• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګلبدین حکمتیار: د پاكستان تجزيه به د سیمې د نقشې تغيير او د افغانستان د تجزيې مقدمه وي

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۰:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۶:۰۰ GMT+۱

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خبرداری ورکړی چې د بلوڅانو له لارې د پاکستان تجزیه به د ټولې سیمې نقشه بدله کړي او دا به د افغانستان د تجزیې مقدمه وي. حکمتیار وايي، «هند بلوچستان او خيبر پښتونخوا د سرو زرو په پتنوس كې كابل ته نه ډالۍ كوي».

حکمتیار په خپله تازه لیکنه کې وايي،چې که د بلوڅانو په نامه یو خپلواک هېواد جوړېږي، یواځینی ګټونکی به هند وي.

حکمتیار وايي، « دا حالت يوازې پاكستان نه بلكي افغانستان او ايران یې هم نه شي منلى. په دې سيمه كي فقط هند هغه هېواد دی چي كېداى شي دا حالت د ځان په ګټه وانګېري».

د حکمتیار په باور، له پاکستان نه د بلوچستان بېلتون به د ایران او افغانستان بلوڅان هم له دغه خوځښت سره یوځای کېدو ته وهڅوي.

نوموړي د دې مفکورې مخالفت کړی، چې ګواکې د بلوچ ازادۍ خوځښت به له پاکستان څخه تر بېلتون وروسته له افغانستان یا ایران سره یوځای شي، «دا به كوم كم عقله انسان وي چي ګومان كوي بلوڅان به د بلوچ ليبريشن مومنټ تر مشرۍ لاندې له پاكستان د بېلتون په صورت كې له افغانستان يا ايران سره يو ځاى شي يا به افغانانو ته د لوى افغانستان جوړولو مجال او فرصت په لاس ورشي».

حکمتیار د بلوچستان د تجزیې خطر له تاریخي لیدلوري هم څیړلی، او وايي چې انګریزانو له سیمې د وتلو پر مهال په قصدي ډول بلوڅان په دریو برخو افغانستان، پاکستان، او ایران وویشل او همداسې یې پښتانه د ډیورند کرښې له لارې سره جلا کړل.

نوموړي همداراز ادعا کړې چې د امریکا د شل کلن «اشغال» پر مهال، واشنګټن هند ته په افغانستان کې د پراخو استخباراتي فعالیتونو اجازه ور کړې وه او د ملي امنیت ریاست به تل هندپلوه څېرو ته سپارل کېده.

حکمتیار د قومي برابري او اسلامي ورورولۍ ملاتړ کړی، خو ټینګار یې کړی چې دا ډول مبارزې باید د تجزیې، نفرت او عداوت سبب نه شي.

حکمتیار وايي، د پاکستان تجزیه به د ټولې سیمې د نقشې د تغییر او د افغانستان د تجزیې مقدمه وي.

حکمتیار وايي، اوس كه د بلوچانو په نامه مستقل هېواد جوړېږي نو دا به د دې سيمې د ټولي اوسنۍ نقشې په تغيير منتج كېږي، د ايران او افغانستان بلوڅان به هم هڅوي چې له دوى سره يو ځاى شي او دا حالت يوازې پاكستان نه بلكې افغانستان او ايران یې هم نه شي منلى.

نوموړی زیاتوي، چې « هند به يوازې د پنجاب، سند او كشمير په نيولو بسنه نه كوي او بلوچستان او خيبر پښتونخوا به د سرو زرو په پتنوس كي كابل ته نه ډالۍ كوي، بلكې په كابل كې به هم خپل لاسپوڅى حكومت جوړوي».

د حزب اسلامي ددغه مشر په وینا، كه هند په خپل ګاونډ كې خپلواک او ځواكمن بنګله دېش، سريلانكا او پاكستان نه شي زغملى نو څنګه به هغه خپلواک او ځواكمن افغانستان مني چې پر ډیلي یې څو پېړۍ حكومت كړى.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو یو پلاوی د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړ

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۰۹:۴۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت وایي، چې د دغه شرکت د اجرایه مشر عبدالباري عمر په مشرۍ یو پلاوی د کاسا زر پروژې په اړه ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړ.

دغه شرکت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په یاده ناسته کې د کوربه تاجکستان په ګډون د قرغزستان، افغانستان، پاکستان او اسلامي پراختیایي بانک استازي هم ګډون کوي.

د اعلامیې له مخې؛ په دغه ناسته کې به د پروژې په اړه «هر اړخیزې» خبرې وشي.

‏په اعلامیه کې راغلي، په ‏جوړې شوې ناسته کې به د پروژې د چارو په اوسني وضعیت، پرمختګونو، د ستونزو پر حل لارو او ګڼو نورو اړخونو او راتلونکو پلانونو خبرې وشي.

اعلامیه زیاتوي، چې د برېښنا شرکت د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د دغه پروژې بشپړولو ته ژمن دی.

تر دې وړاندې د تېر کال په کب میاشت کې نړۍوال بانک ویلي و، چې په افغانستان کې د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد مزي پروژې د جوړولو کار د دغې پروژې د شریکو هېوادونو قرغزستان، ازبکستان او پاکستان په غوښتنه پیلوي.

د نړۍوال بانک د پرېکړې له مخې، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د جوړولو ټول لګښتونه به له افغانستانه بهر او د طالبانو له اداري سیسټمونو لرې اداره کېږي.

که څه هم دغه پروژه د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ځنډېدلې وه؛ خو نړۍوال بانک د تېر کال په وروستیو کې وويل، چې اوس به پر دې پروژې ۱۱۰ مېلیونه ډالر ولګول شي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه له منځنۍ اسیا څخه سوېلي اسیا ته برېښنا لېږدوي. دغه پروژه په ۲۰۱۶ کال کې په تاجکستان کې د سیمه‌ییزو هېوادونو مشرانو په ګډون پرانیستل شوه او ټاکل شوې وه، چې د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتې پورې بشپړه شي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا په لرلو د افغانستان له اوو ولایتونو تېرېږي او له پاکستان سره نښلول کېږي.

پاکستان تېره ورځ له ۸۰۰ ډېر افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۷ GMT+۱

د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو په جبري توګه د ستنولو په دویم پړاو کې تېره ورځ ۸۷۳ تنه افغانان افغانستان ته ستانه کړي دي.

د پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د رسمي شمېرو له مخې په ستانه کړای شویو کې ۱۶۹ تنه (ACC) کارت لرونکي او ۷۰۴ نور یې نااسناده افغان کډوال شامل دي.

دغه ادارې خبریالانو ته په لېږلو معلوماتو کې ویلي، ۶۹۰ تنه یې د تورخم او ۱۴ نور یې د انګور اډې له لارې استولي دي.

د دغو معلوماتو پر اساس پاکستان تر دې دمه یوازې د تورخم له لرې ۵۷۵۳۶۵ تنه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.

بلخوا پاکستان له هند سره د اوربند تر اعلان وروسته یو ځل بیا د افغان کډوالو پر وړاندې خپل اقدامات سخت کړي، چې د ښځو او بشري حقونو د فعالانو نیونې او جبري ستنول په کې شاملې دي.

کارپوهان وايي، دا نیونې د پاکستان د تکراري سیاست یوه برخه ده، چې له بهرني فشار وروسته، خپل تمرکز افغان کډوالو ته اړوي.

په تېرو ورځو کې په اسلام‌اباد کې یو شمېر افغان کډوال، په ځانګړي ډول هغه ښځې چې د طالبانو له محدودیتونو دغه هېواد ته تښتېدلې وې، د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د بشري حقونو ډلې پر پاکستان نیوکه کوي، چې دغه نیونې د کډوالۍ نړیوالو اصولو خلاف دي او د هغو ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، چې د جنسیتي توپیر له کبله یې له افغانستان نه تیښته کړې ده.

ملګري ملتونه: د مرستو کمېدو د ښځو مرستندویه سازمانونه تر ټولو زیات زیانمن کړي

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۰۸:۰۶ GMT+۱

د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وایي، چې د مرستو کمېدو هغه مرستندویه سازمانونه سخت زیانمن کړي، چې د افغانستان په ګډون د نړې تر ټولو له زیاتو زیان منونکو ښځو سره مرسته کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو دغه ادارې ویلي، چې د مرستو کمېدو د شپږو میاشتو په اوږدو کې د سروې شویو سازمانونو نیمایي څخه ډیر د تړل کیدو له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د جنیوا دفتر مشرې صوفیا کالټورپ خبریالانو ته وویل: «ډیری د ښځو سازمانونه اوس د دې خطر سره مخ دی. له دوی څخه غوښتل کیږي چې په لږو امکاناتو ډیر څه وکړي.»

هغې زیاته کړه، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو ځنډول، چې بیاکتنه یې روانه ده، د پروژو لپاره د دې ادارې د تمویل څخه د ۴۰ میلیون ډالرو څخه ډیر اغیزمن کړي، چې په بحراني سیمو کې یې د ښځو او نجونو لپاره ویجاړونکې اغیزې رامنځته کړې دي.

کالټورپ د بېلګې په ډول وویل، په افغانستان کې، ښځې او نجونې باید د اساسي روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره ساعتونه مزل وکړي ځکه، چې ځینې ورنږدې روغتیایی تاسیسات تړل شوي دي.

د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د راپور موندنې ښیي، چې د مرستو کمېدو د ۴۱۱ ښځو په مشرۍ او د ښځو د حقونو سازمانونو ۹۰ سلنه اغیزمن کړي.

په دغه راپور کې راغلي، که چېرې د ښځو مرستندویه سازمانونو ته پر وخت مرستې ورنه کړل شي نو په راتلونکو شپږو میاشتو کې به وتړل شي.

د یادولو وړ ده، له هغه وخته چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوري په میاشت کې د دویمې دورې لپاره واک ته راستون شو، د هغه ادارې په یوه بیاکتنه کې په ملیاردونو ډالره بهرنۍ مرستې کمې کړې، چې موخه یې د هغه د "امریکا لومړی" بهرنۍ پالیسۍ سره د پروګرامونو سمون ډاډمن کول دي.

پر ډیورنډ کرښه خرلڅیو کې د طالبانو او پاکستان حکومت په ګډه همکارۍ یو روغتون جوړ شو

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۰۷:۳۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښه نیت او ګډې همکارۍ د ودې لپاره پر ډیورنډ کرښه د کورمې په خرلڅیو ترمینل کې د پاکستان د پوځ او طالبانو په همکارۍ یو روغتون جوړ شو.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه روغتون د لابراتوار، درملتون، د زړه د ناروغیو د ازموینو، د وینې فشار او د شکرې د معاینې لپاره په عصري روغتیایي اسانتیاوو سمبال دی.
هغه زیاته کړې، چې دغه روغتون به پر ډیورنډ کرښه مېشتو خلکو او افغان وګړو لپاره ښې روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي.
د هغه په وینا؛ د دغه روغتون په پرانیست غونډه کې د طالبانو او پاکستان لوړپوړو پوځي او اداري چارواکو او قومي مشرانو برخه اخیستې وه.
هغه وایي، د دغه روغتون د جوړولو اصلي موخه د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستانه اړیکو پیاوړتیا ده.

خو نوموړي نه دي ویلي، چې دغه روغتون په یو وخت د څومره ناروغانو د درملنې وړتیا لري.

د طالبانو له‌خوا هم لا تر اوسه پورې د دغه روغتون د پرانیستې په اړه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو ازبکستان ته ۴۰۰۰ متره مربع مرمر ډبرې ډالۍ کړې

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۰۷:۱۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ارګ وايي، چې د دغې ډلې د ریاست الوزرا ملا حسن اخوند په غوښتنه یې د افغانستان څلور زره متره مربع مرمر ډبرې ازبکستان ته ډالۍ کړې.

د طالبانو له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ډالۍ د طالبانو د رییس الوزرا د دفتر عمومي رییس عبدالواسع له‌خوا د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف او د سورخندریا والي اوګلوبیک قاسموف په شتون کې د ازبکستان لوري ته په ګډ بازار کې سپارل شوې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي د دغه هېواد د مرمر ډبرو د ترلاسه کولو پر مهال وویل چې «د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې په کلتوري، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې پراخې شوې دي، او په سیمه ییزه کچه، دا یو لوی بدلون دی.»

طالبان وايي، چې عصمت الله ارګاشیف وویل: «ازبکستان هڅه کوي، چې له افغانستان سره خپلې ښې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي، د ستونزو لپاره چټک حل لارې ومومي، او په پوله کې سوداګري، اقتصاد، ټرانزیټ او نور پرمختګونه زیات کړي؛ ځکه چې دا د دواړو هیوادونو په ګټه دي.»

د طالبانو د ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا مرمر د هرات ولایت د چشت ولسوالۍ له یوې کان څخه دي او د امام بخاري زیارت د بیارغونې لپاره دې هیواد ته ډالۍ شوی دي.

د طالبانو دغه پلاوې په داسې حال کې ازبکستان ته سفر کوي، چې د پلاوي مشر عبدالواسع د ملګرو ملتونه د بندیزونو له لېست کې شامل دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو ورځو کې سیمه ییزو او ګاونډیو هیوادونو ته د طالبانو د چارواکو سفرونه زیات شوي دي او په ورته وخت کې د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر عبداللطیف منصور هم په ازبکستان کې دی او د «ازبکستان د انرژۍ اوونۍ په نړیوال فورم» کې یې ګډون کړی دی.