طالبان وایي، پنجشېر کې یې د شاوخوا ۹۷ زره ډالرو په ارزښت زمرد پلورلي دي

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون وایي، چې دغې ډلې په پنجشېر کې د ۹۷ زره او ۵۰۰ ډالرو په ارزښت زمرد په افغان سوداګرو پلورلي دي.

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون وایي، چې دغې ډلې په پنجشېر کې د ۹۷ زره او ۵۰۰ ډالرو په ارزښت زمرد په افغان سوداګرو پلورلي دي.
نوموړي د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې دغه زمرد شاوخوا ۲زره او ۸۴ قیراطه وو.
په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وایي، چې دا مهال په دغه ولایت کې د زمردو کان ۲۱ نوې سيمې رامنځته شوې او کان کېندنې پکې روانې دي.
د دغه ریاست په وینا، په پنجشېر کې د زمردو شاوخوا ۶۰۰ شرکتونه رسمي جوازونه لري او په کارونو بوخت دي.

په ننګرهار کې ځایي طالب چارواکي وایي، چې له پاکستان څخه د تورخم له لارې د راوړل شویو ۱۴ لارۍ الوګانو څخه یې ۱۳ موټره وراسته شوي هغه بېرته پاکستان ته ور ګرځولي دي.
په دغه ولایت کې د کرنې ریاست طالب چارواکي وایي، چې له ټولو لاریو څخه یې نمونې معاینه او وکتلې چې معلومه شوه، یاد راوړل شوي الوګان بې کیفیته دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ مشر مولوي محمد ولي محسن ځایي رسنیو ته ویلي، «د ۱۴ لاریو له جملې یې ۱۳ لارۍ وراسته او یوه لارۍ یې باکیفیته و چې د راتګ اجازه ورکړل شوې.»
په ننګرهار کې د کرنې د برخې متخصیص ډاکټر لاجبر شینواری افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي: «اوس په ننګرهار کې د الوګانو د کرلو وخت نږدې دی، بزګران د کښت لپاره خپلې ځمکې تیاروي، که درست او اصلاح شوي تخمونه وکرل شي نو دهقانان به یو څه ګټه تر لاسه کړي، که نه نو ټوله خواري یې پر سیند لاهو کېږي.»
هغه زیاته کړه: «د کرنې د برخې چارواکي باید د تخمونو په وارداتو کې کفیت ته ډیره توجه وکړي، ځکه غیر اصلاح شوي تخمونه کولې شي د خلکو خوراکي امنیت له ګواښ سره مخ کړي»
بلخوا په ننګرهار کې د کرنې د برخې چارواکي په سوداګرو غږ کوي، چې هېواد ته بې کیفیته توکې نه راوړي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت لپاره د دغې ډلې وزیر نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو سازمان له مشر مېکایل لیپي سره د دغه سازمان اړوندو روغتیایي مرکزونو او خدمتونو د لا ښه والي او پرختیا په اړه خبرې کړې دي.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه خبرې د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو مشر او استازو سره په لیدنه کې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي جلالي په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو اړوندو روغتیایي مرکزونو او خدمتونو د لا ښه والي او پراختیا، د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، په روغتیایي خدمتونو کې روڼتیا، له دغه وزارت سره پر ښې همغږۍ او د داومداره ګټورو خدمتونو په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په دغه لیدنه کې د بې پولې ډاکټرانو مشر ښاغلي میکایل لیپي هم په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي او پراختیا ژمنه کړې او د روغتیایي خدمتونو پر کیفیت او همغږۍ یې ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې په ټکو؛ ښاغلي لیپي دارنګه په هرات، کندوز او هلمند ولایتونو کې پر دوامداره روغتیایي خدمتونو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې دغه مرکزونه به د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ فعال شي.
له بل پلوه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکتر محمد نعیم د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکترانو له مشر ښاغلي میکاېل سره په لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د راستنو شویو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.
ښاغلي نعیم ويلي، د ملاهبت الله د فرمان له مخې د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو بهیر روان دی.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي مېکایل د مېندو او د هغوی د ماشومانو روغتیا او د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د خپلو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.
په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د عنابې ولسوالۍ په بازار کې یې یو شمېر کتاب پلورنځي پلټلي دي. وايي، دوی هغه کتابونه لټول چې د دغې ډلې د حکومت له لوري پرې بندیز لګول شوی.
په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي نصرالله ملکزاده وایي، چې له دې څارنې او پلټنې یې موخه د کتابونو د منځپانګې ارزونه ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبرپاڼه کې د مولوي ملکزاده له قوله راغلي، چې د ټولو هغو کتابونو د خپرېدو مخنیوی کوي چې د «شریعت» او ملي ګټو سره په ټکر کې وي.
بلخوا د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق الله عزيزي څو ورځې وړاندې په یوه غوڼده کې وویل، پر ټولو هغو کتابونو بندیز دی، چې «د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر خلاف دي او ملي یووالي ته زيان رسوي.»
نوموړي له لیکوالانو غوښتي، چې د خاصو خلکو د ستاينې پر ځای د ټولنې واقعیتونه وليکي.
د یادولو وړ ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت درې میاشتي وړاندې کتاب پلورونکو ته امر کړی، چې د «اسلامي ارزښتونو خلاف» کتابونو له چاپ او خپراوي ډډه وکړي.
یاد وزارت ویلي و، چې په ټولو ولایتونو کې د «منع شویو کتابونو» د راټولولو بهیر دوام لري.
د طالبانو دغو بندیزونو ته لیکوالانو او د کتاب مینه والو سخت غبرګونونه هم ښودلي دي.
دوی نیوکې کړې، چې د طالبانو د سخت دریځو افکارو او د بیان پر ازادۍ د بندیز له کبله اوس هېڅوک لا په خپله خوښه مطالعه هم نه شي کولای او خلک اړ باسي چې د طالبي افکارو لرونکي کتابونه ولولي.
ابوظبي ته د ډونالډ ټرمپ د سفر په درشل کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پر متحده عربي اماراتو یې د ۱.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزاتو او الوتکو د خرڅلاو اجازه یې صادره کړې ده.
دغه خلیج هېواد ته وړاندیز شوي پلور کې شپږ بوینګ CH-47 چینوک هلیکوپټرې او نور پوځي تجهیزات شامل دي، چې ارزښت یې ۱.۳۲ میلیارده ډالره دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او نظامي چارو ادارې په وینا، دا خرڅلاو به د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ او ملي امنیت ملاتړ وکړي.
په اعلامیه کې ویل شوي: «متحده عربي امارات به دا تجهیزات د لټون او ژغورنې عملیاتو، طبیعي پیښو سره د مرستې، بشري ملاتړ او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وکاروي.»
امریکایي چارواکو زیاته کړه: «متحده عربي امارات په منځني ختیځ کې د سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم ملګری دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته خپل سفر پیل کړ.
په داسې حال کې چې د پاکستان په ګډون په درېیمو هېوادونو کې د متحدهایالتونو زرګونه افغان همکاران دغه هېواد ته د تګ په تمه دي، امریکا په دې وروستیو کې ۵۹ «سپینپوستو افریقایانو» ته د «نژادي تبعیض د قربانیانو په توګه» پناه ورکړې ده.
د امریکا ولسمشر د روان کال په فبرورۍ میاشت کې پرته له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، د سوېلي افریقا دغې ځانګړې ډلې خلکو ته د لومړیتوب ورکولو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ادعا کړې وه، چې «سپینپوستي افریقایان» له «نسلوژنې» سره مخ دي.
هماغه وخت، د سوېلي افريقا حکومت ټینګار کړی و چې په دغه هېواد کې د «سپینپوستو د سېستماتیکې ځورونې په تړاو هېڅ ډول شواهد نشته او د اېلان ماسک په ګډون یې د ټولو خواوو دا ادعاوې په کلکه رد کړې وې.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د متحدهایالاتونو ادارې دا اقدام په امریکا دننه او بهر کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
یو شمېر امریکايي سیاستوالو او بنسټونو د ټرمپ دا اقدام «یوې ځانګړې ډلې» ته ترجیح ورکول بللي دي.
په متحدهایالاتو کې د اسقفي کلیسا د دې ځانګړې ډلې د مېشتېدو په برخه کې له همکارۍ غوښتنې وروسته پرېکړه کړې، چې نور د کډوالو په موضوع کې د امریکا له فدرالي ادارې سره همکاري نهکوي.
شان روو د کلیسا پیروانو ته په یوه لیک کې ویلي دي: «دا ډېره دردونکې ده چې د پناهغوښتونکو یوې ځانګړې ډلې ته په غېرمعمولي ډول ترجیح ورکول کېږي، په داسې حال کې چې ډېری نور په سختو شرایطو کې کلونه کلونه انتظار باسي.»
ورته مهال، د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې لوړپوړې ډېموکراټې سناتورې جېن شاهین دا اقدام «سیاسي» او «مغشوشونکی» بللی او په وینا یې، دا «پرېکړه د تاریخ د بیا لیکلو او په لېست کې یوې ځانګړې ډلې ته د لومړیتوب ورکولو» هڅه ده.
دا پرېکړه داسې مهال له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې، چې د پاکستان په ګډون په درېیمو هېوادونو کې د امریکا کېس لرونکي زرګونه افغانان په یوه ناڅرګند وضعیت کې را ایسار دي.
د پاکستاني پولیسو لهخوا ځورول، شکنجه، پیسېشکول او ان له دغه هېواده افغانستان ته په جبري ډول لېږل، هغه ننګونې دي چې افغان کډوال ورسره لاس او ګرېوان دي.
د راپورونو پر بنسټ، شاوخوا ۱۱۰ زره افغانان چې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته په افغانستان کې پاتې دي، د وېزو د ترلاسهکولو او یا خوندي هېواد ته د لېږدولو په تمه دي. همدا ډول شاوخوا ۹۰ زره نور افغانان په درېیمو هېوادونو کې انتظار کوي، چې نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.