• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د افغان کډوالو د خوندي وضعیت د نه تمدید په اړه د امریکا پرېکړه مثبته بللې

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغان کډوالو لپاره د لنډمهالي خونديتوب وضعیت د نه‌تمدید پرېکړې په اړه د امریکا د کورني امنیت وزارت وروستی اقدام مثبت بللی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سې‌شنبه په ورځ (د غویي ۲۳مه) په خپلې اېکس‌پاڼه کې د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي، دا پرېکړه په افغانستان کې د امنیتي او اقتصادي وضعیت د ښه‌والي او د شته حقایقو درک څرګندوي.
د نوموړي په خبره: «دا د اسلامي امارت [طالبان] له اړخه د هېوادني امنیت، اقتصاد او نورو برخو په لړ کې د مثبتو لاسته‌راوړنو په هکله یو څرګند اعتراف دی.»
بلخي همداراز زیاته کړې، دا ډله چمتو ده چې د متحده ایالتونو او نورو هېوادونو سره د هغو افغانانو د بېرته راستنېدو په اړه چې نور په کوربه هېواد کې د پاتې کېدو شرایط نه پوره کوي، رغنده خبرې وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي: «افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان د ازاد تګ و راتګ حق لري.»
بلخي د دوه اړخیزو میکانیزمونو او افغانانو ته د قونسلي خدمتونو پر اهمیت ټینګار کړی او زیاتوي، چې یاده ډله له منل شویو معیارونو سره سم د پېچلتیاوو مخنیوی کوي، د ملي امنیت اندېښنو ته ځواب وایي او د راستنېدونکو عزت او حقونه تضمینوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د افغان کډوالو لپاره د لنډمهالي خونديتوب وضعیت (ټي‌پي‌‌اېس) به نور تمدید نه شي.
د یاد وزارت د اعلامیې له مخې، دا وضعیت به د ۲۰۲۵ کال د مې په ۲۰مه پای ته ورسېږي او د جولای په ۱۲مه به په بشپړ ډول له منځه لاړ شي.
د دغه وزارت په خبره، د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او نور د ټي پي اېس شرایط نه پوره کوي.
دا پرېکړه داسې مهال کېږي، چې اوس‌مهال د پاکستان په ګډون په درېیمو هېوادونو کې د امریکا کېس لرونکي زرګونه افغانان په یوه ناڅرګند وضعیت کې را ایسار دي.
دغه افغانان چې ډېری یې خبریالان، د مدني ټولنې فعالان او د تېر حکومت کارکوونکي دي، هېواد ته له بېرته ستنېدو وېرېږي او له خپل امنیت څخه ډاډمن نه دي.
طالبانو په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د ښځو د حقونو لسګونه فعالان، خبریالان د تېر حکومت امنیتي ځواکونه او چارواکي نیولي، بندیان کړي او تر سختو شکنجو لاندې یې نیولي، چې دا ټول د دې لامل شوي ډېری افغانان هېواد ته له ستنېدو ویره ولري.
د دې ترڅنګ له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځیو د دروازو بندېدل له هغو نورو اساسي ستونزو ګڼل کېږي، چې افغانې کورنۍ نه غواړي بېرته خپل هېواد ته ستنې شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د سولې ولسي حرکت غړی له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو په زندان کې دی

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۹:۰۹ GMT+۱

د هلمند لږترلږه دوو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ومنله، چې د سولې ولسي حرکت غړی او ټولنیز فعال عبدالمالک همدرد له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د هلمند طالب استخباراتو نیولی او دمګرۍ د ګرشک ولسوالۍ په زندان کې بندي دی.

سرچینو د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) زیاته کړې، چې نوموړی د طالبانو د ګرشک ولسوالۍ استخباراتو نیولی، خو له نیول‌کېدو سره یې سم د څېړنو لپاره د لښکرګاه مرکزي زندان ته لېږلی دی.

د سرچینو په خبره، عبدالمالک همدرد له څېړنو وروسته بېرته د طالب استخباراتو اړوند د ګرشک ولسوالۍ زندان ته استول شوی او دمګرۍ په همدغه زندان کې بندي دی.

سرچینو د نوموړي د نیول‌کېدو لامل په ټولنیزو رسنیو کې پر طالبانو نیوکې بللې دي.

د سولې ولسي حرکت یاد ټولنیز فعال ته نږدې یوه بله سرچینه وايي، چې د هغه اقتصادي وضعیت زښت زیات کمزوری دی او د کورنۍ یوازینی سرپرست بلل کېږي.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، د هلمند ولایت د طالبانو د ګرشک ولسوالۍ او همداراز د دغه ولایت مرکز لښکرګاه چارواکي د همدرد په تړاو له رسنیو سره خبرې نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د دیني عالم مولوي بشیراحمد حنفي د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل - پښټو ته ویلي، چې نوموړی له مصر نه تر راستنېدو یوه ورځ وروسته د طالبانو استخباراتو نیولی دی.

د سرچینې په خبره، هغه له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو په زندان کې دی.

ویل کېږي، چې بشیراحمد حنفي له بې‌بې‌سي سره تر یوې مرکې وروسته د طالبانو استخباراتو بندي کړی، خو د کورنۍ غړي یې بیا وایي چې تر اوسه د هغه د نیول‌کېدو په تړاو معلومات نه‌لري.

په داسې حال کې چې نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو ګڼ بنسټونو په وار-وار له طالبانو غوښتي چې د خلکو نیول ودروي، خو یادې ډلې دا هرڅه له پامه غورځولي او د ټولنیزو فعالانو، خبریالانو او ان عام هېوادوالو نیولو ته یې دوام ورکړی دی.

طالبانو د کندهار په شالمار مېله کې پر انځور او ويډيو اخیستلو بندیز لګولی

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۹:۰۷ GMT+۱

طالبانو د کندهار په شالمار مېله کې د نورو بندیزونو ترڅنګ پر انځور او ویډیو اخیسلتو بندیز لګولی او خبريالانو ته یې ګواښ کړی، چې له دې مېلې به ویډيويې راپورونه نه جوړوي. د شالمار مېله د احمدشاه بابا له سلطنت راهیسې هر کال د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې جوړېږي.

له کندهار څخه سرچینو د سې شنبه په ورځ (د غويي ۲۳مه) ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبین خبريالانو ته اجازه نه ورکوي، چې د مېله والو سره ويډيو مرکې وکړي او انځورونه واخلي.

د سرچينو په خبره، د ارغنداب ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو خبريالان د څو ساعتونو لپاره په خپل دفتر کې کښېنولي و او ګواښ يې ورته ورکړی، چې انځور او ویډيو به نه اخلي.

سرچینې زياته کړې: «د ارغنداب ولسوالۍ د امربالمعروف کارکوونکو ۷ خبريالان له مېلې څخه د انځور او ویډیو اخیستلو پرمهال خپل دفتر ته غوښتي او ورته ویلي یې دي، چې د والي او مشرتابه د امر له مخې انځور او ویډیو بنده ده.»

د سرچينې په خبره، چې طالبانو د خبريالانو له کېمرو څخه د مېلې اخیستل شوي انځورونه او ويډيو هم له منځه وړي دي.

څو مېله والو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د امربالمعروف ریاست کارکوونکي په دوامداره توګه په موټرونو کې ګزمې کوي او خلکو ته سپارښتنې کوي، چې «ځانونه پر شریعت برابر» کړي.

سرچينه زیاتوي، دغه مېلې ته د ډيورنډ کرښې د ها غاړې او یو شمېر بهر مېشتې افغانان هم ورغلي او محتسبینو ترې غوښتې، چې «خپلې ږېرې ببرې او ځانونه اصلاح کړي.»

شالمار مېله د پسرلي په موسم کې د توتانو له پخېدو سره سم پیلېږي او له شلو څخه تر ۴۰ ورځو دوام کوي.

مېله وال د ارغنداب په شنو باغونو کې د غېږ نیونې، اتڼ او سندرو ویلو ترڅنګ د ډبرې غورځولو، دوره خط او نورې سیمه ییزې لوبې کوي، خو د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په دې میله کې په سندرو ویلو او اتڼ کولو بندیز لګول شوی دی.

ځیني لیکوالان وايي، د شالمار مېله د دودیزو لوبو، کلتورونو او یووالي د ژوندي ساتلو یوه ښه نمونه ده او طالبان باید د خلکو د خوښیو او د کندهار د سیمه ییزو دودونو مخنیوی ونه کړي.

د طالبانو مشر «د ښاري طرحو د «غوره پلیتابه» لپاره نوی فرمان صادر کړی

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۷:۱۲ GMT+۱

د ښاري پراختيا د شفافيت، همغږۍ او موثر تطبيق د تضمين لپاره د طالبانو مشر نوی فرمان صادر کړی، چې له مخې یې د ښاري طرحو اړوند معلومات بايد عامو خلکو ته د رسنيو، جوماتونو، ټولنيزو استازو او نورو مناسبو وسايلو له لارې خپاره شي.

د هبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې، د کور او ښار جوړولو وزارت، کابل ښاروالي او د ولايتونو او ولسواليو اړوند ښاري ادارې مکلفې شوې دي، چې د ښاري پلانونو اړوند معلومات په برېښنايي او چاپي بڼه خپاره او خلکو ته ورسوي.

په فرمان کې راغلي، هغه سيمې چې تازه د ښاري ساحو برخه ګرځېدلې دي خو لاهم تفصيلي طرحه نه لري، بايد ورته بشپړې طرحې جوړې او خپرې شي.

طالبان دا د ښاري پراختيايي نظم د پياوړتيا لپاره مهم ګام بولي.

په فرمان کې د دې ډلې د چارو ادارې او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست ته دنده سپارل شوې، چې د دغه فرمان تطبيق له نږدې وڅاري او ډاډ ترلاسه کړي چې ښاري ادارې یې پر وخت او دقيق ډول عملي کوي.

په فرمان کې راغلي، چې دا فرمان له توشيح وروسته نافذ شوی او باید په رسمي جریده کې خپور شي.

طالبانو دخوست، پکتیا، بدخشان او بامیان پوهنتونونو تر ۳۰۰ ډېر استادان او کارکوونکي ګوښه کړل

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۶:۲۶ GMT+۱

په خوست،پکتیا، بدخشان او بامیان کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د «تنقیص» تر نامه لاندې په دغو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو استادان او کارکوونکي ګوښه کړي. سرچينې زیاتوي چې ١٢٠ تنه په خوست، ۷۰ په پکتیا، ٥٠ په باميان او ٥٠ تنه په بدخشان کې ګوښه شوي.

سیمه ییزو سرچینو د سې شنبې په ورځ د غويي ۲۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د خوست له شیخ زاید پوهنتون څخه د ګوښه شویو استادانو او کارکوونکو لیست چمتو کړی او ځینې یې کور ته لیږلي دي.

د معلوماتو له مخې، په دغه لیست کې په عمده توګه هغه استادان شامل دي، چې په جمهوري نظام کې یې د ماسټرۍ، دوکتورا او پروفیسورۍ درجې درلودې.

طالبانو ټینګار کړی، چې د ښوونکو د ګوښه کولو پروسه به دوام ولري.

سرچینو دا هم زیاته کړه، چې له استادانو سره یوځای، ممکن د پوهنتون یو شمیر خدماتي کارکوونکي، پخلیوال او اداري کارمندان هم له دندو ګوښه شي.

د شیخ زاید پوهنتون د یوه استاد په وینا، طالبان دا اقدامات د "تنقیص" په پلمه ترسره کوي، خو هڅه کوي چې استادان له دندې ګوښه کړي او پر ځای یې د دیني مدرسو ملایان وګوماري.

د سرچینو په وینا، په دې لېستونو کې ټول د جمهوري نظام د ماسټرۍ، پوهاندۍ او دوکتورا درجې درلودونکي استادان په نښه شوي او په وینا یې، دا لړۍ به دوام ولري.

په پکتیا پوهنتون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پکتیا ۷۳ کسانو د تنقیص له ډلې ۱۵ یوازې کدري استادان دي او نور یې اداري مدیران او کارکوونکي دي.

د پکتیا پوهنتون یو ګوښه شوي استاد افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو دا اقدام یوه بهانه وه چې لوستي خلک له دندې لرې کړي او پر ځای یې له دې ډلې سره تړلي خلک وګوماري.

د بامیان پوهنتون یوې سرچینې تایید کړه، چې طالبانو د پوهنتون ۳۳ استادان له دندو ګوښه کړي دي. د معلوماتو له مخې، د پوهنتون ۲۰ اداري کارکوونکي هم له دندو ګوښه شوي دي.

په بامیان ولایت کې سرچینو وویل چې ډیری ګوښه شويو استادانو، چې هزاره او شیعه مذهبه وو، ماسټرۍ او دوکتوراوې درلودې.

د بدخشان ولایت اسناد هم ښیي، چې طالبانو د ولایت د عامه پوهنتون شاوخوا ۳۶ استادان او اداري کارمندان له دندو ګوښه کړي دي.

خو ځینو سرچینو په دغه ولایت کې د ګوښه شویو کسانو شمېر ۵۱ تنه ښودلی دی.

په بدخشان کې سرچینو وویل چې دا وړاندېز څو میاشتې وړاندې سپارل شوی و خو په رسمي ډول د دوشنبې په ورځ، د غويي په ۲۲ مه عملي شو.

د یادونې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې د ننګرهار، کونړ، پروان، لغمان، بدخشان او یو شمېر نورو دولتي پوهنتونونو د جمهوري نظام یو شمېر مسلکي استادان د بېلابېلو پلمو له‌مخې ګوښه کړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښه‌کېدل په سېستماتیک شکل روان دي او یاده ډله هڅه کوي، چې په دې ځایونو کې له خپلې ایډيالوژۍ سره جوړ او د مدرسو ملایان وګوماري.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان پر روان وضعیت غونډه کړې

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۵:۴۹ GMT+۱

د ډله ییز امنیت تړون سازمان د وزیرانو شورا تر چتر لاندې د افغانستان د چارو د کاري ډلې ۴۱مه غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې شوې او د متوجه امنیتي ګواښونو له اړخه اندېښنې ښودل شوې دي.

د یاد سازمان د وزیرانو شورا ټینګار کړی، چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) غړي هېوادونه باید د افغانستان له ولس سره خپلو بشري او اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي.

په غونډه کې د یاد سازمان مرستیال سرمنشي سومات اردوبایف، د غړو هېوادونو استازو او د یو شمېر نړیوالو ادارو استازو ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو دا هم څرګنده کړې، چې د افغانستان له وضعیت څخه باید دوامداره څارنه وشي او د سولې د پروسې د پیاوړتیا لپاره سیمه‌ییزې هڅې همغږې شي.

په یاده غونډه کې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر، د منځنۍ اسیا لپاره د ملګرو ملتونو سیمه‌ییز مرکز، د ګډو هڅو مرکز، د ګډو ځواکونو د قوماندانانو د شورا همغږوالې ادارې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازو هم برخه لرله.