• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان د خبریال حمید فرهادي د خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۷:۰۲ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، خبریال حمید فرهادي دې سمدلاسه او بې له قید و شرطه خوشی شي.دغه سازمان د چارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي، حمید فرهادي کوم جرم نه دی کړی، د بیان ازادي او د بشري حقونو دفاع جرم نه دی.

حمید فرهادي په جلاوطنۍ کې له یوې ازادې ورځپاڼې سره همکاري لرله. نوموړی د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۳مه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له‌خوا ونیول شو. نوموړی د سپټمبر په ۱۹مه، له دې پرته چې قانوني مدافع وکیل ته لاسرسی ولري، په دوه کاله بند محکوم شو.

پر هغه تور پورې دی، چې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه‌یې د خپلو ژورناليستي راپورونو له لارې "تبلیغات" خپاره کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، چې حمید فرهادي د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۸مه، پرته له دې چې کورنۍ یې خبره کړي، له پلچرخي زندان نه په ناڅاپي توګه بګرام زندان ته انتقال شوی. د هغه کورنۍ ته یوازې میاشت کې یو ځل د ۳۰ دقیقو لپاره د لیدو اجازه ورکول کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کوي، چې د بیان ازادي او د بشري حقونو دفاع جرم نه دی او د خبریالانو زنداني کول د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

بل‌خوا د افغانستان د ژورناليستانو مرکز (AFJC) تخار ولایت کې د دریو سیمه‌ییزو خبریالانو نیول غندلي او له طالبانو یې د سمدستي او بې‌قید و شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې.

دا خبریالان، د اریانا نیوز ټلوېزیون خبریال نصرت‌الله ابراهیمي او له هغه سره دوه ازاد خبریالان، منیر هدف او اسدالله تیمور دي. دوی د ۲۰۲۵ کال د می په ۵مه د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې ونیول شول.

د افغانستان د ژورناليستانو مرکز د شمېرو له مخې، دا مهال لږ تر لږه ۱۰ خبریالان په ټول هېواد کې نیول شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

په کازان فورم کې د ګډون په موخه؛ د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی تاتارستان ته رسېدلی

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د دغې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی په کازان ناسته کې د ګډون په موخه تاتارستان ته رسېدلی.

یاد پلاوی هلته د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تللی، چې د سیمې او نړۍ له بېلابېلو هېوادونو اقتصادي استازي او چارواکي پکې ګډون کوي.

د کازان نړیوال هوايي ډګر ته د رسېدو پر مهال، له طالب پلاوي د تاتارستان جمهوریت د رهبر د مرستیال له‌خوا هرکلی شوی.

دغه سفر داسې مهال کیږي، چې د فورم په څنډه کې د نورو هېوادونو د بیرغونو ترڅنګ د طالبانو بیرغ هم اېښودل شوی.

دا له تور لېست نه د طالبانو له نوم اېستلو وروسته لومړی ځل دی، چې د طالبانو بیرغ په یوه رسمي غونډه کې راڅرګندیږي.

ایران د شیراز په مرکزي زندان کې یو افغان په دار راوځړاوه

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۷ GMT+۱

د ایران د بشري حقونو سازمان رپوټ ورکړی چې د ایران د شیراز په مرکزي زندان کې درې بندیان، چې یو افغان هم پکې شامل دی، اعدام شوي دي. دغه بندیان مخکې د ایران د قضایي سیسټم له خوا د «عمدي قتل» په تور په جلا جلا دوسیو کې په اعدام محکوم شوي وو.

د ایران د بشري حقونو سازمان د چارشنبې په ورځ، د غويي۲۴مه ویلي، چې د ایران قضایي مسوولانود شیراز په مرکزي زندان کې یوه ښځه او دوه نارینه اعدام کړي دي.

دغه سازمان افغان بندي د اسرار اماني په نوم ښودلی، چې ۳۰ کاله عمر لري.

د یاد سازمان د رپوټ له مخې، مهتاب امیري، چې د شیراز اوسیدونکې ده او علی ابوالحسیني، چې ۳۲ کاله عمر لري او د ابادان اوسیدونکی دی، هم په دغه زندان کې اعدام شوي دي.

د ایران رسمي سرچینو او رسنیو د دې بندیانو د اعدام په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو، چې له ایران نه بهر فعالیت کوي، مخکې ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ایران کې د افغان زندانیانو اعدامونه زیات شوي دي.

د دې سازمانونو په وینا، د تېر کال په ترڅ کې په ایران کې له۸۰ زیات افغان بندیان اعدام شوي دي.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت د ټولنیزو رسنیو فعالان وګواښل

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وايي، د دیني ارزښتونو خلاف د فکري انحراف، توهین او قومي تعصب لپاره د رسنیو استفاده کول جرم دي. دغه وزارت ویلي، چې د ټیک ټاک ځینې هغه فعالان یې نیولي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې «غیر مشروع» او ناسم فعالیتونه ترسره کول.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وايي، چې ټولنیزي رسنۍ باید د زده کړو، موثق خبر، مشروع کاروبار او اسانۍ لپاره وکارول شي.

نوموړي پر خپل اېکس لیکلي:« د فکري انحراف، توهین او تحقیر، قومي تعصب او دیني ارزښتونو سره په تکر کې د رسنیو استفاده کول قانوناً جرم دی.»

نوموړي خبرداری ورکړی او وايي، هیڅ بنسټ او شخص لپاره اجازه نشته چې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د قانون خلاف فعالیت وکړي.

سیف الاسلام ویلي، چې د ټیک ټاک یو شمېر هغه فعالان یې نیولي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې «غیر مشروع» او ناسم فعالیت کاوه، خو نوموړي د نیول شویو کسانو نومونه او شمېر نه دی په ډاګه کړی.

دطالبانو د امر بالمعروف وزارت په داسې حال کې د ټیک ټاک فعالانو د نیولو خبر ورکړی، چې تېره ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي وو، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبانو په بغلان ولایت کې د ټیک ټاک فعال شېرعلي مبارز نیولی او بندې کړی دی.

له دې وړاندې دې ډلې خپل یو مبلغ جنرال مبین هم نیولی دی.

څه موده وړاندې د طالبانو د امربالمعروف رياست د ټولنیزو رسنیو ټولو فعالانو ته خبرداری ورکړی و، چې ټولنیزې رسنۍ يې په جدي توګه تعقیبيږي او «د عقيدې، فکر او ټولنیز روان د تخریب» مخنیوی کوي.

مرستې کمې او اړتیاوې ډېرې؛ اوچا یوازې د افغانستان ۱۴۵ ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړی

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۱:۳۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتراوچا ویلي، چې په افغانستان کې یې د بشري عملیاتو بودجه په پراخه کچه راکمه کړې ده. د دغه بدلون له امله له ۴۰۱ ولسوالیو یوازې ۱۴۵ولسوالۍ د مرستو د وېش د لومړیتوب ساحې ګڼل شوې دي.

اوچاویلي، هڅې اوس یوازې د هغو ۱۲،۵میلیونه وګړو پر ملاتړ متمرکزې دي چې تر ټولو سختو بشري شرایطو کې ژوند کوي.

دغه اداره وايي، د اړمنو خلکو د ملاتړ لپاره ۱،۶۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، خو د ۲۰۲۵کال لپاره ټولیزه اړتیا ۲،۴۲ میلیارده ډالر اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې مرستې په ځانګړي ډول د امریکا له لوري کمې شوې او له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو شړلو بشري وضعیت ناورین نور هم ژور کړی دی.

په کندهار کې د طالبانو حکومتي سیسټم کې یوازې یوه ښځینه متخصصه ډاکټره پاتې ده

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۱

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو موندنې ښيي، چې په کندهار کې د ښځو درملنه د خطر تر سیورې لاندې ده او د دغه ولایت په دولتي چوکاټ کې یوازې یوه متخصصه ډاکټره حضور لري. پخوانیو متخصصو ښځینه ډاکټرانو د طالبانو له واکمنېدو وروسته دندې پریښې دي.

په کندهار کې د میرویس حوزوي دولتي روغتون ته د ورځې تر ۲۰۰۰ ډیر ناروغان د درملني په موخه مراجعه کوي، خو د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو معلومات ښيي، چې د کندهار په مېلیوني ولایت کې اوس په دولتي چوکاټ کې یوه متخصصه ډاکټره په میرویس روغتون کې دنده ترسره کوي.

یو سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي:« مخکې په میرویس روغتون کې څلور ښځینه متخصصو ‌ډاکټرانو کار کاوه، خو د طالبانو د ځینو فشارونو او د معاشونو د کمښت له امله درې تنو متخصصو ډاکټرانو دندې پرېښودې او اوس په ټول ولایت کې یوازې یوه متخصصه ښځینه ډاکټره لرو.»

د دغه روغتون کارکوونکي وايي، په ولادي او نسايي برخه کې د متخصصې ښځینه ډاکټرې شتون په نشت حساب دی، ځکه شته ډاکټره یوازې د څو ساعتونو لپاره خپلې دندې ته حاصریږي.

د میرویس روغتون د ولادې او نسايي څانګې یوه روغتیا پاله وايي:«ځینې وخت د زیږون پرمهال اړتیا وي چې د ماشوم مور عملیات شي، نو ډیر کله زموږ متخصصه ډاکټره چې باید عملیات وکړي، هغه په روغتون کې نه وي، بیا ایم ډي ډاکټرانې عملیات کوي، چې زموږ په مسلک کې ایم ډي ډاکټرې ته د عملیات کولو هیڅ اجازه هم نشته.»

د کندهار د عامې روغتیا ریاست سرچینې وايي، ځینو هغو داخلي موسساتو، چې د روغتیا په برخه کې کار کوي، د کندهار ولسوالیو ته د اېم ډي ښځینه ډاکټرانو په بست کې قابله ګانې استخدام کړې دي.

دغه سرچینه وايي، که د داخلي موسسو د دغه کار مخنیوی ونه شي، ډیرې منفي اغیزې به ولري. سرچینه زیاتوي، «له یوې خوا د ملایانو بندیزونه دي، له بلې خوا د داخلي موسسو فساد دی، ترمنځ یې عام او ناروغ کسان زیانمن شوي دی. که چیرې موږ د داخلي موسسو د دغسې کارونو مخنیوی کوو، بیا له لوړه سره موږ ته امر کیږي چې باید د موسسو په کارونو کې مداخله ونه کړو.»

د کندهار میرویس روغتون ته مراجعه کوونکي وايي، د یاد روغتون خدمات د پخوا په پرتله کم شوي او دوی د خپلو ناروغانو لپاره درمل، د عملیات وسایل او نور د اړتیا وړ توکي له بازار څخه پیري.

د صدیق الله په نوم یو کس چې مېرمن یې تازه د زیږون پرمهال عملیات شوې ده، وايي:«دوه ورځې مې د روغتون مخ ته تیرې کړي، بالاخره زما ښځه یې عملیات کړه، خو ټوله دوا او هر څه ما له بازار څخه ورته راوړل، زما تقریبا پنځلس زره افغانۍ مصرف شوې.»

وړاندې د کندهار د میرویس روغتون ناروغانو ته وړیا درمل، د ډاکټرانو معاشونه او طبي وسایل د سره صلب نړیوالې کمېټې له خوا ورکول کېدل خو له شاوخوا یو نیم کال راهیسې سره صلیب د دغه روغتون لپاره خپلې مرستې تر ۷۰ سلنې کمې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (یونېسف) هم په کندهار کې د نوزېږو ماشومانو د لوړې کچې مړینې په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، په دغه ولایت کې د نوزیږو ماشومانو د مړېنې شمېر د افغانستان په کچه خورا لوړ دی.