• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ډله ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان پر روان وضعیت غونډه کړې

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۵:۴۹ GMT+۱

د ډله ییز امنیت تړون سازمان د وزیرانو شورا تر چتر لاندې د افغانستان د چارو د کاري ډلې ۴۱مه غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې شوې او د متوجه امنیتي ګواښونو له اړخه اندېښنې ښودل شوې دي.

د یاد سازمان د وزیرانو شورا ټینګار کړی، چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) غړي هېوادونه باید د افغانستان له ولس سره خپلو بشري او اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي.

په غونډه کې د یاد سازمان مرستیال سرمنشي سومات اردوبایف، د غړو هېوادونو استازو او د یو شمېر نړیوالو ادارو استازو ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو دا هم څرګنده کړې، چې د افغانستان له وضعیت څخه باید دوامداره څارنه وشي او د سولې د پروسې د پیاوړتیا لپاره سیمه‌ییزې هڅې همغږې شي.

په یاده غونډه کې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر، د منځنۍ اسیا لپاره د ملګرو ملتونو سیمه‌ییز مرکز، د ګډو هڅو مرکز، د ګډو ځواکونو د قوماندانانو د شورا همغږوالې ادارې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازو هم برخه لرله.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان د کازان په اقتصادي غونډه کې د خپلې ډلې له بیرغ سره ګډون کوي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۵:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د ملابرادر د دفتر رییس عبدالله عزام پر خپل اېکس یو انځور خپور کړی، چې د تاتارستان په کازان اقتصادي غونډه کې د نورو هېوادونو بیرغونو په څنګ کې د طالبانو بیرغ هم لیدل کېږي. تمه ده، چې سبا د طالبانو یو پلاوی په دې غونډه کې ګډون وکړي.

دا لومړی ځل دی، چې د روسیې په خودمختاره سیمه تاتارستان کې د کازان په ۱۶م اقتصادي فورم کې د نورو هېوادونو د بیرغونو ترڅنګ د افغانستان د ملي بیرغ پرځای، طالبانو بیرغ لیدل کېږي.

دغه بیرغ داسې مهال د نورو بیرغونو په منځ کې اېښودل کیږي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د وري په ۱۸مه نېټه وویل چې طالبانو ته یې د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د وتلو رسمي حیثیت ورکړی.

روسیې دغه اقدام له کابل سره د پوره او رسمي همکارۍ لپاره یو ګام بللی و.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي و: «دا پرېکړه د روسیې او افغانستان د خلکو په ګټه ده. موږ غواړو چې له افغانستان سره په نشه‌ یي توکو او ترهګرۍ ضد مبارزه، سوداګرۍ، پانګونې او نورو برخو کې ګټورې اړیکې ولرو».

روسیې همداراز د داعش-خراسان څانګې پر ضد د طالبانو اقداماتو ته هرکلی ویلی دی.

ټاکل شوې، چې سبا د چارشنبې په ورځ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو جګپوړی پلاوی روسیې ته سفر وکړي او د تاتارستان په کازان اقتصادي فورم کې برخه واخلي.

طالبان تراوسه پورې هیڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي او د افغانستان ملي بیرغ تر اوسه په نړیوالو غونډو او مجالسو کې اېښودل کیږي.

سعودي په راتلونکو ۴ کلونو کې په امریکا کې ۶۰۰ میلیارد ډالره پانګونه کوي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۴:۵۶ GMT+۱

د سعودي عربستان د پانګونې وزیر خالد الفالح د سې شنبې په ورځ د سعودي-امریکا د پانګونې فورم پر مهال اعلان وکړ چې سعودي عربستان به په راتلونکو څلورو کلونو کې په امریکا کې ۶۰۰میلیارد ډالره پانګونه وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکو ته لا پراختیا ورکړي.

الفالح وویل، « دغه نوښت د ولیعهد او صدراعظم شهزاده محمد بن سلمان د لیدلوري په رڼا کې دی، چې موخه یې د دواړو ملتونو ګډو اقتصادي ګټو ته وده ورکول دي».

نوموړي دا خبرې د پاچا عبدالعزیز نړیوال کنفرانس مرکز کې وکړې.

الفالح د دواړو هیوادونو د استازو د لوړې کچې اړیکو ستاینه وکړه، او ویې ویل چې دا له باور او مشارکت د ډکو اړیکو څرګندونه کوي، چې له ۹۰ کلونو راهیسې دوام لري.

نوموړي وویل چې همدا اړیکې د سعودي ارامکو د بنسټ او ودې سبب شوې.

هغه زیاته کړه چې د ویژن ۲۰۳۰له لارې د پانګونې نوې لارې پرانیستل شوي، چې مختلف سکتورونه پکې شامل دي.

نوموړي وویل: « د سعودي عربستان بازار د نړۍ له لسو سترو او چټکو وده کوونکو بازارونو څخه دی. پانګونې او ستروپانګه‌والو ته دلته بېساری فرصتونه برابریږي».

ظاهر قدیر وايي د امریکا له «ایډیالوژیکي تحمیل» سره د مخالفت له امله نیول شوی

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۳:۲۶ GMT+۱

د افغانستان په مخکیني جمهوري نظام کې د ولسي جرګې مرستیال عبدالظاهر قدیر د نایروبي محکمې ته ویلي، چې امریکا ته د هغه د استرداد غوښتنه «سیاسي بڼه» لري او د هغه د هغو اوږدمهاله مخالفتونو پایله ده چې د واشنګټن د «ایډیالوژیکي تحمیل» پر ضد یې کړي.

د کینایي رسنیو د رپوټ له مخې، ظاهر قدیر محکمې ته په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې کینیا ته د سوداګرۍ لپاره راغلی و.

ظاهر قدیر ویلي، چې د افغانستان د ملي یووالي جبهې د غړي او پخواني مرستیال ولسمشر حاجي عبدالقدیر زوی دی او د سولې کاروان مدني حرکت مشري یې کړې ده.

نوموړي د خپل وکیل له لارې له محکمې وغوښتل چې د افغانستان او امریکا ترمنځ تاریخي ترینګلتیا ته پاملرنه وکړي.

د ظاهر قدیر وکیل محکمې ته وویل: « دا قضیه د دواړو هېوادونو ترمنځ د جیوپولیتیکي کشمکش انځور دی. کینیا یوازې د دې پراخې جګړې له ډګرونو څخه یو غوره شوی او که موضوع په احتیاط ونه څېړل شي، ښايي کینیا په دې شخړه کې ښکیله شي». خو محکمې د نوموړي غوښتنه رد کړې ده.

د عبدالظاهر قدیر وکیل له محکمې غوښتي، چې د حکم د تطبیق موقتي ځنډ منظور کړي چې د استیناف لپاره وخت ولري. خو قاضي دا غوښتنه هم رد کړه او ویې ویل چې استیناف له ځنډ پرته هم ممکن دی.

د نایروبي محکمې پرېکړه کړې، چې نوموړی د مخدره توکو د قاچاق او د غیر قانوني وسلو د لرلو په تور په متحده ایالاتو کې مطلوب دی، باید امریکا ته وسپارل شي.

د میلیماني عالي جزایي قاضي بنمارک اېکهوبي په مشرۍ دا حکم وايي، چې د قدیر د استرداد غوښتنه مشروع ده او د وړاندې شویو شواهدو له مخې د استرداد شرایط پوره شوي دي.

د نایروبي د عامه دعوو مشر څارنوال ویکتور جوما اوويتي محکمې ته وویل چې تورونه د نشه‌یي توکو قاچاق او غیرقانوني وسلو درلودل دي او دا د استرداد لپاره مشروع بنسټ برابروي.

د محکمې قاضي وروسته وویل: « زما په اند، اړتیا وړ شواهد وړاندې شوي دي. زه دا غوښتنه موجه ګڼم، نو د نیولو حکم تاییدوم او حکم ورکوم چې تورن باید امریکا ته وسپارل شي چې هلته د تورونو ځواب ووايي».

ظاهر قدیر له قطر نه کینیا ته د سفر پرمهال د اپریل پر۱۴مه په نایروبي کې له سفاري پارک هوټل نه ونیول شو.

د متحده ایالاتو د نیویارک د جنوبي ولسوالۍ فدرالي محکمې د مارچ پر۲۵مه نېټه د قدیر د نیولو حکم صادر کړی و.

هغه د مخدره موادو د قاچاق، د درنو وسلو ساتلو د توطیې په تور تورن دی.

د ملا برادر په مشرۍ؛ د طالبانو پلاوی د کازان په غونډه کې د ګډون لپاره سبا روسیې ته ځي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۳:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې سبا چهارشنبه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو لوړپوړی پلاوی د کازان په ۱۶م اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کوي. په دغه پلاوي کې د طالبانو صنعت او سوداګرۍ او ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیران هم شامل دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خپل اېکس لیکلي، چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د کازان ۱۶م اقتصادي فورم کې ددې ډلې د ګډون کوونکي پلاوي مشورتي ناسته کې د سفر په اړه د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو د پلاوي له غړو سره لازم معلومات شریک کړل او د ملا عبدالغني برادر له لوري ورته لازمې سپارښتنې وشوې.

له دې وړاندې د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي و، چې یاد فورم ترڅنګ به دا پلاوی له روسي چارواکو سره هم جلا جلا ناستې ولري او د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه به هم خبرې وکړي.

کازان اقتصادي فورم به د می میاشتې له ۱۴مې نېټې تر ۱۶مې دوام ولري او په دې نړیواله غونډه کې د ۷۸ هېوادونو شاوخوا ۲۰ زره استازي برخه اخلي.

د می پر ۱۵مه به د فورم رسمي پرانیسته ترسره شي، چې پکې د روسیې مرستیال لومړی وزیر الکسي اوورچوک به د روسیې ـ افغانستان د سوداګرۍ ځانګړي فورم مشري هم وکړي.

دغه راز د می پر ۱۶مه عمومي غونډه کې به د «ډیجیټل تحول» موضوع تر بحث لاندې ونیول شي او همداراز د «ستراتېژیک لید ډلې» ناسته به د «روسیه - اسلامي نړۍ» تر سرلیک لاندې مهم بحثونه ولري.

د نورو فرهنګي پروګرامونو ترڅنګ معتدل یا «د حیا» پر بنسټ فېشن نندارتون هم په دغه فورم کې ښودل کیږي.

د روسیې له‌خوا د طالبانو پر فعالیتونو د شاوخوا ۲۰ کلن بندیز لرې کول، د منځنۍ اسیا هېوادونو او مسکو لپاره له دې ډلې سره د اړیکو تودولو دروازې پرانیستې دي.

طالبانو په بلخ کې ۷۱۰ پولیس له نظامي زده کړو فارغ کړل

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۱

طالبان وايي، په بلخ ولایت کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه ۷۱۰ سرتېري نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې له مسلکي زده کړوفارغ شوي. د یادې ډلې په وینا، په دې دوره کې ۷۱۰ سرتېري له دريو مياشتو نظامي او فکري زده کړو فارغ شول، چې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې به په دندو وګمارل شي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتی اژانس د رپوټ له مخې نن سې شنبه، د غويي ۲۳مه، په بلخ کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه ۷۱۰ پولیسو د فراغت غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندان پاسوال قاري روح الله عبیده پیلوټ له فارغو شویو پولیسو غوښتنه وکړه، چې «طالبان بايد د نظامي رتبو لپاره نه بلکې د تقوا او غوره کارنامو لپاره او د اسلامي تاریخ د رنګین ساتلو لپاره هلې ځلې وکړي».

د بلخ ولایت د طالبانو د تعلیماتو مرکز قوماندان محمد صابر الفت په یادو مراسمو کې د طالبانو مسلکي کول خپل کاري لومړیتوب وباله او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به خپلې هڅې ونه سپموي.

طالبان په دې وروستیو کې د اقتصادي ستونزو له امله د امنیتي ارګانونو په لیکو کې د شل فیصده تنقیص د تطبیق په درشل کې دي خو دې مسالې ددې ډلې غړو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.