښار کې د چټک توپان او باران له امله د ځاني زیانونو تر څنګ خلکو ته درانده مالي تاوانونه هم اوښتي دي.

د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکي وهاب ابرازي په یوه ویډیو کې ویلي، چې د تیرې ورځې د ورښت پر مهال په دغه ښار کې اوبه ډنډ ولاړې وې او خلکو ته درانده مالي زیانونه ور اوښتي دي.

نیوکې دا د‌ي، چې طالبان یوازې په تبلیغاتي توګه د مرستو یادونه کوي،‌ خو د طبیعي پېښو د بېړنیو څپو پر مهال د مرستو په رسولو کې پاتې راغلي دي.

د طبیعي پېښو زیانمنو کسانو په وار وار شکایتونه کړي چې پر وخت ورته مرستندویه ادارو رسیدنه نه ده کړې او یوازې ورسره ژمنې شوي دي.

نږدې څو میاشتې وړاندې هم د جلال اباد ښار په ګډون د ننګرهار بېلابېلې ولسوالۍ د سختو اورښتونو او سېلابونو سره مخ شوې چې له کبله یې خلکو ته درانده مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

هغه مهال هم نیوکې وې، چې طالبانو د خپل کمزوري مدیریت له کبله زیانمنو شویو کورنیو ته رسېدنه نه وه کړې.

جې ډي وینس: د هند پاکستان ترمنځ جګړه موږ پورې اړه نلري

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۰۱:۰۱ GMT+۱
جې ډي وینس: د هند پاکستان ترمنځ جګړه موږ پورې اړه نلري
100%

د امریکا مرستیال ولسمشر، جې ډي وینس، د یو امریکايي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا به په داسې جګړه کې ښکېل نشي چې له هغې سره یې کوم مستقیم تړاو نه وي.

مرستیال ولسمشر زیاته کړه: "هند برید وکړ، پاکستان ځواب ورکړ؛ دواړه هېوادونه باید په زغم سره فکر وکړي. د پاکستان او هند جګړه باید هستوي جګړه و نه ګرځي، ځکه که داسې وشي، نو ډېر زیان به واړوي."

هغه ټینګار وکړ: "د پاکستان او هند ترمنځ شخړه باید ژر تر ژره حل شي. موږ (امریکا) د دې شخړې په اړه اندېښنه لرو، خو دا مهال داسې نه ښکاري چې دا جګړه به هستوي بڼه غوره کړي."

وینس زیاته کړه چې موږ نشو کولای د دواړو هېوادونو ترمنځ په جګړه کې مداخله وکړو، خو امریکا به د ډېپلوماسۍ له لارې هڅه وکړي چې کړکېچ کم کړي.

تر دې وړاندې، د پنجشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، اړیکه نیولې وه او ورته یې ویلي چې امریکا د جنوبي اسیا حالات له نږدې څاري او د دې سیمې د سولې او ثبات لپاره ژمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې پاکستان او هند دواړه باید د تاوتریخوالي د کمولو لپاره په ګډه کار وکړي.

په سوېلې سوډان کې جګړې تر ۶۰ زرو ډېرو خوارځواکو ماشومانو ته د مرستې رسونې مخه نیولې

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۱
په سوېلې سوډان کې جګړې تر ۶۰ زرو ډېرو خوارځواکو ماشومانو ته د مرستې رسونې مخه نیولې
100%

د سوېلي سوډان د نیل سیند په اوږدو کې روانې جګړې تر ۶۰ زرو ډېرو خوارځواکو ماشومانو ته د خوړو توکو او درملو رسېدو مخه نیولې ده. رویټرز خبري اژانس وايي، یوه میاشت وشوه چې د جګړې شدت نه کمېږي.

د خوړو نړۍوال پروګرام او یونېسف د پنجشنبې په ورځ ویلي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د «اپر نیل» ایالت لپاره چمتو شوې مرستې به د مې میاشتې تر پایه ختمې شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام استازي وویل: «د جګړې پرمهال ماشومان تل ترټولو ډېر زیانمن کېږي. که مرستې ور ونه رسېږي، هغوی به نور هم ناروغه او پر خوارځواکۍ اخته شي.»

سوېلي سوډان محدود پاخه سړکونه لري او د نیل سیند خلکو ته د مرستې رسونې لپاره ډېر مهم دی، خو د جګړې له امله د اوبو لارې هم ناامنه شوې دي.

یادو بنسټونو په واضح ډول نه دي ویلي چې کومې ډلې جګړه کوي، خو له تېرې مارچ میاشتې راهیسې د نیل سیند ته څېرمه د دولتي ځواکونو او «سپین پوځ» په نوم ملېشو ترمنځ جګړه روانه ده.

دا جګړې د ولسمشر لومړي مرستیال ریک ماچار د نیول‌کېدو لامل شوې او په هېواد کې یې سیاسي ناورین لا ژور کړی دی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې ښايي په سوېلي سوډان کې یو وار بیا کورنۍ جګړه پیل شي.

تر دې مخکې یوه کورنۍ جګړه په ۲۰۱۸ کال کې پای ته ورسېده.

د افغانستان د جګړې په تړاو د ټرمپ خبره د سوشل میډیا کاروونکو د هند پاکستان جنګ سره تړلې

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۲۳:۲۳ GMT+۱
د افغانستان د جګړې په تړاو د ټرمپ خبره د سوشل میډیا کاروونکو د هند پاکستان جنګ سره تړلې
100%

په ټولنيزو رسنیو او ټلویزیونو کې د ډونالډ ټرمپ د پخوانيو خبرو یوه ويډيو په پراخه کچه خپره شوې او «پرېږدئ چې جګړه وکړي» دا جمله یې څو ځله تکرار کړې. ګڼو کاروونکو دا خبري د هند او پاکستان د روانې ترينګلتيا سره تړلې دي؛ خو هغه دغه خبرې په ۲۰۱۹ کې د افغانستان د وضعت په اړه کړي وې.

په ټولنيزو رسنيو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پخوانيو خبرو یوه ويډو د هند او پاکستان تر جګړې وروسته ډېره خپره شوه، چې نوموړي ویلي وه: «پرېږدئ، چې جګړه وکړي»

ترمپ دغه خبره ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړې ته په اشارې کړې او د هند او پاکستان مداخلې په اړه يې خبرې کړې وې.

نوموړي دغه خبرې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په ۲مه د کابينې په لومړۍ غونډه کې د یوې خبريالې د پوښتنې په ځواب کې کړې وې.

هغه مهال خبريالې له ټرمپ څخه په افغانستان کې د هند د رول په اړه پوښتنه کړې وه او ټرمپ د دې پوښتنې سره مخالفت هم ښودلی و.

هغه ویلي و: « نه هند او نه امریکا باید د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه کې ښکېل شي.»

ټرمپ هغه مهال زياته کړې وه: «زه فکر نه کوم هند دي په افغانستان کې ښکېل وي، زموږ جنرالانو ته مې هر څه ورکړل؛ خو هغوی هم هلته ښه نتیجه ور نه کړه، هغوی ۱۹ کاله هلته وجنګېدل.»

د ټرمپ د خبرو دغه برخه د ۲۰۲۵ کال په مۍ مياشت کې بیا خپره شوه، چې نوموړي ویلي وه: «ولې يې نه پرېږدو چې جګړه وکړي؟ ولي ځان ورګډو؟ ما وویل پرېږدئ چې جګړه وکړي.»

د هغه دا خبرې د افغانستان وضعت ته اشاره وه نه د هند او پاکستان ترینګلتیا ته.

طالبان: خوست کې سېلابونو پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۲۳:۱۱ GMT+۱
طالبان: خوست کې سېلابونو پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې
100%

د طالبان وايي چې د خوست صبريو ولسوالۍ اړوند په سروبي کلي کې د ډېر باران او سېلاب له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د خوست ولایت د طالبانو ویاند مستغفر ګربز د پنجشنبې په ورځ (غويي ۱۸مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې د سېلاب له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

نوموړي همداراز ویلي چې دوه عرادې موټر سېلاب وړي او تخریب شوي دي. د هغه په وینا، سيمې ته طالبان رسېدلي او ټپيان یې ځايي روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ننګرهار او خوست په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونه د شدید اورښت او توپان شاهدان وو.

په ننګرهار د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغه ولایت د عامي روغتیا د رییس امین‌الله شریف له قوله راپور ورکړی چې په جلال‌اباد ښار کې د تېز توپان او باران له امله ۲۵ کسان ټپیان شوي دي.

پر همدغه مهال د ننګرهار ځايي طالب چارواکو ویلي چې د تېز توپان او باران له امله خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي او د دغه ښار برېښنا په لنډمهالي ډول پرې شوې ده.