• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ظاهر قدیر وايي د امریکا له «ایډیالوژیکي تحمیل» سره د مخالفت له امله نیول شوی

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۳:۲۶ GMT+۱
 Office of The Director Of Public Prosecutions
Office of The Director Of Public Prosecutions

د افغانستان په مخکیني جمهوري نظام کې د ولسي جرګې مرستیال عبدالظاهر قدیر د نایروبي محکمې ته ویلي، چې امریکا ته د هغه د استرداد غوښتنه «سیاسي بڼه» لري او د هغه د هغو اوږدمهاله مخالفتونو پایله ده چې د واشنګټن د «ایډیالوژیکي تحمیل» پر ضد یې کړي.

د کینایي رسنیو د رپوټ له مخې، ظاهر قدیر محکمې ته په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې کینیا ته د سوداګرۍ لپاره راغلی و.

ظاهر قدیر ویلي، چې د افغانستان د ملي یووالي جبهې د غړي او پخواني مرستیال ولسمشر حاجي عبدالقدیر زوی دی او د سولې کاروان مدني حرکت مشري یې کړې ده.

نوموړي د خپل وکیل له لارې له محکمې وغوښتل چې د افغانستان او امریکا ترمنځ تاریخي ترینګلتیا ته پاملرنه وکړي.

د ظاهر قدیر وکیل محکمې ته وویل: « دا قضیه د دواړو هېوادونو ترمنځ د جیوپولیتیکي کشمکش انځور دی. کینیا یوازې د دې پراخې جګړې له ډګرونو څخه یو غوره شوی او که موضوع په احتیاط ونه څېړل شي، ښايي کینیا په دې شخړه کې ښکیله شي». خو محکمې د نوموړي غوښتنه رد کړې ده.

د عبدالظاهر قدیر وکیل له محکمې غوښتي، چې د حکم د تطبیق موقتي ځنډ منظور کړي چې د استیناف لپاره وخت ولري. خو قاضي دا غوښتنه هم رد کړه او ویې ویل چې استیناف له ځنډ پرته هم ممکن دی.

د نایروبي محکمې پرېکړه کړې، چې نوموړی د مخدره توکو د قاچاق او د غیر قانوني وسلو د لرلو په تور په متحده ایالاتو کې مطلوب دی، باید امریکا ته وسپارل شي.

د میلیماني عالي جزایي قاضي بنمارک اېکهوبي په مشرۍ دا حکم وايي، چې د قدیر د استرداد غوښتنه مشروع ده او د وړاندې شویو شواهدو له مخې د استرداد شرایط پوره شوي دي.

د نایروبي د عامه دعوو مشر څارنوال ویکتور جوما اوويتي محکمې ته وویل چې تورونه د نشه‌یي توکو قاچاق او غیرقانوني وسلو درلودل دي او دا د استرداد لپاره مشروع بنسټ برابروي.

د محکمې قاضي وروسته وویل: « زما په اند، اړتیا وړ شواهد وړاندې شوي دي. زه دا غوښتنه موجه ګڼم، نو د نیولو حکم تاییدوم او حکم ورکوم چې تورن باید امریکا ته وسپارل شي چې هلته د تورونو ځواب ووايي».

ظاهر قدیر له قطر نه کینیا ته د سفر پرمهال د اپریل پر۱۴مه په نایروبي کې له سفاري پارک هوټل نه ونیول شو.

د متحده ایالاتو د نیویارک د جنوبي ولسوالۍ فدرالي محکمې د مارچ پر۲۵مه نېټه د قدیر د نیولو حکم صادر کړی و.

هغه د مخدره موادو د قاچاق، د درنو وسلو ساتلو د توطیې په تور تورن دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ملا برادر په مشرۍ؛ د طالبانو پلاوی د کازان په غونډه کې د ګډون لپاره سبا روسیې ته ځي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۳:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې سبا چهارشنبه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو لوړپوړی پلاوی د کازان په ۱۶م اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کوي. په دغه پلاوي کې د طالبانو صنعت او سوداګرۍ او ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیران هم شامل دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خپل اېکس لیکلي، چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د کازان ۱۶م اقتصادي فورم کې ددې ډلې د ګډون کوونکي پلاوي مشورتي ناسته کې د سفر په اړه د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو د پلاوي له غړو سره لازم معلومات شریک کړل او د ملا عبدالغني برادر له لوري ورته لازمې سپارښتنې وشوې.

له دې وړاندې د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي و، چې یاد فورم ترڅنګ به دا پلاوی له روسي چارواکو سره هم جلا جلا ناستې ولري او د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه به هم خبرې وکړي.

کازان اقتصادي فورم به د می میاشتې له ۱۴مې نېټې تر ۱۶مې دوام ولري او په دې نړیواله غونډه کې د ۷۸ هېوادونو شاوخوا ۲۰ زره استازي برخه اخلي.

د می پر ۱۵مه به د فورم رسمي پرانیسته ترسره شي، چې پکې د روسیې مرستیال لومړی وزیر الکسي اوورچوک به د روسیې ـ افغانستان د سوداګرۍ ځانګړي فورم مشري هم وکړي.

دغه راز د می پر ۱۶مه عمومي غونډه کې به د «ډیجیټل تحول» موضوع تر بحث لاندې ونیول شي او همداراز د «ستراتېژیک لید ډلې» ناسته به د «روسیه - اسلامي نړۍ» تر سرلیک لاندې مهم بحثونه ولري.

د نورو فرهنګي پروګرامونو ترڅنګ معتدل یا «د حیا» پر بنسټ فېشن نندارتون هم په دغه فورم کې ښودل کیږي.

د روسیې له‌خوا د طالبانو پر فعالیتونو د شاوخوا ۲۰ کلن بندیز لرې کول، د منځنۍ اسیا هېوادونو او مسکو لپاره له دې ډلې سره د اړیکو تودولو دروازې پرانیستې دي.

طالبانو په بلخ کې ۷۱۰ پولیس له نظامي زده کړو فارغ کړل

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۱

طالبان وايي، په بلخ ولایت کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه ۷۱۰ سرتېري نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې له مسلکي زده کړوفارغ شوي. د یادې ډلې په وینا، په دې دوره کې ۷۱۰ سرتېري له دريو مياشتو نظامي او فکري زده کړو فارغ شول، چې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې به په دندو وګمارل شي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتی اژانس د رپوټ له مخې نن سې شنبه، د غويي ۲۳مه، په بلخ کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه ۷۱۰ پولیسو د فراغت غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندان پاسوال قاري روح الله عبیده پیلوټ له فارغو شویو پولیسو غوښتنه وکړه، چې «طالبان بايد د نظامي رتبو لپاره نه بلکې د تقوا او غوره کارنامو لپاره او د اسلامي تاریخ د رنګین ساتلو لپاره هلې ځلې وکړي».

د بلخ ولایت د طالبانو د تعلیماتو مرکز قوماندان محمد صابر الفت په یادو مراسمو کې د طالبانو مسلکي کول خپل کاري لومړیتوب وباله او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به خپلې هڅې ونه سپموي.

طالبان په دې وروستیو کې د اقتصادي ستونزو له امله د امنیتي ارګانونو په لیکو کې د شل فیصده تنقیص د تطبیق په درشل کې دي خو دې مسالې ددې ډلې غړو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

طالبان: په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۱:۲۵ GMT+۱

طالبان د رسمي راپورونو او نړۍوالو سرچینو د شمېرو پر بنسټ وایي، چې یوازې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې څه باندې یو میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د کډوالو له‌پاره د ۳۵ ښارګوټو طرحې جوړې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د طالبانو مشر ملا هبت الله د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون رامنځته کړ.

دغه کمېسیون دا دنده لري، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د پراخ راستنیدو په صورت کې د هغوی د استوګنې، ژوند ژواک، لومړنیو خدمتونو او نورو ټولنیزو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

د طالبانو کور او ښار جوړولو وزارت د معلومات له مخې، د هېواد ۲۵ ولایتونو کې د کډوالو د ۳۵ ښارګوټو طرحې جوړې شوي او په ځینو ولایتونو کې د مستحقو کسانو له‌پاره د نمرو وېش هم پیل شوی دی.

طالبان وايي چې دا ښارګوټي په داسې توګه ډیزاین شوي، چې کډوالې کورنۍ پکې په لنډ مهاله او یا دایمي توګه په ډاډ سره ژوند کولی شي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د مسوولینو په وینا، تر دې دمه په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه ننګرهار، خوست، کندهار، نیمروز، هرات، فاریاب، پکتیا او غزني کې ګڼ شمېر ښارګوټي د جوړېدو په درشل کې دي.

له پاکستان او ایران څخه هره ورځ لسګونه افغان کډوال په جبر بېرته هېواد ته استول کېږي، چې طالبانو د سرحدي سیمو په اوږدو کې ورته لنډمهاله کمپونه جوړ کړي دي.

ندا محمد ندیم: په پوهنتونونو کې د خیالي محصلینو مخه نیول شوې ده

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، چې پوهنتونو کې د خیالي محصلینو مخه نیول شوې ده. د ندا محمد ندیم په مشرۍ د دغه وزارت رهبرۍ شورا ناسته کې مسوولینو ته سپارښتنه شوې، چې له بیت المال څخه سمه استفاده او له غفلت څخه ډډه شوې وي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سې شنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم په مشرۍ د دغه وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوې.

ندا محمد ندیم په دې ناسته کې وویل:«په تېرو څو کلونو کې د لوړو زده کړو وزارت په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ مثبت او تاریخي بدلونونه راغلی دي، کیفیت ته پاملرنه زیاته شوې او په پوهنتونونو کې د خیالي محصلینو مخنیوی شوی دی.»

ندا محمد ندیم همداراز د دې وزارت له بېلابېلو مسولینو او د شورا له غړو غوښتنه وکړه، چې خپلې کړنې د اسلامي ارزښتونو سره سمې کړي او اسلامي نظام ته د خپلې ژمنتیا روحیه لا پیاوړې وساتي، څو له بیت المال څخه سمه استفاده او له غفلت څخه ډډه شوې وي.

د طالبانو لوړو زده‌کړو وزارت وايي، چې په دې ناسته کې د دولتي پوهنتونونو له لوري د خصوصي لوړو زده‌کړو بنسټونو د څارنې لارښود، د طالبانو د تحصیلي نهادونو د فوق لیسانس پروګامونو د ازموینې لارښود، د تحصیلي بنسټونو د تدریس کیفیت لوړولو طرحه، لیسانس برنامو کې د تحصیلي دورې د مودې ټاکنه او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په تړاو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د راپورونو له مخې د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو راهیسې، دغه ډلې د ښوونځیو او پوهنتونونو پر ځای دیني مدرسو ته زیات تمرکز کړی دی او د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو له امله اوس د ځوانانو لېوالتیا د عصري زده کړو پر وړاندې راکمه شوې ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې تېرو درېیو کالو کې شاوخوا ۲۳ زره مدرسې جوړې شوي دي.

طالبان: یو چینایي شرکت د ډبرو سکرو له لارې د برېښنا تولید برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د "سن جینګ الکتریک"په نوم چینایي شرکت په افغانستان کې د ډبرو سکرو له لارې د برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سې شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د یاد وزارت مرستیال احمدالله زاهد د دغه شرکت له استازي سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي او د پانګونې موضوع یې ورسره څېړلې ده.

د سن جینګ الکتریک شرکت استازي په دې لیدنه کې ویلي چې غواړي د افغانستان له شتمنیو په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو، څخه د برېښنا تولید له‌پاره استفاده وکړي. نوموړي له وزارت څخه د لازمو اسانتیاوو او همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

زاهد په دې ناسته کې وویل: "افغانستان د پانګونې لپاره یو خوندي او مناسب چاپېریال لري او اوس مهال په بېلابېلو سکتورونو کې بې‌سارې اسانتیاوې برابرې شوې دي."

نوموړي له دغه شرکت څخه غوښتي چې خپل کاري پلان د پانګونې له ریاست سره شریک کړي، ترڅو د ریاست متخصصین پرې تخنیکي نظریات ورکړي او د پلان د لا پیاوړتیا لپاره مرسته وکړي.

باید وویل شي، چې افغانستان د خپلو پراخو طبیعي زیرمو او کانونو په لرلو سره په سیمه او نړۍ کې ځانګړی مقام لري.

د کارپوهانو په وینا، که دغه زېرمې په سمه توګه مدیریت شي، افغانستان به په راتلونکي کې د سیمې یو له بډایه هېوادونو څخه شي.

د یادونې وړ ده چې دا هڅې په داسې حال کې روانې دي چې طالب چارواکي هڅه کوي بهرني پانګوال وهڅوي څو په انرژي، کانونو، کرنې او نورو برخو کې پانګونه وکړي.