له خبریالانو د ملاتړ سازمان: طالبانو په غزني او تخار کې څلور نیول شوي خبریالان شکنجه کړي

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، په غزني او تخار ولایتونو کې د طالبانو استخباراتو لهخوا نیول شويو څلورو خبریالانو سره دغې ډلې ناوړه چلند کړی او هغوی یې شکنجه کړي هم دي.
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په افغانستان کې د بیان ازادي او د رسنیو فعالیت له جدي ګواښ سره مخ دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د بیان ازادي زموږ د ټولنې بنسټیز ارزښت دی او ورته ورپېښ هر ډول ګواښ د ټولنې راتلونکی له ناوړه پایلو سره مخ کوي.»
طالبانو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په غزني ولایت کې خبریال، ممثل او د خواله رسنیو فعال سلیمان راحل او په تخار ولایت کې درې نور خبریالان سېدمنیر هدف، اسدالله تېمور او نصرتالله ابراهیمي نیولي دي.
په خبرپاڼه کې د سلیمان راحل د ملګري په حواله راغلي، چې د هغه د نیول کېدو او برخلیک په اړه هېڅ معلومات نهلري.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالب استخباراتو لهخوا دغه ډول کړنې بیان ازادۍ ته ښکاره ګواښ بولي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه دول کړنې نه یوازې د خبریالانو لپاره کاري فضا تنګوي؛ بلکې ټولنه هم تر ناوړو اغېزو لاندې راولي.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي، چې ژر تر ژره دې دغه نیول شوي خبریالان خوشې کړي.