• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په دریو کلونو کې ۲۶۹ ښوونځي او ۲۳زره د اسلامي زده کړو مرکزونه جوړ کړي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، چې په تېرو دریو کلونو کې ۲۶۹ ښوونځي او د اسلامي زده کړو نږدې ۲۳زره مرکزونه جوړ شوي دي. یاد وزارت ویلي، چې د تېرو دریو کلونو په موده کې یې د اسلامي زده کړو په دغو مرکزونو کې څه دپاسه ۳۰۰ زره نارینه او ښځینه «طالب العلمان» جذب کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د دغې ډلې د پوهنې وزارت په حواله راپور ورکړی، چې طالبانو په دریو کلونو کې د اسلامي زده کړو ۲۲۹۷۲ نوي ښوونیز مرکزونه جوړ دي، چې ۲۱۶۹۰۴ نارینه او ۹۱۵۴۰ ښځنیه زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو له لوري د اسلامي زده کړو لپاره نوي جوړ شوي ښوونیز مرکزونه هغه مدرسې دې، چې د (وړې دورې دینې زده کړو) تر فراغت وروسته بیا د نورو دیني زده کړو لپاره د دغې ډلې د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې په «دارالعلومونو» کې شاملیږي او تر فراغت وروسته د لیسانس او ماسټری به کچه سندونه ورکول کیږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي، چې د اسلامي زده کړو د د زده کوونکو لپاره په ۱۴۰۳ مالي کال کې د ملا هبت الله د فرمان له مخې، په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۲۰ لیليې منظورې شوې او دمګړۍ پکې ۲۱۲۵۰ طالبان اوسیږي.

یاد وزارت ویلي، چې په تېرو دریو کلونو کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یوازې ۲۶۹ نوي ښوونځي جوړ کړي دي.

طالبانو ویلي، چې په (۱۴۰۱، ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳) کلونو کې یې یو میلیون، ۹۹۹ زره او ۷۳۴ هلکان او یو میلیون او ۴۸۹ زره او ۴۴۹ نجونې په ښوونځیو کې شاملې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د کابل د شهرنو په کثافاتو کې په زرګونو یورو موندلې

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۶:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د کابل امنیه قومانداني وايي، چې د لسمې امنیتي حوزې پولیسو د شهرنو په سیمه کې د معمول ګزمو پر مهال، د کثافاتو په یوه ځای کې له ۸زره تر ۱۳ زره یورو پورې نغدې پیسې موندلې دي.

د یادې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د یکشنبې په ورځ، د غويي پر ۲۱مه پر اېکس ولیکل، دا مهال د یادو پیسو د اصلي مالک موندلو لپاره هڅې روانې دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ له ښاریانو غوښتنه کړې چې که څوک د دې پیسو په اړه معلومات لري یا ځان د دغو پیسو مالک ګڼي، له شواهدو یا نښو نښانو سره دې د کابل امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ته مراجعه وکړي.

دا تراوسه روښانه نه ده، چې دغه پیسې څنګه په کثافاتو کې غورځول شوې دي.

د وچکالۍ ناورین؛ اوچا په افغانستان کې له اوسط کچې د کم باران خبرداری ورکړی

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۶:۲۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي چې په ټول افغانستان کې د باران او واورې ورښت له اوسط څخه ټیټ دی چې د اوبو کمښت لا پسې زیاتېږي. یاده اداره د افغانستان په ځینو برخو کې د نباتاتو کمزورې ودې په اړه وايي، چې دا وضعیت په هیواد کې د یوې جدي وچکالۍ پیل په ګوته کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» د افغانستان په ځینو برخو کې د کم باران او د سیندونو په حوزو کې د اوبو د کمښت خبرداری ورکړی دی.
اوچا زیاته کړې، چې د هیواد په ډیری برخو کې، پرته له شمالي او شمال ختیزو ولایتونو ، د خاورې رطوبت خورا ټیټ دی، چې د بزګرانو لپاره یې جدي اندېښنه رامینځته کړې ده.

په ورته وخت کې،له ځینو شمال ختیزو سیمو پرته د سطحې تودوخه په ټول هیواد کې له اوسط څخه لوړه ښودل شوې او خبرداری ورکړل شوی چې باران به له اوسط څخه ټیټ وي او د تودوخې درجه به په راتلونکو میاشتو کې د وړاندوینو په حواله له اوسط لوړه وي.

د اوچا په وینا، دا شرایط احتمال لري چې د اوبو کمښت بحران نور هم زیات کړي، د فصلونو حاصلات نور هم کم کړي او څړځایونو ته زیان ورسوي.

پر فاریاب او جوزجان سربېره، چې د باران د کمښت له خطر سره مخ دي، د هرات، هلمند، کندز او ننګرهار په ګډون ځینې نورې سیمې هم تر ګواښ لاندې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف اې او) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه خلک د روان کال د لړم څخه تر کب پورې د خوړو له کمښت سره مخ شوي دي.

سازمان ټینګار کړی چې د بارانونو کمښت او په هیواد کې اقتصادي رکود د ناامنۍ بحران لا پسې زیاتوي.

دغه سازمان وړاندوینه کوي چې په افغانستان کې به سږ کال له مارچ څخه تر می پورې (له کب څخه تر غويي پورې) د غنمو د کرنې د موسم لپاره تر اوسط ټیټ باران وي.

طالبان وايي په دوحه کې د کینیا له سفیر سره د ظاهر قدیر قضیه تعقیبوي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۴ GMT+۱

د پخواني جمهوريت پرمهال د ولسي جرګې مرستیال عبدالظاهر قدیر کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ورسره ژمنه کړې، چې «د ظاهر قدیر قضیه به په جدي توګه تعقیب کړي». امیرخان متقي د ظاهر قدیر کورنۍ ته ویلي چې د خپل «توان تر بریده» به لازم ګامونه اخلي. ‎

د پخوانۍ ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر کورنۍ نن یکشنبه، د غويي ۲۱مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په دې لیدنه کې ټینکار وشو، چې ظاهر قدیر امریکا ته ونه سپارل شي.

د ظاهر قدیر کورنۍ وايي، «د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین ته زنګ وکړ او لارښوونه یې ورته وکړه، چې د ظاهر قدیر پېښه په دوحه کې د کینیا له سفیر سره مطرح کړي».

ظاهر قدیر د وري پر ۲۹مه د کینیا په نایروبي کې د امریکا په امر د "مخدره توکو د قاچاق " او د غیرقانوني وسلو لرلو په تور ونیول شو.

په نایروبي کې یوې محکمې امر کړی، چې نوموړی تر هغه وخته پورې د پولیسو په توقیف کې پاتې شي چې د هغه د سپارلو پروسه متحده ایالاتو ته پیل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي هم د یکشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې متقي"نن د ظاهر قدیر د کورنۍ غړو سره ولیدل او له هغوی سره تر لیدنې وروسته یې په دوحه کې د افغانستان سفارت ته لارښوونه کړې چې د کینیا د سفارت له لارې د ظاهر قدیر قضیه تعقیب کړي."

جلالي ادعا کوي، چې دا ډله "بې له تبعیضه د هر افغان له حقونو دفاع کوي."

په غور ولایت کې د تولک د سرب او جستو کان د اکتشاف چارې پیل شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۲:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان سروې بشپړه شوې او اوسمهال یې په ابتدايي ډول اکتشاف پيل شوی دی. د قراردادي شرکت مسوول له ملا برادر سره په لیدنه کې ویلي، چې اوس مهال له ۲۰۰ زیات هېوادوال په کان کې په کار بوخت دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن یکشنبه، د غويي ۲۱مه، پر اېکس ولیکل، چې ملا عبدالغني برادر په خپل کاري دفتر کې د افغان انوېسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره کتلي او د شبرغان – الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټه مزي غځولو پروژې، د دښت الوان سب‌سټېشن د پراختیايي چارو او همداراز د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان د کاري پرمختګونو په اړه یې رپوټونه اورېدلي.

د شرکت مسووولینو ویلي چې د شبرغان – الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو پروژې چارې په ښه ډول روانې دي چې اوسمهال یې ۸۵ سلنه کارونه پرمخ تللي او په ټاکلي وخت به بشپړ شي.

دوی زیاته کړې، چې د دښت الوان سب‌سټېشن تخنیکي مطالعات بشپړ شوي او په نږدې وخت کې به یې ساختماني چارې هم پيل شي.

په دې لیدنه کې ویل شوي، چې په هېواد کې دننه د غور تولک ولسوالۍ کان د پروسس په موخه د معیاري فابریکې ډیزاین هم پيل شوی، چې له بشپړېدو وروسته به د فابریکې د جوړولو چارې پيل کړي.

طالبان وايي، د دغې لیدنې پر مهال د قراردادي شرکت مسوولینو په یوشمېر برخو کې خپلې ستونزې هم شریکې کړې چې د ملاعبدالغني برادر له لوري ورته د حل په موخه ډاډ ورکړل شوی.

د مولوي هبت الله فرمان؛ طالبان د غصب شویو ځمکو د راګرځولو لپاره نوی وزارت جوړوي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۲:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د ځمکو د غصب مخنيوي او بېرته راګرځولو کمېسیون وايي، د « اراضۍ او غصب شویو ځمکو راګرځولو» په نوم نوی وزارت جوړوي. دغه کمېسیون ویلي، چې د غصب شویو ځمکو د راګرځولو لپاره د نوي وزارت جوړولو فرمان صادر شوی.

د دغې ډلې د ځمکو د غصب مخنيوي او د بېرته راګرځولو کمېسیون د خپلو دوه نیمو کلونو فعالیتونو په اړه د یوې خبرې ناستي پرمهال ویلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله د غصب شویو ځمکو د راګرځولو لپاره د نوي وزارت جوړولو فرمان صادر کړی دی.

د طالبانو د ځمکو د غصب مخنېوي او د بېرته راګرځولو کمېسیون سکرتر احسان الله وثیق وايي، دغه کمېسیون به ډیر ژر د «اراضۍ چارو او اماراتي غصب شویو ځمکو د استرداد» په وزارت بدل شي.

وثیق وايي:«که څه هم د غصب شویو ځمکو د استرداد او اراضۍ لپاره د نوي وزارت فرمان د اسلامي امارت د رهبرۍ له خوا صادر شوی، خو د دغه وزارت تر رامنځته کېدو پورې، کمېسیون د پخوا په څېر او په جدي ډول خپل فعالت ته دوام ورکوي.»

نوموړی وايي، نوی جوړیدونکی وزارت به د یاد کمېسیون د تېرو چارو په پرتله ډیر پیاوړی وي.

د طالبانو د ځمکو د غصب مخنېوي او د بېرته راګرځولو کمېسیون وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې یې نږدې پنځوس مېلییونه جریبه ځمکه دولتې ثابته کړې او ۳.۹ مېلیونه جریبه غصب شوې ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.