• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نورالدین ترابي: افغانستان په پرلپسې توګه د سېلابونو له ګواښ سره مخ دی

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د‌ پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې مشر نورالدین ترابي اندېښنه ښوولې، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله په پرلپسې توګه د سېلابونو له ګواښ سره مخ دی او د کروندو تر څنګ د خلک کورونه هم له ګواښ سره مخ دي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې د (غويي ۲۰مه) د شنبې په ورځ په کابل کې د ایران سفیر سره په ناسته کې کړې دي.

هغه له ایرانه غوښتي، چې طبیعي پېښو ته د رسېدو لپاره باید ورسره د ۳۴۰زره لېټره ډېزلو او ۱۷۰زره لېټره پېټرولو ځانګړې مرسته وکړي.

ترابي ویلي، چې له دغه تېلو څخه به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د بېړنیو پېښو پر مهال ګټه واخلي.

د طالبانو دغه چارواکي د ایران له سفیره د پېښو زیانمنو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو ترسراوي غوښتنه هم کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې علي رضا بېکدلي د دغه ناستې پر مهال د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.

هغه طالبانو ته ډاډ ورکړی، چې د مرستو اړوند مسله به د ایران له حکومت سره شریکه کړي. طالبان داسې مهال سېلاب ځپلو او د طبیعي پېښو زیانمنو ته د مرستو غوښتونه کړې، چې تازه د پکتیا سربېره په خوست کې د سېلابونو له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

همدا راز په دې وروستیو کې په فراه، بدخشان، ننګرهار او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو کې د سختو سېلابونو راوتو له کبله نه یوازې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي؛ بلکې ځاني زیانونه یې هم له ځانه سره لرل.

زرګونه جریبه کروندې، سلګونه کورونه او په بېلابېلو سیمو کې استنادي دېوالونه هم د دغو سېلابونو له کبله ویجاړ شوي دي.

د طالبانو د سختو بندیزونو له کبله له تېرو څلورو کالونو راهیسې یو شمېر نړۍوالو مرستندویه ادارو خپل دفترونه تړلي او له همدې کبله د بشري مرستو په رسولو کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.

د طبیعي پېښو تر څنګ بې روزګاري، لوږه او فقر هم د افغانانو ژوند پر وړاندې لویې ننګوونې بلل کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د خسرګنۍ له لوري پلار کره د ښځې نه پرېښودل د «شریعت» خلاف کړنه ده

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۰۳:۵۰ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو ویلي،‌ چې د خسرګنۍ له لوري د پلار کور ته د ښځې نه پرېښودل «د اسلامي،‌ انساني او اخلاقي حقونو» خلاف عمل دی.

دغه څرګندونې په یاد ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو ریاست محتسبانو د (غويي ۲۰مه) په ننګرهار کې د یوې ښځې هغه شکایت ته د رسېدو پر مهال کړې دي، چې له یوه کال راهیسې یې خسرګنۍ د پلار کور ته د تګ اجازه نه وه ورکړې.

د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادې مېرمنې قضیې ته رسېدنه شوې او خسرګنۍ یې په دې قانع شوې؛ څو هغې ته د پلار کره د تګ اجازه ورکړي.

طالبان داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په ټول هېواد کې یې له محرم پرته د ښځو پر سفرونو سخت بندیزونه لګولي دي.

دغه ډلې له دې سربېره د ښځو په کار، د نجونو په زده‌کړو او بېلابېلو برخو کې د محدودیتونو تر څنګ پراخ بندیزونه لګولي، چې د نړۍوالې ټولنې په ګډون یې په کور دننه هم پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

پر افغان ښځو روان بندیزونه د ملګرو ملتونو له لوري د «جنسیتي توپیر» په نامه یاد شوي دي.

طالبانو هراتیانو ته ۱۸۰ زره ډالره مرسته شوې پېسې د غزې خلکو ته ولېږلې

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۰۱:۰۱ GMT+۱

په هرات ولایت کې د فلسطین لپاره د مرستو راټولولو مسوول امیرمحمد خادم وایي، چې په یوه کال کې یې ۱۸۰ زره ډالر مرسته راټوله کړې او د غزې خلکو ته یې لېږلې ده. نوموړي‌د غزې له خلکو سره پر همکارۍ ټينګار کړی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د شنبې په ورځ (د غويي ۲۰مه) په هرات کې د فلسطین لپاره د مرستو د راټولو د مسوول له قوله ویلي، چې دغه مرسته یې په ۳۴ پړاونو کې راټوله کړې.

امیرمحمد خادم ویلي، چې په وروستي پړاو کې یې ۵ زره ډالره مرسته راټوله کړې.

هغه زیاته کړې، چې د غزې خلکو سره د افغانستان د لوېديځو ولایتونو څخه ۱۲ زره ډالره مرسته هم شوې.

نوموړي ويلي: «له فلسطینیانو سره درېدل د مسلمانانو لپاره یو مذهبي او بشري مسوولیت دی.»

طالبانو تر دې وړاندي هم په یو شمېر نورو ولایتونو کې د غزې د خلکو سره د مرستې ټولو کمپيانونه تر سره کړي وه.

اسراییل د مارچ په ۲مه د اوربند پر مهال غزې ته د هر ډول مرستو په داخلېدو بندیز ولګاوه، چې تر اوسه لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو بېلابېلې مرستندویه ادارې وايي، چې اسراییل غزې ته د بشري مرستو د رسولو مخه نیولې او دا مرستې یې د فشار وسیله ګرځولي دي.

اسراییلي چارواکو د یوه پلان له مخې مرستندویو ادارو ته ویلي، چې یوازې د غزې په سوېل کې یو څو مرکزونه جوړ کړي او هغوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې مرستې د غزې ټولو سیمو ته ورسوي.
د ماشونو د ملاتړ ادارې ویاند وايي، که د اسراییل دا پلان عملي شي، تر ټولو ډېر به ماشومان، زاړه کسان، ناروغان او ټپیانو له سختو ستونزو سره مخ شي.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر (اوچا) ویلي، چې د اپرېل میاشتې راهیسې څه باندې ۸۰ هغه ځایونه د توکو د کمښت له امله بند شوي، چې په غزه کې یې خلکو ته خواړه چمتو کول.

د طالبانو مشر له استخباراتي ادارو غوښتي چې د نظام پروړاندې تخریبي پلانونه شنډ کړي

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۲۱:۱۶ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې هبت الله اخوندزاده له استخباراتي‌مسولینو سره په لیدنه کې له دوی څخه غوښتي، څو «د اسلامي نظام په وړاندې دې پټ فکري‌او تخريبي پلانونه شنډ کړي.» د طالبانو مشر د بندیانو سره پر سم چلند او په شریعت د استقامت سپارښتنې هم کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ (د غويي ۲۰مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د د دوی مشر هبت الله د استخباراتو له مسولینو او کارکوونکو سره په یو ورځني سيمنار کې برخه اخیستې.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې هبت الله د اسختباراتو څخه د نظام په وړاندي د تخریب کوونکو د مخنيوي غوښتنه کړې.

هغه زياته کړې: «استخبارات مکلف دی، چې ټول ښکاره او پټ فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي چې د اسلامي نظام دوښمنان یې پلانوي او غواړي چې داسلامي نظام په خلاف یې عملي کړي.»

نوموړي غوښتنه کړې، چې د «ديني شعایرو او سپکاوي او توهین کوونکو» مخه دې هم ونیول شي.

هبت الله ټينګار کړی، چې استخبارات دې د نورو ادارو سره په ګډه په ټولنه کې شریعت تطبیق او د خلکو ذهنونه جوړ کړي.

د طالبانو له‌خوا د «شریعت» تر نامه لاندې د بشري حقونو سرغړونې یو له هغو موضوعاتو څخه دی، چې نړۍواله ټولنه یې په دوامداره توګه اندېښمنه ساتلې ده.

سره له دې چې طالبان خپل زیات شمېر اقدامات د اسلامي شریعت د پلي کېدو په نوم توجیه کوي، خو د بشري حقونو نړۍوال معیارونه او اسلامي اصول بیا دواړه د طالبانو ډېری کړنې د بشري سرغړونو په توګه ګڼي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډله په پرله پسې ډول په ټولنه کې د شریعت په نوم بېلابېل بندیزونه تطبیق کوي، چې په کور دننه او بهر له پراخو نیوکو سره مخ شوي هم دي.

پاکستان په یوه ورځ د تورخم له لارې له ۷۰۰ څخه ډېر افغان کډوال افغانستان ته جبري اېستلي

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۱۷:۱۹ GMT+۱

له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په دوام؛ دغه هېواد نن ۷۳۰ افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د پښتونخوا صوبي د کورنیو او قبایلي چارو اداره وايي، د شنبې په ورځ یې د تورخم له لارې د د ښځو او ماشومانو په کډون د افغان سټیزن کارټ لرونکي او ناقانونه ۷۳۰ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل.

همدا راز د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ هم د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې ۳۹۱۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې خپل وروستې راپور کې ویلي، چې یوازې د اپریل میاشت کې، شاوخوا ۱۴۵،۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه اېستل شوي، چې د فېبرورۍ پرتله اته برابره زیات دي.

دغه کمېټ‍ې له پاکستان او ایران څخه د ډیریو راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د ملا برادر او د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت د عمومي رییس ترمنځ ناسته ترسره شوې ده

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۱۳:۴۰ GMT+۱

‏د طالبانو ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له عمومي رییس سره کتلي دي. وانګ جي چینګ وايي، د مس عینک پروژې په اړه په ګڼو برخو کې پرمختګ شوی او دوی چمتو دي چې دغه پروژه د کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ پرمخ یوسي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د پنجشنبې په ورځ (د غویی ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر اېکسپاڼه د ملابرادر له قوله لیکلي، چې طالبانو قراردادي شرکت ته د پروژې د چارو پر‌مخ بیولو لپاره لازمې اسنتیاوې برابرې کړې دي.

ملا برادر له قراردادي شرکت څخه غوښتي چې ژر تر ژره دې د یادې پروژې ساختماني چارې پیل او هغه ستونزې دې هوارې کړي چې د پروژې په کارونو کې د ځنډ لامل ګرځي.

طالبانو په خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ام‌سي‌سي شرکت عمومي رییس وانګ جي چینګ د مس عنیک پروژې په پرمخ بیولو کې د طالبانو همکاري ستایلې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ددې ډلې په روانه واکمنۍ کې د مس عینک کان د پروژې رسمي پرانېستنه وکړه.
د پروژي تړون په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د حامد کرزي حکومت کې د اېم سي سي په نوم د یوې چنايي کمپنۍ سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، خو د امنیتي ستونزو او په سیمه کې د لرغونو اثارو د اوږدې کیندنې له امله یې د کان کیندنه وځنډېده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه کان ۱۱ میلیونه ټُنه مس لري او په نړۍ کې د مسو دویم ستر کان بلل کېږي.