د چین او پاکستان استازو د طالبانو د سوداګرۍ له وزیر سره د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې

د چین او پاکستان هېوادونو استازو په کابل کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په ناسته کې د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د چین او پاکستان هېوادونو استازو په کابل کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په ناسته کې د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزارت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د چین او پاکستان ځانګړو استازو د شنبې په ورځ کابل ته د سفر پر مهال د دغه وزارت له وزیر نورالدین عزیزي سره په یوه ګډه ناسته کې د اقتصادي همکاریو او سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا ټینګار کړی دي.
نور الدین عزیزي وویل: «زموږ پالیسي اقتصاد محوره ده او موږ د دغې پالیسۍ پر بنسټ د بهرنیو پانګونو د جذبولو لپاره پروګرامونه تنظیم او پلي کوو، چې ګډې ګټې په پام کې نیسي.»
د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې په دغې غونډه کې هوکړه وشوه، چې د چین–پاکستان اقتصادي دهلیز پراخولو لپاره باید ګامونه واخیستل شي؛ څو افغانستان ته هم وغځېږي.
له دې مخکې محمد صادق او د چین ځانګړي استازي یو شیایونګ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره هم لیدلي وو، چې پکې یې د اقتصادي او سیاسي اړیکو ترڅنګ د سیمې د وضعیت په اړه هم خبرې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان سوداګریزې اړیکې د سیاسي او ډیپلوماټیکو کړکېچونو له امله په دې وروستیو میاشتو کې خورا اغېزمنې شوې وې.

نیویارک ټاېمز راپور ورکړی، چې د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) د جلاوطنه افغان ښځینه لوبغاړو پخوانۍ ملي لوبډله په جلاوطنۍ کې په رسمیت پېژندلې ده.
د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه لوبډله د فیفا تر څار لاندې په رسمي دوستانه سیالیو او نړۍوالو تورنمنټونو کې ګډون کولای شي.
فیفا ویلي، چې دغه جلاوطنه ښځینه لوبډله به د یوه کال لپاره د ازمایښتي پروژې په توګه فعاله وي؛ څو په راتلونکې کې د نورو کډوالو لهخوا د ورته لوبډلو د جوړېدو زمینه برابره شي.
فیفا ویلي، دغه اداره به د جلاوطنه افغان ښځینه لوبغاړو او اړوندو بنسټونو په همکارۍ ډېر ژر د دغې نوې لوبډلې جوړښت، تنظیم او فعالیتونو پیل کړي.
له دې سره به د طالبانو د سختو بندیزونو څخه جلاوطنه شوې افغان لوبغاړې یو ځل بیا د سیالیو ډګر کې راڅرګندې شي.
طالبانو نه یوازې په فوټبال؛ بلکې د ښځو پر هر ډول ورزشونو په هېواد کې سخت بندیزونه لګولي، چې له همدې کبله ډېری افغان ورزشکارانې جلاوطنۍ ته اړې شوې دي.
د فیفا مشر جیاني اینفانتینو ویلي:« دا یو تاریخي نوښت دی. فیفا ژمنه لري، چې هره نجلۍ د نړۍ په هر ګوټ کې ان افغان نجونې هم باید وکولای شي فوټبال وکړي.»
که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان فوټبال فدراسیون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو راپورونه ښيي چې دغه نوښت له یاد فدراسیون څخه دباندې ترسره کېږي.
د دغې لوبډلې مالي او تخنیکي ملاتړ به د فیفا د پرمختیايي څانګې لهخوا ورکول کېږي.
تر دې دمخه د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر غړې هم په اسټرالیا کې سره راټولې شوې وې او جلاوطنه لوبډله یې اعلان کړه.
د کرېکټ نړۍوالې شورا له لوري یاده لوبډله په رسمیت وپېژندل شوه او خپله یوه سیالي یې هم ترسره کړه.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې مشر نورالدین ترابي اندېښنه ښوولې، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله په پرلپسې توګه د سېلابونو له ګواښ سره مخ دی او د کروندو تر څنګ د خلک کورونه هم له ګواښ سره مخ دي.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې د (غويي ۲۰مه) د شنبې په ورځ په کابل کې د ایران سفیر سره په ناسته کې کړې دي.
هغه له ایرانه غوښتي، چې طبیعي پېښو ته د رسېدو لپاره باید ورسره د ۳۴۰زره لېټره ډېزلو او ۱۷۰زره لېټره پېټرولو ځانګړې مرسته وکړي.
ترابي ویلي، چې له دغه تېلو څخه به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د بېړنیو پېښو پر مهال ګټه واخلي.
د طالبانو دغه چارواکي د ایران له سفیره د پېښو زیانمنو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو ترسراوي غوښتنه هم کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې علي رضا بېکدلي د دغه ناستې پر مهال د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.
هغه طالبانو ته ډاډ ورکړی، چې د مرستو اړوند مسله به د ایران له حکومت سره شریکه کړي. طالبان داسې مهال سېلاب ځپلو او د طبیعي پېښو زیانمنو ته د مرستو غوښتونه کړې، چې تازه د پکتیا سربېره په خوست کې د سېلابونو له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
همدا راز په دې وروستیو کې په فراه، بدخشان، ننګرهار او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو کې د سختو سېلابونو راوتو له کبله نه یوازې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي؛ بلکې ځاني زیانونه یې هم له ځانه سره لرل.
زرګونه جریبه کروندې، سلګونه کورونه او په بېلابېلو سیمو کې استنادي دېوالونه هم د دغو سېلابونو له کبله ویجاړ شوي دي.
د طالبانو د سختو بندیزونو له کبله له تېرو څلورو کالونو راهیسې یو شمېر نړۍوالو مرستندویه ادارو خپل دفترونه تړلي او له همدې کبله د بشري مرستو په رسولو کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.
د طبیعي پېښو تر څنګ بې روزګاري، لوږه او فقر هم د افغانانو ژوند پر وړاندې لویې ننګوونې بلل کېږي.

په ننګرهار کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو ویلي، چې د خسرګنۍ له لوري د پلار کور ته د ښځې نه پرېښودل «د اسلامي، انساني او اخلاقي حقونو» خلاف عمل دی.
دغه څرګندونې په یاد ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو ریاست محتسبانو د (غويي ۲۰مه) په ننګرهار کې د یوې ښځې هغه شکایت ته د رسېدو پر مهال کړې دي، چې له یوه کال راهیسې یې خسرګنۍ د پلار کور ته د تګ اجازه نه وه ورکړې.
د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادې مېرمنې قضیې ته رسېدنه شوې او خسرګنۍ یې په دې قانع شوې؛ څو هغې ته د پلار کره د تګ اجازه ورکړي.
طالبان داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په ټول هېواد کې یې له محرم پرته د ښځو پر سفرونو سخت بندیزونه لګولي دي.
دغه ډلې له دې سربېره د ښځو په کار، د نجونو په زدهکړو او بېلابېلو برخو کې د محدودیتونو تر څنګ پراخ بندیزونه لګولي، چې د نړۍوالې ټولنې په ګډون یې په کور دننه هم پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
پر افغان ښځو روان بندیزونه د ملګرو ملتونو له لوري د «جنسیتي توپیر» په نامه یاد شوي دي.

په هرات ولایت کې د فلسطین لپاره د مرستو راټولولو مسوول امیرمحمد خادم وایي، چې په یوه کال کې یې ۱۸۰ زره ډالر مرسته راټوله کړې او د غزې خلکو ته یې لېږلې ده. نوموړيد غزې له خلکو سره پر همکارۍ ټينګار کړی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د شنبې په ورځ (د غويي ۲۰مه) په هرات کې د فلسطین لپاره د مرستو د راټولو د مسوول له قوله ویلي، چې دغه مرسته یې په ۳۴ پړاونو کې راټوله کړې.
امیرمحمد خادم ویلي، چې په وروستي پړاو کې یې ۵ زره ډالره مرسته راټوله کړې.
هغه زیاته کړې، چې د غزې خلکو سره د افغانستان د لوېديځو ولایتونو څخه ۱۲ زره ډالره مرسته هم شوې.
نوموړي ويلي: «له فلسطینیانو سره درېدل د مسلمانانو لپاره یو مذهبي او بشري مسوولیت دی.»
طالبانو تر دې وړاندي هم په یو شمېر نورو ولایتونو کې د غزې د خلکو سره د مرستې ټولو کمپيانونه تر سره کړي وه.
اسراییل د مارچ په ۲مه د اوربند پر مهال غزې ته د هر ډول مرستو په داخلېدو بندیز ولګاوه، چې تر اوسه لا هم دوام لري.
د ملګرو ملتونو بېلابېلې مرستندویه ادارې وايي، چې اسراییل غزې ته د بشري مرستو د رسولو مخه نیولې او دا مرستې یې د فشار وسیله ګرځولي دي.
اسراییلي چارواکو د یوه پلان له مخې مرستندویو ادارو ته ویلي، چې یوازې د غزې په سوېل کې یو څو مرکزونه جوړ کړي او هغوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې مرستې د غزې ټولو سیمو ته ورسوي.
د ماشونو د ملاتړ ادارې ویاند وايي، که د اسراییل دا پلان عملي شي، تر ټولو ډېر به ماشومان، زاړه کسان، ناروغان او ټپیانو له سختو ستونزو سره مخ شي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر (اوچا) ویلي، چې د اپرېل میاشتې راهیسې څه باندې ۸۰ هغه ځایونه د توکو د کمښت له امله بند شوي، چې په غزه کې یې خلکو ته خواړه چمتو کول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې هبت الله اخوندزاده له استخباراتيمسولینو سره په لیدنه کې له دوی څخه غوښتي، څو «د اسلامي نظام په وړاندې دې پټ فکرياو تخريبي پلانونه شنډ کړي.» د طالبانو مشر د بندیانو سره پر سم چلند او په شریعت د استقامت سپارښتنې هم کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ (د غويي ۲۰مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د د دوی مشر هبت الله د استخباراتو له مسولینو او کارکوونکو سره په یو ورځني سيمنار کې برخه اخیستې.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې هبت الله د اسختباراتو څخه د نظام په وړاندي د تخریب کوونکو د مخنيوي غوښتنه کړې.
هغه زياته کړې: «استخبارات مکلف دی، چې ټول ښکاره او پټ فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي چې د اسلامي نظام دوښمنان یې پلانوي او غواړي چې داسلامي نظام په خلاف یې عملي کړي.»
نوموړي غوښتنه کړې، چې د «ديني شعایرو او سپکاوي او توهین کوونکو» مخه دې هم ونیول شي.
هبت الله ټينګار کړی، چې استخبارات دې د نورو ادارو سره په ګډه په ټولنه کې شریعت تطبیق او د خلکو ذهنونه جوړ کړي.
د طالبانو لهخوا د «شریعت» تر نامه لاندې د بشري حقونو سرغړونې یو له هغو موضوعاتو څخه دی، چې نړۍواله ټولنه یې په دوامداره توګه اندېښمنه ساتلې ده.
سره له دې چې طالبان خپل زیات شمېر اقدامات د اسلامي شریعت د پلي کېدو په نوم توجیه کوي، خو د بشري حقونو نړۍوال معیارونه او اسلامي اصول بیا دواړه د طالبانو ډېری کړنې د بشري سرغړونو په توګه ګڼي.
واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډله په پرله پسې ډول په ټولنه کې د شریعت په نوم بېلابېل بندیزونه تطبیق کوي، چې په کور دننه او بهر له پراخو نیوکو سره مخ شوي هم دي.
