ایراني رسنۍ: په ایران کې دا مهال ۸.۵ میلیونه کارګران افغانان دي

د ایران تسنیم خبري اژانس وایي، چې دا مهال په ایران کې ۸.۵ میلیونه کارګر افغانان دي. د دغه اژانس د راپور له مخې؛ د کار په بازار کې د ایراني کارګرانو یوه لویه برخه اوس بهرنیو کارګرانو ډکه کړې ده.
تسنیم اژانس د کار برخې یو کارپوه حمید حاج اسماعیلي له حوالې لیکلي، چې بهرني کارګران بیمه نه لري او ډېره کمه تنخوا ترلاسه کوي؛ نو له همدې امله دوی په ایران کې د ایراني کارګرو ځای نیولی دی.
په راپور کې راغلي، چې سوداګر هم له همدې امله غوره ګڼي چې بهرنیان په کار وګوماري؛ ځکه چې دوی د بیمې ادعاوې نه کوي او په ډېرې کمې تنخوا کار کولو ته لېواله وي.
راپور زیاتوي، چې په وروستیو کلونو کې ایران ته د بهرنیو کارګرانو پراخ شمېر چې ډېری یې د افغانستان، پاکستان او عراق وګړي دي؛ د کار بازار له لویو ننګونو سره مخ کړی دی.
راپور کاږي، چې دغې مسلې نه یوازې د کارموندنې کچه او تنخواوې اغېزمنې کړې دي؛ بلکې د ایران پر اقتصاد یې هم اغېز کړی دی.
په ایران کې بهرني کارګر تر ډېره په ودانیزو، کرنیزو او ښاروالۍ برخه کې کار کوي.
له بل پلوه دغه چارې په ایران کې د بې کارۍ کچه خورا لوړه کړې ده.
د راپور په ټکو؛ اوسمهال په ایران کې ډېری تخنیکي او کاري دندې هم بهرنيو کارګرو ته ورکول کېږي.
د کارپوهانو په وینا، په دغه سکتورونو کې د بهرنیو کارګرانو کارول کولای شي په لنډمهاله توګه اقتصاد ته ګټه ورسوي؛ خو په اوږد مهال کې کولای شي د ځایي کارګرانو لپاره کاري فرصتونو لا کم کړي.