• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پښتین: پاکستاني پوځ په جاني خېلو کې د هوایي برید په ترڅ کې ۱۴ ښځې او ماشومان ټپیان کړي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۲۱:۴۱ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، چې د پښتونخوا په جاني خېلو سیمه کې پاکستاني پوځ پر عامو بې‌ګناه پښتنو خلکو د بې پيلوټه الوتکو برید کړی، چې تر دې دمه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، ۱۰ مېرمنې او ۴ ماشومان پکې ټپیان شوي دي.

منظور پښتین پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، چې په جاني خېلو کې له وړاندې هم د پوځ له خوا د یوه ځای مشر د وژنې له امله لاریون روان و، چې یاده پېښه رامنځته شوه.

نوموړي د پاکستان پوځ تورن کړی، چې په پښتنو باندې یې ظلم دوام لري. او همدا ډول یې په بنو کې د ولسي پاڅون خبرداری هم ورکړی.

پښتین لیکلي: «یوازې بنو نه، بلکې ټانک، جنوبي او شمالي وزیرستان، تېراه او باجوړ کې هم د عامو پښتنو خلکو پر وړاندې د پاکستاني پوځ ظلم او بربریت دوام لري.په بنو کې د لادرکه ښوونکي "عرفان" د موندلو لپاره سبا د خلکو عام ولسي لاریون (ولسي پاڅون) ترسره کېږي.»

نوموړي همداراز یو شمېر پښتانه سیاسي مشران او خبریالان تورن کړي، چې په پښتنو د روان ظلم په اړه نه یوازې دا چې چوپ دي، بلکې د پاکستان د پوځ ملګرتیا هم کوي.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتي لیکلي: «د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) او عام پښتون ولس د خپلې وسې او توان تر بریده د دې ظلم پر وړاندې خپل مقاومت او اعتراض روان ساتلی دی، خو له بلې خوا د پښتنې سیمو ځینې سیاسي ډلې، ټولنیزې څېرې او خبریالان نه یوازې دا چې پر دې ظلم چوپ دي، بلکې برعکس د پوځ ترڅنګ ولاړ دي، ریلیانې کوي او کمپاینونه ورته چلوې.»

نوموړي همدا راز له پښتون ملت او ټولو انسان‌دوستو کسانو او سازمانونو هیله کړې، چې لږترلږه د دې ظلم پر وړاندې خپل غږ پورته کړي او د روانو لاریونونو ملاتړ وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه مشر تېره ورځ هم ویلي و، چې هند پر پاکستان بریدونه کړي دي خو پاکستان ددغه بریدونو غچ له پښتنو اخیستی او په پښتو سیمو کې هوایي بریدونه کړي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ټي ټي پي د پښین خلکو ته خبرداری ورکړی چې د جګړې اړخ ونه ګرځي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان د بلوچستان په پښین کې د خپل یوه غړي د وژل کېدو په غبرګون کې د سیمې خلکو ته په یوه پیغام کې ویلي، چې جګړه یې د پاکستان د امنیتي ادارو پر وړاندې ده او عام خلک دې د امنیتي ادارو له ملاتړه لاس واخلي.

دغې ډلې د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بلوچستان ایالت د پښین یو شمېر خلکو د تحریک طالبان پاکستان یو غړی د سیمې د یوه پولیس افسر زین الدین د وژل کېدو په غبرګون کې، وژلی دی.

د ټي ټي پي په خبرپاڼه کې د پښین خلکو ته ویل شوي، چې د یادې ډلې جګړه «یوازې د پاکستان د امنیتي ادارو» پر وړاندې ده او دوی دې ددې جګړې برخه نه ګرځي.

ټي ټي پي خلکو ته د طرف ګرځېدو په صورت کې د بدو عواقبو خبرداری ور کړی.

تېره یکشنبه سیمه ییزو پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله راپور ورکړی و، چې د زین الدین په نوم د پولیسو افسر چې په چمن کې یې دنده ترسره کوله، پښین ته په رخصتي تللی و او هلته د نامعلومو وسله والو په ډزو کې ووژل شو.

منظور پښتین: د پاکستان پوځ پښتانه د پي ټي ایم له ملګرتیا لرې ساتل غواړي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۶ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غوځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي پاکستان پوځ د هند او پنجاب په موضوع کې پښتانه د پرديو ملاتړ ته هڅوي؛ خو باخبره کسان، سیاسي تنظیمونه او رسنۍ پر پښتنو د ظلم کولو له موضوع ليرې ساتي. هغه ویلي، چې پاکستان پوځ پښتانه د پي ټي ایم له ملګرتيا منعه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د جمعې په ورځ د (غویي ۱۹مه) په يوې خبرتيا کې له خپلو ولسونو او پښتنو غوښتي، چې له باجوړه تر خیبر تیراه، بنو، ټانک او وزیرستان پوري پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم په اړه ږغ پورته کړي.

نوموړي خپلو ملاتړو ته په پیغام کې ویلي:« د لسیزو راهیسې په پښتنو وحشتونه کوونکې پاکستاني ادارې که هر څومره هم دروغجنې پروپاګنډې خپروي، ظلم، جبر، وحشتونه او کمپاینونه کوي. د خپل مظلوم پښتون ولس سره ودریږئ، د ظلم پر وړاندې روان لاریونونو او احتجاجي پرلتونو کې برخه واخلئ. که دا درته ممکن نه وي، نو په رسنیو کې ورته کمپاین وکړئ، او که دا هم ممکن نه وي، نو لږ تر لږه د ظالم او ظلم ملاتړي مه جوړیږئ.»

د پښتین د معلوماتو له مخي، چې د شمالي وزيرستان په مرعلي کې پاکستاني پوځ پر ځايي کلیو د ډرون بریدونه کړي، یوه ښځه په کې ټپې شوې، همدا ډول په خیبر کې د پوځ په توغنديو کې یوه بله مېرمن وژل شوې او پاکستاني پوځ يو شمېر پښتانه ځوانان او مشران له ځان سره وړي او لادرکه دي.

منظور پښتين زياتوي، چې په خپلو ملګرو باور لري: «پاکستاني پوځ ټولنیز رسنیز کسان، او په پښتنو کې د هغوی ملاتړي، نه یوازې دا چې پښتانه د پردیو ملاتړ ته هڅوي، بلکې د پي ټي ایم خلاف دروغجنه پروپاګنډ هم خپروي، تر څو پښتون ملت د پي ټي ایم له ملګرتیا څخه لیرې کړي او د نورو وطنونو په کیسو پسې يې ملګري کړي.»

نوموړي ټينګار کړی، چې په هر وخت او حالت کې به د خپلو خلکو غږ پورته کوي او د حق اخیستلو لپاره به یې هڅې کوي.

پاکستان له هند سره جګړه کې بوخت؛ ټي ټي پي وايي ۲۰ پاکستاني پوځیان یې وژلي دي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۰۸:۰۳ GMT+۱

په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ له هند سره په جکړه کې بوخت دی، د پاکستاني طالبانو تحریک خبر ورکړی، چې په سوېلي وزیرستان کې یې پر یوې پوسته د پراخو بریدونو په لړ کې ۲۰ پاکستاني عسکر وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي.

ټي ټي پي د (غوايي ۱۹مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د‌ پاکستاني پوځیانو پوسته یې د سپکو او درنو وسلو تر اور لاندې راوستې وه.

خبرپاڼه زیاتوي، په پوسته کې د شپږ عسکرو تر وژل کیدو وروسته یې د پوځیانو هغه کتار هم په نښه کړ، چې د مرستې لپاره سیمې ته راروان و.

پاکستاني طالبانو ادعا کړې، چې په دغو دواړو بریدونو کې یې د ۲۰ پاکستاني عسکرو د وژل کیدو تر څنګ دوه پوځي موټرې هم له منځه وړي دي.

همدا راز ویل شوي، چې له دغو وژل شویو کسانو څخه سپکې او درنې وسلې هم نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې د «ټي ټي پي» د یوه جنګیالي‌ د وژل کیدو یادونه هم شوې ده.

تر اوسه پورې د‌ پاکستان پوځ او ځايي امنیتي ادارو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دغه وسله واله نښته داسې مهال کېږي چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ هم اوج ته رسیدلی او پر یو بل یې هوایي بریدونه کړي دي.

هم مهاله د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو نیوکې کړي، چې پاکستان د یاد کړکېچ سره سره د پښتنو په سیمو کې هوایي بمبارۍ جاري ساتلې دي.

په پښتونخوا او بلوچستان کې نا امنۍ ورځ تر بلې پراخیدونکي دي. په دغو ایالتونو کې د «ټي ټي پي» وسله والې ډلې سربېره بلوڅ بېلتون پالې ډلې هم پراخ فعالیتونه لري.

پاکستان ادعا لري، چې د دغو وسله والو ډلو ترشاه هم د هند پوځي او مالي‌ ملاتړ دی.

له نن سهار راهیسې د تورخم دروازه د پلي تګ راتګ لپاره تړل شوې ده

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۰۷:۴۷ GMT+۱

په تورخم کې سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې له نن سهار راهیسې د تورخم دروازه د پلي تګ راتګ کوونکو پرمخ تړل شوې ده. د دروازه د تړلو لامل نه دی څرګند خو په تورخم کې د‌ پاکستان حکومتي سرچینې وايي، د باران اوبه ډنډ شوې او لاره یې تړلې.

په تورخم کې له سهار راهیسې دواړه غاړو ته سلګونه کسان د تګ راتګ په موخه په انتظار ولاړ دي‌ او لا هم څرګنده نه ده چې لاره به کله پرانېستل شي.

هم مهاله یوه سرچینه وایي، د لارې د بندښت له کبله د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر کې هم ځنډ راغلی دی.

منظور پشتین: هند په پنجاب کې او پاکستان په پښتونخوا کې بمباري کړې

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۱۷:۳۵ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور پشتین د پاکستان پر پوځ تور ولګاوه چې د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې یې پر یوه جومات هوايي برید کړی، چې له امله یې بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

پشتین د چارشنبې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، چې دا بمباري د ټانک ولسوالۍ د وړوکي کلی په سیمه کې شوې.

پشتین وايي، « د شپې هند پر پنجاب د بې پیلوټه الوتکې بریدونه وکړل، خو پاکستان د پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په وړوکي کلي کې پر یوه جومات بم وغورځاوه».

د رپوټونو له مخې، د نیک زمان او محمد انور بیټني په نامه کسان په دې پېښه کې وژل شوي او د ممتاز علي شاه او حکمت الله په نامه نور ټپیان شوي دي.

منظور پشتین دا پېښه « د پښتنو پر ضد د دوامداره تاوتریخوالي او ریاستي ظلم یوه بله بیلګه» وبلله او د جمعې په سهار یې د ټانک ښاروالۍ په تالار کې د شورغږ او پرلت غوښتنه کړې ده.

نوموړي له ولسي خلکو غوښتي، چې په دغه پرلت او اعتراضي غونډه کې برخه واخلي.

پشتین وايي، چې دا ډول پیښې په پښتني سیمو کې عادي شوې، خو پر وړاندې یې نه حکومت اقدام کوي، نه رسنۍ پوښښ ورکوي او نه سیاسي مشران غبرګون ښيي.

نوموړي دا هم وویل چې پر پنجاب د هند د هوايي بریدونو پر وړاندې عاجلې پارلماني غونډې، رسنیز رپوټونه او سیاسي غندنې وشوې.

پشتین زیاته کړه، « د پنجاب پر پېښو هر څوک خواشیني دي، خو زموږ د شهیدانو، ټپیانو او کړیدلو کورنیو غږ څوک نه اوري. نه یوازې غلي دي، بلکې هغه خلک چې له پښتنو سره خواخوږي لري، دولت هغوی ته د حقارت په سترګه ګوري».

پاکستاني چارواکو تر اوسه دپي ټي ایم د ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

پوځ ډېری وخت د قبايلي سیمو د عملیاتو په اړه تبصره نه کوي او دا د ملي امنیت موضوع بولي.