د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ریاض ته ورسېد

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سې شنبه (د غوایي ۳۲مه) د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته ورسېد. دا د ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست دویم پړاو کې د هغه لومړی ډیپلوماټیک سفر دی.