پاکستان وايي د سایبري برید له لارې یې ۷۰ سلنه هندي برېښنايي شبکې له کاره غورځولي

د پاکستان دولتي رسنیو پي ټي وي نیوز او راډیو پاکستان راپور ورکړی چې پاکستان د سایبري برید له لارې د هند ۷۰ سلنه برېښنايي شبکې "فلج" کړې دي.

د پاکستان دولتي رسنیو پي ټي وي نیوز او راډیو پاکستان راپور ورکړی چې پاکستان د سایبري برید له لارې د هند ۷۰ سلنه برېښنايي شبکې "فلج" کړې دي.
همدا مهال د هند او پاکستان ترمنځ بریدونه روان دي.
څو شېبې وړاندې د هند هوایي ځواکونو په پاکستان کې مهمې پوځي اډې په نښه کړې.
د پاکستان پوځ ویلي چې په ځوابي بریدونو کې یې د هند کشمیر په سیمه کې د هندي ځواکونو پوځي اډې په نښه کړي دي.

جیونیوز ویلي، پر پاکستان د هند د بریدونو له کبله د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکي عمران خان ژوند په زندان کې له خطر سره مخ دی او د موقتي خوشې کېدو لپاره یې غوښتنه شوې. د نوموړي د خوشې کېدو په اړه نن د اسلام اباد محکمې ته عریضه وړاندې شوې ده.
محکمې ته وړاندې شوې عریضه کې ویل شوي: «پاکستان دامهال د هند د یرغل سره مخ دی او په بېلابېل ښارونو کې بریدونه شوي، د عمران خان ژوند په زندان کې له خطر سره مخ دی، ممکن اډیاله زندان هم د ډرون برید هدف وګرځي.»
د عريضې د متن له مخې، چې د پنجاب کورنيو چارو وزارت د چارواکو څخه هم د هغه د خوشې کولو غوښتنه شوې؛ خو هغوی هیڅ جواب نه دی ویلی.
د خان پلویانو غوښتنه کړې، چې محکمه دې په دې اړه اقدام وکړي.
رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله خبر خپور کړی چې، پاکستان د هند د بریدونو پر وړاندې ځوابي برید پیل کړی، چې دا مهال دوام لري.
همدا ډول د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال د مې د ۱۰مې نېټې له سهار ۳:۱۵ بجو څخه تر غرمې ۱۲:۰۰ بجو پورې به د پاکستان فضایي حریم د هر ډول الوتنو لپاره تړلی وي.
څو شېبې وړاندې د پاکستان پوځ وویل چې د هند هوایي ځواکونو د هوا له لارې په پاکستان کې دننه د نور خان اډه، د پاکستان هوايي ځواکونو اډه او د دغه هېواد د ځواکونو اړوند مرید اډه په نښه کړې ده.
د پاکستان پوځ ویاند وایي چې په دغه بریدونو کې چاته زیان نه دی رسېدلی.
هند تر اوسه په دې تړاو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چودري وايي هند په خپل هېواد کې ۶ بالستيک توغندي توغولي او د سیکانو سیمې يې په نښته کړي دي. د پاکستان پوځ ويلي په هند کې اقلیتونه د داخلي دسیسو قرباني دي او دا ډول اقدامات يې حېرانونکي ګڼلي.
د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې د هند اقدامات ډېر حیرانونکي دي. اقلیتونه د هند د داخلي دسیسو قرباني کیږي. زموږ ټوله خواخوږي له سیکانو سره ده.
د پاکستان پوځ ویاند احمدشریف چودري د جمعې په ورځ د (غويي ۱۹مه) په یوې خبرې غونډه کې ویلي هند د ادم پور له سيمې څخه ۶ بالیسټيک توغوندي د هندي پنجاب په امرتسیر ښار غورځولي دي.
جیونيوز د امنيتي سرچينو له قوله ويلي، چې په دې اړه يې کره شواهد تر لاسه کړي دي.
د پاکستاني پوځ د ویاند زياتوي: «هند په دې بريد سره غواړي د سیکانو او پاکستان ترمنځ فضا خرابه او نړۍ ته وښیي، چې دا توغندي پاکستان غورځولي دي.»
د نوي ډیلي او اسلاماباد د کړکېچ پر دوام، د پاکستان پوځ ویاند وایي چې هند د افغانستان په ګډون د پاکستان په مرکزي ښارونو کې درې پوځي هوايي اډې په نښه کړې دي.
د پاکستان پوځ وایي چې څو شېبې وړاندې د هند هوایي ځواکونو د هوا له لارې په پاکستان کې دننه د نور خان اډه، د پاکستان هوايي ځواکونو اډه او د دغه هېواد د ځواکونو اړوند مرید اډه په نښه کړې ده.
د پاکستان پوځ ویاند وایي چې په دغه بریدونو کې چاته زیان نه دی رسېدلی.
هند تر اوسه په دې تړاو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
همداراز د طالبانو حکومت هم تر اوسه د پاکستان د پوځ هغه ادعا چې هند په افغانستان کې هوایي بریدونه کړي ندي تایید کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د ملي راډیو ټلوېزیون مرستیال د عبدالظاهر قدیر پر نیول کېدو د خواشینۍ ترڅنګ ادعا کړې چې په افغانستان کې «امن دی» او پخوانیو چارواکو ته اړتیا نشته چې زغرهوال موټرونه، شخصي ساتونکي یا استخباراتي اړیکې ولري.
هدایتالله هدایت د جمعې په ورځ (غويي ۱۹مه) په خپلې اېکسپاڼې کې د جمهوري نظام چارواکو ته د «تښتېدلو» خطاب کړی او لیکلي یې دي: «په دې سړي مې خواه بده شوه، له زړه ورباندې خپه شوم. په زرهاوو تښتېدلي، كاشكې نور خپل هېواد ته راشي، د نورو افغانانو په څېر عام ژوند ته دوام ورکړي. نه به خپله غمجن وي نه به نور هېوادوال خپه کوي، دلته امن امان دی، هیچاته مشکل نشته.»
د طالبانو د ملي راډیو ټلوېزیون یاد چارواکی، داسې مهال په افغانستان کې د امن ادعا کوي چې د بشري حقونو بنسټونه، خبریالان، ښځینه فعالانې او د جمهوري نظام پخواني چارواکي په وار-وار دغې ډلې له څار، توقیف او ناوړه چلندونو نه شکایت لري.
دا څرګندونې که له یوې خوا ظاهري خواخوږي ښودل شوې، خو له بل پلو ته د طالبانو هغه دریځ تکراروي چې ځانونه د هېواد یوازیني حاکمان بولي او په جلاوطنۍ کې د جمهوري نظام نورو افغان چارواکو ته د تښتېدلو خطاب کوي.
د یادونې ده چې د جمهوري نظام د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر قدیر د اپرېل میاشتې په نیمايي کې د کینیا د نایروبي ښار په یوه هوټل کې نیول شوی او د دغه ښار د جرمونو د پلټنو ریاست (DCI) غوښتنه کړې چې نوموړی تر قانوني بهیر پورې په توقیف کې وساتل شي.
د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د مخدره موادو ضد څانګې د پلټنو افسر جان وافولا محکمې ته ویلي چې د امریکا د نشهيي توکو ضد ادارې ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د نیویارک یوې محکمې ته د عبدالظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت ثبت کړی دی.
راپورونه وايي چې امریکايي چارواکو د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د استازي له لارې د کینیا حکومت ته یو ډېپلوماتیک یادښت استولی چې د قدیر د تسلیمۍ غوښتنه پهکې شوې ده.
طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د ظاهر قدیر د نیولکېدو په تړاو څه نه دي ویلي.