• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ای‌ار‌سي د افغانانو لپاره د امریکا د «لنډمهاله خوندي وضعیت» پر ختمولو اندېښنه ښودلې

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۶:۲۷ GMT+۱

د ژغورنې نړۍوالې کمیټې (ای‌ار‌سي) د بیا استوګنې، پناه غوښتنې او ادغام د پروګرامونو مشر هانس وان دی ویرد، د امریکا د کورنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت (ټي‌پي‌ایس) د ختمولو پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې.

هانس وان دی ویرد د سې شنبې په ورځ وویل: «موږ د امریکا د کورنیو چارو وزارت له دې پرېکړې ژوره اندیښنه لرو. که دا پرېکړه نافذه شي، نو له ۹۰۰۰ زیات افغانان به د اخراج له خطر سره مخ شي».

یاده کمیټه وايي، افغانستان دنړیوالې ژغورنې کمېټې د ۲۰۲۵ کال په اضطراري څار لېست کې د نړۍ یو تر ټولو کمزوری بشري بحران لرونکو هېوادونو په توګه ثبت شوی او د(ټي‌پي‌ایس)لرونکو افغانانو بیرته ستنول به د دې وضعیت په لا بدتره کولو کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: "د(ټي‌پي‌ایس) لرونکي افغانان د امریکا په ټولنو، ښوونځیو او کاري ځایونو کې ارزښتناک غړي دي. د لنډمهاله خوندي وضعیت پای ته رسېدل نه یوازې هغو کسانو ته زیان رسوي چې د امنیت او ساتنې لپاره پرې تکیه کوي، بلکې هغو ټولنو ته هم تاوان رسوي چې د هغوی له ونډې څخه ګټه اخلي."

د ژغورنې نړیوالې کمیټې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، امریکا کې د ۱۲ زره افغانانو لپاره قضایي، د استوګنې، کار ملاتړ او حقوقي خدمات وړاندې کړي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې مشر په دې اړه وویل: «موږ د امریکا له حکومت څخه غواړو چې عاجل دې دغې زیانمنې پالیسۍ ته بیا کتنه وکړي.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۱:۲۵ GMT+۱

طالبان د رسمي راپورونو او نړۍوالو سرچینو د شمېرو پر بنسټ وایي، چې یوازې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې څه باندې یو میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د کډوالو له‌پاره د ۳۵ ښارګوټو طرحې جوړې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د طالبانو مشر ملا هبت الله د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون رامنځته کړ.

دغه کمېسیون دا دنده لري، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د پراخ راستنیدو په صورت کې د هغوی د استوګنې، ژوند ژواک، لومړنیو خدمتونو او نورو ټولنیزو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

د طالبانو کور او ښار جوړولو وزارت د معلومات له مخې، د هېواد ۲۵ ولایتونو کې د کډوالو د ۳۵ ښارګوټو طرحې جوړې شوي او په ځینو ولایتونو کې د مستحقو کسانو له‌پاره د نمرو وېش هم پیل شوی دی.

طالبان وايي چې دا ښارګوټي په داسې توګه ډیزاین شوي، چې کډوالې کورنۍ پکې په لنډ مهاله او یا دایمي توګه په ډاډ سره ژوند کولی شي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د مسوولینو په وینا، تر دې دمه په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه ننګرهار، خوست، کندهار، نیمروز، هرات، فاریاب، پکتیا او غزني کې ګڼ شمېر ښارګوټي د جوړېدو په درشل کې دي.

له پاکستان او ایران څخه هره ورځ لسګونه افغان کډوال په جبر بېرته هېواد ته استول کېږي، چې طالبانو د سرحدي سیمو په اوږدو کې ورته لنډمهاله کمپونه جوړ کړي دي.

له نن سهار راهیسې د تورخم دروازه د پلي تګ راتګ لپاره تړل شوې ده

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۰۷:۴۷ GMT+۱

په تورخم کې سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې له نن سهار راهیسې د تورخم دروازه د پلي تګ راتګ کوونکو پرمخ تړل شوې ده. د دروازه د تړلو لامل نه دی څرګند خو په تورخم کې د‌ پاکستان حکومتي سرچینې وايي، د باران اوبه ډنډ شوې او لاره یې تړلې.

په تورخم کې له سهار راهیسې دواړه غاړو ته سلګونه کسان د تګ راتګ په موخه په انتظار ولاړ دي‌ او لا هم څرګنده نه ده چې لاره به کله پرانېستل شي.

هم مهاله یوه سرچینه وایي، د لارې د بندښت له کبله د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر کې هم ځنډ راغلی دی.

پاکستان د افغان موټر چلوونکو د ویزې اسانتیا پای ته رسوي

۱۸ غویی ۱۴۰۴ - ۸ می ۲۰۲۵، ۱۱:۲۴ GMT+۱

پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې د مې له ۳۰مې وروسته به افغان موټر چلوونکي یوازې هغه وخت پاکستان ته داخل شي، چې د اعتبار وړ ویزه ولري، ځکه د موقتي داخلېدو سند (TAD) یوه کلنه موده په همدې نېټه پای ته رسېږي.

چارواکو ویلي، د تورخم په پوله یې د (TAD) ختمېدو اعلانونه په ښکاره ځایونو کې لګولي دي او افغان موټر چلوونکو ته یې په شفاهي توګه هم ویلي چې له دې وروسته به یوازې هغه کسان پاکستان ته پرېښودل کېږي چې پاسپورټ کې د اعتبار وړ ویزه ولري.

100%

پاکستاني چارواکي دې ته د یو سند رژیم نوم ورکړی او د دوی په وینا دا د پاکستان هغې پالیسۍ ته اشاره کوي چې پر بنسټ یې افغان وګړي باید پاکستان ته د داخلېدو، وتلو او استوګنې لپاره د اعتبار وړ پاسپورټ او ویزه ولري.

افغانستان انټرنشنل په تورخم کې له چارواکو سره د موقتي داخلېدو سند (TAD) د تمدید په اړه خبرې کړې دي.

چارواکو ویلي، افغان موټر چلوونکو ته خبر ورکړل شوی چې د یاد سند د اعتبار موده به د روانې میاشتې تر پایه پای ته ورسېږي. خو دا لا روښانه نه ده چې دا اسناد به بېرته تمدید شي او که نه.

چارواکو دا هم ویلي چې دغه سند له دې مخکې تمدید شوی دی.

چارواکو زیاته کړې، د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د تنظیم لپاره، د دواړو هېوادونو موټر چلوونکو ته ځانګړې اسانتیا ورکړل شوې وه چې د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره دواړو خواوو ته تګ راتګ وکړای شي.

خو ډېری موټر چلوونکي له پاسپورټ پرته وو، یا یې د مالي ستونزو له امله نه‌شوای کولای پر وخت اړین اسناد تر لاسه کړي.

د دې ستونزې د حل لپاره، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزارتونو پر موقتي داخلېدو سند (TAD) هوکړه وکړه، چې د ۲۰۲۴ کال د می له لومړۍ نېټې څخه نافذ شو. دغه سند موټر چلوونکو او د هغوی همکارانو ته چې د سفر قانوني اسناد نه‌لري، موقتي قانوني اسانتیا برابره کړې وه.

یاد اقدام د دې لپاره و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو وسایطو تګ راتګ تنظیم او قانوني شي او پر فعالیتونو ښه څارنه وشي.

د پاکستان حکومت ۶۲۱ افغان کډوال په جبري توګه له خپل هېواده اېستلي

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۶ GMT+۱

د ترلاسه شویو شمېرو له مخې، د شنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) د تورخم له لارې د افغانانو د ایستلو په دوامداره لړۍ کې ۶۲۱ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته استول شوي دي. په دې ډله کې ۲۲۸ تنه هغه افغانان دي چې قانوني اسناد لري، خو ۱۵۸ نور بیا هېڅ ډول د مېشتېدو قانوني اسناد نه لرل.

همداراز د پاکستان حکومت هغو افغان کډوالو ته چې له ملګرو ملتونو سره ثبت دي، د روان زېږدیز کال د جون تر پایه وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې تر یادې نېټې وروسته به د پي او ار کارت لرونکو پر وړاندې جدي اقدامات پیل شي او پولیس به هغوی په زور بېرته افغانستان ته واستوي.

چارواکو ټینګار کړی، چې دا ځل د افغانانو د اېستلو لپاره ټاکل شوې نېټه نه بدلېږي.

د بشري حقونو او د کډوالو ملاتړ کوونکو سازمانونو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو جبري اېستل ودروي، خو ښکاري چې اسلام‌اباد دا ځل دغو غوښتنو ته ډېر پام نه دی کړی.

پاکستان په داسې حال کې د افغان کډوالو اېستلو لړۍ چټکه کړې، چې په افغانستان کې بشري ناورین او فقر خپل اوج ته رسېدلی دی. د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په هېواد کې لوږه زیاته شوې او د بې‌روزګارۍ کړکېچ هم ورځ تر بلې ژورېږي.

په پاکستان کې تر دوو میلیونو زیات افغان کډوال مېشت دي او باور دا دی چې که د بېرته ستنولو لړۍ همداسې دوام وکړي، نو د افغانستان روان ناورین به لا پسې پراخ شي.

طالبان: تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه تر ۳ زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

۱۳ غویی ۱۴۰۴ - ۳ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۱

د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، چې تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام‌کلا او ابریشم پله له لارې له پاکستان او ایران څخه ۳,۶۱۳ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، ۲۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱،۴۰۰ کسانو ته رسېږي، د تورخم له لارې، ۸۵۰ تنه د سپین بولدک له لارې او ۱۵۵ تنه د بهرامچې له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي.

همداراز، ۴۹۶ تنه د نیمروز له ابرېښم پله او ۷۱۲ تنه د هرات له اسلام‌کلا څخه د ایران له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

کمېسیون زیاتوي، چې دغه راستانه شوي کډوال څخه یې ځیني لنډمهالو پنډغالو کې ځای پر ځای کړي او ځیني یې خپلو اصلي مېنو ته لېږلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ لا هم روانه ده. نړۍوالو بشري او مرستندویه سازمانونو خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته بېرته ستنېدونکي کډوال له جدي بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. هغوی وايي، د مرستو منابع یې کمې شوې دي او د کډوالو د ملاتړ لپاره یې د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

سره صلیب نړۍواله کمېټې خپل تازه راپور کې ویلي، چې یوازې د اپریل په میاشت کې، شاوخوا ۱۴۵،۰۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه اېستل شوي، چې د فېبرورۍ پرتله اته برابره زیات دي.

دغه کمېټه زیاتوي، چې له پاکستان او ایران څخه ډېری راستنېدونکي کډوال له سخت حالت سره مخ دي، او ان ځینې وختونه څلور کورنۍ د یوې خیمې لاندې ژوند کوي.