• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند د بریدونو له کبله په زندان کې د عمران خان ژوند له ګواښ سره مخ دی

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۰۱:۱۷ GMT+۱

جیونیوز ویلي، پر پاکستان د هند د بریدونو له کبله د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکي عمران خان ژوند په زندان کې له خطر سره مخ دی او د موقتي خوشې کېدو لپاره یې غوښتنه شوې. د نوموړي د خوشې کېدو په اړه نن د اسلام اباد محکمې ته عریضه وړاندې شوې ده.

محکمې ته وړاندې شوې عریضه کې ویل شوي: «پاکستان دامهال د هند د یرغل سره مخ دی او په بېلابېل ښارونو کې بریدونه شوي، د عمران خان ژوند په زندان کې له خطر سره مخ دی، ممکن اډیاله زندان هم د ډرون برید هدف وګرځي.»

د عريضې د متن له مخې، چې د پنجاب کورنيو چارو وزارت د چارواکو څخه هم د هغه د خوشې کولو غوښتنه شوې؛ خو هغوی هیڅ جواب نه دی ویلی.

د خان پلویانو غوښتنه کړې، چې محکمه دې په دې اړه اقدام وکړي.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

۴

انډیا ټوډې: روسیه د طالبانو لپاره په یوه مهم ستراتیژیک شریک بدلېږي

۵

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: پاکستاني ځواکونو په هند ځوابي بریدونه پېل کړي

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۰۱:۰۰ GMT+۱
سرچینې: پاکستاني ځواکونو په هند ځوابي بریدونه پېل کړي
100%

رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله خبر خپور کړی چې، پاکستان د هند د بریدونو پر وړاندې ځوابي برید پیل کړی، چې دا مهال دوام لري.

همدا ډول د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال د مې د ۱۰مې نېټې له سهار ۳:۱۵ بجو څخه تر غرمې ۱۲:۰۰ بجو پورې به د پاکستان فضایي حریم د هر ډول الوتنو لپاره تړلی وي.

څو شېبې وړاندې د پاکستان پوځ وویل چې د هند هوایي ځواکونو د هوا له لارې په پاکستان کې دننه د نور خان اډه، د پاکستان هوايي ځواکونو اډه او د دغه هېواد د ځواکونو اړوند مرید اډه په نښه کړې ده.

د پاکستان پوځ ویاند وایي چې په دغه بریدونو کې چاته زیان نه دی رسېدلی.

هند تر اوسه په دې تړاو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان پوځ ویاند : هند پر خپل هېواد ۶ بالستیک توغندي توغولي

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۰۰:۰۰ GMT+۱
د پاکستان پوځ ویاند : هند پر خپل هېواد ۶ بالستیک توغندي توغولي
100%

د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چودري وايي هند په خپل هېواد کې ۶ بالستيک توغندي توغولي او د سیکانو سیمې يې په نښته کړي دي. د پاکستان پوځ ويلي په هند کې اقلیتونه د داخلي دسیسو قرباني دي او دا ډول اقدامات يې حېرانونکي ګڼلي.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې د هند اقدامات ډېر حیرانونکي دي. اقلیتونه د هند د داخلي دسیسو قرباني کیږي. زموږ ټوله خواخوږي له سیکانو سره ده.

د پاکستان پوځ ویاند احمدشریف چودري د جمعې په ورځ د (غويي ۱۹مه) په یوې خبرې غونډه کې ویلي هند د ادم پور له سيمې څخه ۶ بالیسټيک توغوندي د هندي پنجاب په امرتسیر ښار غورځولي دي.

جیونيوز د امنيتي سرچينو له قوله ويلي، چې په دې اړه يې کره شواهد تر لاسه کړي دي.

د پاکستاني پوځ د ویاند زياتوي: «هند په دې بريد سره غواړي د سیکانو او پاکستان ترمنځ فضا خرابه او نړۍ ته وښیي، چې دا توغندي پاکستان غورځولي دي.»

اسلام‌اباد: هند د افغانستان په ګډون د پاکستان پر درېیو هوايي اډو توغندي وتوغول

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۲۳:۵۰ GMT+۱
اسلام‌اباد: هند د افغانستان په ګډون د پاکستان پر درېیو هوايي اډو توغندي وتوغول
100%

د نوي ډیلي او اسلام‌اباد د کړکېچ پر دوام، د پاکستان پوځ ویاند وایي چې هند د افغانستان په ګډون د پاکستان په مرکزي ښارونو کې درې پوځي هوايي اډې په نښه کړې دي.

د پاکستان پوځ وایي چې څو شېبې وړاندې د هند هوایي ځواکونو د هوا له لارې په پاکستان کې دننه د نور خان اډه، د پاکستان هوايي ځواکونو اډه او د دغه هېواد د ځواکونو اړوند مرید اډه په نښه کړې ده.

د پاکستان پوځ ویاند وایي چې په دغه بریدونو کې چاته زیان نه دی رسېدلی.

هند تر اوسه په دې تړاو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

همداراز د طالبانو حکومت هم تر اوسه د پاکستان د پوځ هغه ادعا چې هند په افغانستان کې هوایي بریدونه کړي ندي تایید کړي.

له ظاهر قدیر سره ظاهري خواخوږي او د جمهوریت چارواکو ته د «تښتېدلو» خطاب

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۲۲:۵۳ GMT+۱
له ظاهر قدیر سره ظاهري خواخوږي او د جمهوریت چارواکو ته د «تښتېدلو» خطاب
100%

د طالبانو تر واک لاندې د ملي راډیو ټلوېزیون مرستیال د عبدالظاهر قدیر پر نیول کېدو د خواشینۍ ترڅنګ ادعا کړې چې په افغانستان کې «امن دی» او پخوانیو چارواکو ته اړتیا نشته چې زغره‌وال موټرونه، شخصي ساتونکي یا استخباراتي اړیکې ولري.

هدایت‌الله هدایت د جمعې په ورځ (غويي ۱۹مه) په خپلې اېکس‌پاڼې کې د جمهوري نظام چارواکو ته د «تښتېدلو» خطاب کړی او لیکلي یې دي: «په دې سړي مې خواه بده شوه، له زړه ورباندې خپه شوم. په زرهاوو تښتېدلي، كاشكې نور خپل هېواد ته راشي، د نورو افغانانو په څېر عام ژوند ته دوام ورکړي. نه به خپله غمجن وي نه به نور هېوادوال خپه کوي، دلته امن امان دی، هیچاته مشکل نشته.»

د طالبانو د ملي راډیو ټلوېزیون یاد چارواکی، داسې مهال په افغانستان کې د امن ادعا کوي چې د بشري حقونو بنسټونه، خبریالان، ښځینه فعالانې او د جمهوري نظام پخواني چارواکي په وار-وار دغې ډلې له څار، توقیف او ناوړه چلندونو نه شکایت لري.

دا څرګندونې که له یوې خوا ظاهري خواخوږي ښودل شوې، خو له بل پلو ته د طالبانو هغه دریځ تکراروي چې ځانونه د هېواد یوازیني حاکمان بولي او په جلاوطنۍ کې د جمهوري نظام نورو افغان چارواکو ته د تښتېدلو خطاب کوي.

د یادونې ده چې د جمهوري نظام د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر قدیر د اپرېل میاشتې په نیمايي کې د کینیا د نایروبي ښار په یوه هوټل کې نیول شوی او د دغه ښار د جرمونو د پلټنو ریاست (DCI) غوښتنه کړې چې نوموړی تر قانوني بهیر پورې په توقیف کې وساتل شي.

د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د مخدره موادو ضد څانګې د پلټنو افسر جان وافولا محکمې ته ویلي چې د امریکا د نشه‌يي توکو ضد ادارې ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د نیویارک یوې محکمې ته د عبد‌الظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت ثبت کړی دی.

راپورونه وايي چې امریکايي چارواکو د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د استازي له لارې د کینیا حکومت ته یو ډېپلوماتیک یادښت استولی چې د قدیر د تسلیمۍ غوښتنه په‌کې شوې ده.

طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د ظاهر قدیر د نیول‌کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

افغان عیسویان د امریکا څخه د ایستلو د نېټې په نژدې کېدو د نامعلوم برخلیک سره مخ دي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۲۲:۳۰ GMT+۱
افغان عیسویان د امریکا څخه د ایستلو د نېټې په نژدې کېدو د نامعلوم برخلیک سره مخ دي
100%

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ۲ سوه زره افغان کډوالو کې هغه ۳۰۰ افغان عیسویان هم د موقت اوسېدو لپاره امریکا ته ولاړل، چې ژوند یې له ګواښ سره مخ وو. ددغه کډوالو سرنویشت اوس نا معلوم دی.

یوې امریکایي رسنۍ د جمعې په ورځ د (غويي ۱۹مه) ویلي، چې په امریکا کې اوس مهال دغه افغان عیسویان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

افغان عیسویانو رسنيو ته ویلي، که د طالبانو تر واک لاندي افغانستان کې پاته شوي وايی، نو د عقيدې (ایمان) له مخې یې ژوند له خطر سره مخ کېده.

د امریکا مذهبي مشرانو ډونالډ ټرمپ او د کورني امنیت وزيرې کريسټي ته په یوه لیک د افغان عیسویانو لپاره د معافیت غوښتنه کړې.

په لیک کې ویل شوي: «زموږ د کډوالۍ په سیسټم کې قانوني اصلاحات شروع دي، د هغو کسانو بشري پارولو موقف باید وساتل شي، چې له خطر سره مخ دي: لکه افغان عیسویان او مسلمانې کورنۍ که افغانستان ته واستول شي له مرګ سره مخ کيږي. مذهبې ازادي د امریکا د هڅو یوه برخه ده.»

په خبر کې ویل شوي، چې طالبان له عیسویانو په اړه ناسم فکر لري او دغه کورنۍ له جدي ګواښ سره مخ کېدلی شي.