اسلاماباد: هند د افغانستان په ګډون د پاکستان پر درېیو هوايي اډو توغندي وتوغول

د نوي ډیلي او اسلاماباد د کړکېچ پر دوام، د پاکستان پوځ ویاند وایي چې هند د افغانستان په ګډون د پاکستان په مرکزي ښارونو کې درې پوځي هوايي اډې په نښه کړې دي.

د نوي ډیلي او اسلاماباد د کړکېچ پر دوام، د پاکستان پوځ ویاند وایي چې هند د افغانستان په ګډون د پاکستان په مرکزي ښارونو کې درې پوځي هوايي اډې په نښه کړې دي.
د پاکستان پوځ وایي چې څو شېبې وړاندې د هند هوایي ځواکونو د هوا له لارې په پاکستان کې دننه د نور خان اډه، د پاکستان هوايي ځواکونو اډه او د دغه هېواد د ځواکونو اړوند مرید اډه په نښه کړې ده.
د پاکستان پوځ ویاند وایي چې په دغه بریدونو کې چاته زیان نه دی رسېدلی.
هند تر اوسه په دې تړاو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
همداراز د طالبانو حکومت هم تر اوسه د پاکستان د پوځ هغه ادعا چې هند په افغانستان کې هوایي بریدونه کړي ندي تایید کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي راډیو ټلوېزیون مرستیال د عبدالظاهر قدیر پر نیول کېدو د خواشینۍ ترڅنګ ادعا کړې چې په افغانستان کې «امن دی» او پخوانیو چارواکو ته اړتیا نشته چې زغرهوال موټرونه، شخصي ساتونکي یا استخباراتي اړیکې ولري.
هدایتالله هدایت د جمعې په ورځ (غويي ۱۹مه) په خپلې اېکسپاڼې کې د جمهوري نظام چارواکو ته د «تښتېدلو» خطاب کړی او لیکلي یې دي: «په دې سړي مې خواه بده شوه، له زړه ورباندې خپه شوم. په زرهاوو تښتېدلي، كاشكې نور خپل هېواد ته راشي، د نورو افغانانو په څېر عام ژوند ته دوام ورکړي. نه به خپله غمجن وي نه به نور هېوادوال خپه کوي، دلته امن امان دی، هیچاته مشکل نشته.»
د طالبانو د ملي راډیو ټلوېزیون یاد چارواکی، داسې مهال په افغانستان کې د امن ادعا کوي چې د بشري حقونو بنسټونه، خبریالان، ښځینه فعالانې او د جمهوري نظام پخواني چارواکي په وار-وار دغې ډلې له څار، توقیف او ناوړه چلندونو نه شکایت لري.
دا څرګندونې که له یوې خوا ظاهري خواخوږي ښودل شوې، خو له بل پلو ته د طالبانو هغه دریځ تکراروي چې ځانونه د هېواد یوازیني حاکمان بولي او په جلاوطنۍ کې د جمهوري نظام نورو افغان چارواکو ته د تښتېدلو خطاب کوي.
د یادونې ده چې د جمهوري نظام د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر قدیر د اپرېل میاشتې په نیمايي کې د کینیا د نایروبي ښار په یوه هوټل کې نیول شوی او د دغه ښار د جرمونو د پلټنو ریاست (DCI) غوښتنه کړې چې نوموړی تر قانوني بهیر پورې په توقیف کې وساتل شي.
د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د مخدره موادو ضد څانګې د پلټنو افسر جان وافولا محکمې ته ویلي چې د امریکا د نشهيي توکو ضد ادارې ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د نیویارک یوې محکمې ته د عبدالظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت ثبت کړی دی.
راپورونه وايي چې امریکايي چارواکو د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د استازي له لارې د کینیا حکومت ته یو ډېپلوماتیک یادښت استولی چې د قدیر د تسلیمۍ غوښتنه پهکې شوې ده.
طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د ظاهر قدیر د نیولکېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ۲ سوه زره افغان کډوالو کې هغه ۳۰۰ افغان عیسویان هم د موقت اوسېدو لپاره امریکا ته ولاړل، چې ژوند یې له ګواښ سره مخ وو. ددغه کډوالو سرنویشت اوس نا معلوم دی.
یوې امریکایي رسنۍ د جمعې په ورځ د (غويي ۱۹مه) ویلي، چې په امریکا کې اوس مهال دغه افغان عیسویان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
افغان عیسویانو رسنيو ته ویلي، که د طالبانو تر واک لاندي افغانستان کې پاته شوي وايی، نو د عقيدې (ایمان) له مخې یې ژوند له خطر سره مخ کېده.
د امریکا مذهبي مشرانو ډونالډ ټرمپ او د کورني امنیت وزيرې کريسټي ته په یوه لیک د افغان عیسویانو لپاره د معافیت غوښتنه کړې.
په لیک کې ویل شوي: «زموږ د کډوالۍ په سیسټم کې قانوني اصلاحات شروع دي، د هغو کسانو بشري پارولو موقف باید وساتل شي، چې له خطر سره مخ دي: لکه افغان عیسویان او مسلمانې کورنۍ که افغانستان ته واستول شي له مرګ سره مخ کيږي. مذهبې ازادي د امریکا د هڅو یوه برخه ده.»
په خبر کې ویل شوي، چې طالبان له عیسویانو په اړه ناسم فکر لري او دغه کورنۍ له جدي ګواښ سره مخ کېدلی شي.
د نړۍوالو رسنیو د راپورونو لهمخې د برېټانیا حکومت د روسیې پر وړاندې ترټولو ستر بندیز اعلان کړ. دغه بندیز د روسیې د تېلو لېږدونکې ۱۰۱ کښتۍ په نښه کوي.
د برېټانیا حکومت وايي چې دا کښتۍ د روسیې د «پټو بېړیو» برخه ده. برېټانیا زیاتوي چې دغو کښتیو د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې تر ۲۴ مېلیارد ډالرو ډېر توکي لېږدولي دي. همداراز پر یوې بلې کښتۍ، څو روسي وګړو او شرکتونو هم بندیزونه ولګول شول.
د کېیف اېنډېپېنډېنټ د راپور پر بنسټ، د برېټانیا د دغو بندیزونو موخه د روسیې د تېلو عوایدو مخه نیول دي، ترڅو دغه هېواد ونه شي کولای له دې عوایدو څخه د اوکراین د جګړې د دوام لپاره کار واخلي.
د برېټانیا لومړي وزیر کېر سټارمر وویل:«روسیه زموږ امنیت ته ګواښ دی. موږ غواړو د هغې پټ د تېلو لېږدونکو پټې کښتۍ له منځه یوسو او د جګړې ماشین یې د تېلو له پیسو څخه محروم کړو.»
دا پرېکړه د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د یوې غونډې په ترڅ کې شوې ده. ویل کېږي په دې غونډه کې د ناټو ۱۰ اروپايي غړو هېوادونو ګډون درلود.
همداراز، دغو ۱۰ اروپایي هېوادونو پرېکړه کړې چې له اوکراین سره خپله همکاري زیاته کړي، اوکرایني سرتیري وروزي او د جګړې د تبلیغاتو د خپرېدو مخه ونیسي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره ولیدل. سرچینو ویلي، ټاکل شوې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه د شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د جمعې په ورځ د (غويي ۱۹مه) په کابل کې په خپله لومړۍ رسمي لېدنه کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره ولیدل.
هغه د نورو جزییاتو له ورکولو پرته د ليدنې عکس خپور کړی.
باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي؛ټاکل شوې د شنبې په ورځ د غويي په ۱۰مه د چین او پاکستان د استازو او د طالبانو د چارواکو په ګډون درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
سرچینو د« افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د کابل درې اړخیزه غونډه» په اړه ویلي، چې تمه کیږي په دې ناسته کې به د سیمه ییزو مسلو، سوداګرۍ، ډیپلوماتیکو همکاریو او امنیتي مسلو په اړه بحث وشي.
که څه هم هیڅ یوې خوا په رسمي ډول د کابل، اسلام اباد او بیجینګ ترمنځ د درې اړخیزې غونډې په اړه تبصره نه ده کړې؛ خو د محمد صادق سفر او د چینایي استازي سره د هغه لیدنه د دې غونډې لپاره د چمتووالي نښه ګڼل کیږي.
پاکستان او چین لا تر اوسه طالبان په رسمیت ندي پیژندلي؛ خو د طالبانو په وړاندې د دواړو هیوادونو چلندونه بېل دي.
په تیرو څلورو کلونو کې چین، د پاکستان برعکس له طالبانو سره ډیر باثباته او نږدې اړیکې درلودلي، د طالبانو سفیر یې ومانه او د افغانستان له واکمنانو سره یې فعالې ډېپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي دي.
برعکس پاکستان، چې تمه کېده واک ته له رسېدو وروسته به له طالبانو سره نږدې اړیکې ولري، په دوامداره توګه یې دا ډله د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ملاتړ او پناه ورکولو تورنه کړې ده.
هغه ادعا، چې طالبانو په وار وار رد کړې ده.
د مشهور پاکستاني مفتي او د افغان طالب چارواکو خواخوږي محمد تقي عثماني لهخوا د هند پر خلاف ملایانو ته د «جهادي جذبې د را ژوندۍ کولو» له سپارښتنو وروسته، د طالبانو د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو پر نوموړي توندې نیوکې کړې دي.
د مسلم کندوزي په نوم د طالبانو د ټولنیزو رسنیو یو فعال د جمعې په ورځ (غويي ۱۹مه) په خپله اېکسپاڼې کې ملا امامانو ته د یاد پاکستاني مفتي څرګندونې د خلکو ګمراهکول بللي دي.
نوموړي لیکلي دي: «جناب مفتي صاحب تر دې وړاندې د ټولو جهادي ډلو مخالفت کاوه او هغوی یې د فتنو عاملان بلل، اوس بیا د جهاد غږ پورته کوي. دا ښکاره دوهګونی سیاست او له طاغوت سره وفاداري ده، نه له اسلام سره.»
نوموړي د پاکستاني ملایانو لهخوا جهاد ته د خلکو د رابللو په غبرګون کې زیاته کړې ده: «نن خلک جهادي فکر ته هڅول کېږي ځکه چې طاغوتي نظامونه د زوال په حالت کې دي او د جهاد دښمنان د اسلام نه، بلکې د همدغو طاغوتي قوتونو دفاع کوي.» مسلم کندوزي همداراز پر دیني عالمانو غږ کړی چې باید د «درباريانو» او سیاسي فشارونو ښکار نه شي.
د مصلح په نوم د طالبانو د ټولنیزو رسنیو یوه بل فعال د پاکستاني مفتي دې ته د «سوداګرۍ، پنجابپالنې او د اسلام» خلاف څرګندونو نوم ورکړی دی. هغه په ډېرو توندو الفاظو لیکلي: «پاکستان د امریکایانو په وخت کې ټولو امامانو ته امر کړی و چی په جوماتونو کې د جهاد په نوم چنده او تقریرونه بند کړي. د پاکستان استخباراتو په امر یې له ټولو امامانو نه ښځې جوړې کړې وې. پنجاب پلوي امامان نن بیا په کومه خوله د جهاد په نوم سوداګري پیلوي.»
د طالبانو د ټولنیزو رسنیو فعالانو لهخوا دا څرګندونې وروسته تر هغې مطرح کېږي چې د پاکستان د سترې محکمې پخواني رییس او مشهور دیني عالم مفتي محمد تقي عثماني نن (جمعه) د دغه هېواد خطیبانو ته سپارښتنه کړې، چې د جمعې لمانځه پرمهال په پاکستانیانو کې د «جهاد جذبه را ژوندۍ» کړي. هغه غوښتنه کړې، چې امامان دې د «فتحې» دوعاوې هم وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې د هند له لوري په پاکستان کې جوماتونه په نښه شوي او د نوي ډیلي دا اقدام یې په ښکاره ډول له اسلام سره دوښمني ده.
د یادونې ده چې د پاکستان د سترې محکمې پخوانی رییس او مشهور دیني عالم مفتي محمد تقي عثماني د افغان طالبانو یو لوی خواخوږی دی او د یادې ډلې ډېری لوړ پوړي مشران ورته پر ځانګړي احترام قایل دي.