• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني استخباراتو د منظور پښتین ورور نیولی او ناڅرګند ځای ته یې لېږدولی دی

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۸ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی حنیف پښتین وایي، د پاکستان استخباراتو نن د یاد غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین کشر ورور په اسلام اباد کې بېولی او تراوسه پورې لادرکه دی.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د منظور پښتین کورنۍ هره ورځ د ای اېس ای او نورو ریاستي ادارو له لوري تعقیب او ځورول کېږي.
پښتین همداراز ویلي، چې د منظور احمد پښتین ورور غازي امان الله د چهارشنبې په ورځ لومړی په یوه روغتون کې ونیول شو خو بېرته ژر خوشې شو، خو کله چې خپل استوګنځي ته وګرځېد یو ځل بیا ونیول شو او لادرکه شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یاد مخکښ غړی وایي: «یوه ورځ نه ده، بلکې هره دویمه درېیمه ورځ د مشر منظور پښتین کورنۍ تعقیب او ځورول کېږي، ان چې د کورنۍ یو ناروغ یې هم روغتون ته ځي د دوی (ای اېس ای) له خوا تعقیب او ځورول کېږي.»
د نوموړي په وینا: «نن په اسلام اباد کې د مشر منظور پښتین وړوکی ورور غازي امان الله د ای اېس ای او نورو ریاستي ادارو له خوا یو ځل نیول شوی و او سخت تشدد پرې شوی و، خو هغه چې بېرته خپل روم ته ولاړ هلته بیا ورغلل او په وهلو ټکولو یې پټې سترګې وړی دی چې تر اوسه پورې لادرکه دی.»
د ښاغلي پښتین په خبره، هر کله چې د منظور پښتین د کورنۍ غړي وهل او ځورول کېږي، ریاستې ادارې له دوی څخه د نوموړي د اوسېدو د ځای پوښتنه کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی حنیف پښتین دغه راز زیاتوي: «که څه هم مشر په هر وخت کې د تنظیم ملګري له دې خبرې منع کړي او وایي چې زما په کورني مشکل کې به غږ نه پورته کوئ، البته که په بل هر پښتون مشکل وو، ورسره ودرېږئ.»

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې منظور احمد پښتین هېڅکله په دې تړاو خبرې نه دي کړي، چې کورنۍ یې د پاکستان د استخباراتو یا نورو ادارو له خوا ځورول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د علي وزیر په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د پاکستان د استخباراتو له خوا نیول شوي او تراوسه یې هم برخلیک روښانه نه دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یاد غړی نهه میاشتې وړاندې د ۲۰۲۴ کال په درېیمه نېټه د اسلام اباد په پېمز روغتون کې له بېړنۍ څانګې څخه پولیسو ونیوه او تراوسه زنداني دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

د ټلیفوني زنګ پر مهال به د جبري نکاح په اړه د هبت‌الله فرمان اورول کېږي

۴

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۵

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

•
•
•

نور کیسې

پاکستان وايي د پیسو نړیوال صندوق دویم قسط پور هم ور کړی

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۱۱:۰۱ GMT+۱

د پاکستان مرکزي بانک ویلي، چې د پیسو نړیوال صندق (ای‌ایم‌ایف) له لوري د اوږدې مودې پور مرستې پروګرام دویم قسط ورکړل شوی، چې له امله‌یې د بهرنیو اسعارو زېرمې لا پیاوړې شوې دي.

د دغه هېواد مرکزي بانک د چارشنبې په ورځ په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، پاکستان ته د پیسو نړیوال صندوق له خوا ۷۶۰ میلیونه ځانګړي بانکي حقونه (SDR) ورکړل شوي چې د ۱،۲۳ میلیاردو امریکایي ډالرو سره برابر دي.

دغه پیسې به د می میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې د دغه هېواد د بهرنیو زېرمو برخه وګرځي.

دا قسط دپیسو نړیوال صندق د ارزونې ډلې له خوا د پاکستان د اقتصادي پرمختګ له ارزونې وروسته منظور شوی

. همداراز، د می پر ۹مه دپیسو نړبوال صندق اجراییه بورډ د دې قسط تصویب تر څنګ، د ۱،۴ میلیاردو امریکایي ډالرو په ارزښت یو نوی تړون د "مقاومت او پایښت" تر نوم لاندې هم منظور کړی، چې موخه‌یې د پاکستان د اقلیمي پروژو ملاتړ دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پیسو نړیوال صندق دا پرېکړه ستایلې او د هند هڅې یې «پټې دسیسې» وبللې.

پاکستان تېره ورځ له ۸۰۰ ډېر افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۷ GMT+۱

د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو په جبري توګه د ستنولو په دویم پړاو کې تېره ورځ ۸۷۳ تنه افغانان افغانستان ته ستانه کړي دي.

د پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د رسمي شمېرو له مخې په ستانه کړای شویو کې ۱۶۹ تنه (ACC) کارت لرونکي او ۷۰۴ نور یې نااسناده افغان کډوال شامل دي.

دغه ادارې خبریالانو ته په لېږلو معلوماتو کې ویلي، ۶۹۰ تنه یې د تورخم او ۱۴ نور یې د انګور اډې له لارې استولي دي.

د دغو معلوماتو پر اساس پاکستان تر دې دمه یوازې د تورخم له لرې ۵۷۵۳۶۵ تنه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.

بلخوا پاکستان له هند سره د اوربند تر اعلان وروسته یو ځل بیا د افغان کډوالو پر وړاندې خپل اقدامات سخت کړي، چې د ښځو او بشري حقونو د فعالانو نیونې او جبري ستنول په کې شاملې دي.

کارپوهان وايي، دا نیونې د پاکستان د تکراري سیاست یوه برخه ده، چې له بهرني فشار وروسته، خپل تمرکز افغان کډوالو ته اړوي.

په تېرو ورځو کې په اسلام‌اباد کې یو شمېر افغان کډوال، په ځانګړي ډول هغه ښځې چې د طالبانو له محدودیتونو دغه هېواد ته تښتېدلې وې، د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د بشري حقونو ډلې پر پاکستان نیوکه کوي، چې دغه نیونې د کډوالۍ نړیوالو اصولو خلاف دي او د هغو ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، چې د جنسیتي توپیر له کبله یې له افغانستان نه تیښته کړې ده.

پر ډیورنډ کرښه خرلڅیو کې د طالبانو او پاکستان حکومت په ګډه همکارۍ یو روغتون جوړ شو

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۰۷:۳۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښه نیت او ګډې همکارۍ د ودې لپاره پر ډیورنډ کرښه د کورمې په خرلڅیو ترمینل کې د پاکستان د پوځ او طالبانو په همکارۍ یو روغتون جوړ شو.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه روغتون د لابراتوار، درملتون، د زړه د ناروغیو د ازموینو، د وینې فشار او د شکرې د معاینې لپاره په عصري روغتیایي اسانتیاوو سمبال دی.
هغه زیاته کړې، چې دغه روغتون به پر ډیورنډ کرښه مېشتو خلکو او افغان وګړو لپاره ښې روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي.
د هغه په وینا؛ د دغه روغتون په پرانیست غونډه کې د طالبانو او پاکستان لوړپوړو پوځي او اداري چارواکو او قومي مشرانو برخه اخیستې وه.
هغه وایي، د دغه روغتون د جوړولو اصلي موخه د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستانه اړیکو پیاوړتیا ده.

خو نوموړي نه دي ویلي، چې دغه روغتون په یو وخت د څومره ناروغانو د درملنې وړتیا لري.

د طالبانو له‌خوا هم لا تر اوسه پورې د دغه روغتون د پرانیستې په اړه څه نه دي ویل شوي.

بلوڅ بیلتونپال غورځنګ: بلوچستان کې مو څلور پاکستاني عسکر وژلې او ۸ نور مو ټپیان کړي

۲۴ غویی ۱۴۰۴ - ۱۴ می ۲۰۲۵، ۰۵:۳۴ GMT+۱

بلوڅ بیلتونپال غورځنګ وایي، چې د بلوچستان په اورنچ، پنجګور، قلات، نوشکي او سیبۍ سیمو کې یې په بیلابیلو بریدونو کې څلور پاکستاني عسکر وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.

بلوڅ بیلتونپالو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې د یکشنبې په شپه یې د پنجګور په نوک اباد سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو یوه پوسته په نښه کړې، چې دوه پوځيان یې وژلي او ۵ نور ټپیان شوي دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دوی جنګیالیو د کلات په ګاراپ سیمه کې په یوه بل جلا برید کې د پاکستان پوځ د بم شنډولو د ډلې دوه تنه عسکر د ریموټ کنټرول بم په واسطه وژلي او همدا راز یې د کاچي په متري سیمه کې ۳ نور ټپیان کړي دي

د دغه ډلې ویاند جنید بلوڅ وایي، چې د (هیروف ۲.۰) عملیات یې پیل کړي، چې په لړ کې یې تر دې مهاله په ۵۷ سیمو کې ۷۸ بریدونو ترسره کړې دي.

جنید بلوڅ زیاتوي، د بلوڅ بېلتونپاله غورځنګ دا ډول بریدونه به تر هغې دوام ومومي چې ترڅو یې ازادي نه وي ترلاسه کړي.

د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې د بلوچستان دننه د دغه وسله‌وال غورځنګ فعالیتونه تر بل هر وخت پراخ شوي او د پاکستان د پوځ پر وړاندې یې ځینې لوی بریدونه هم کړي، چې په کې یې ورته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د هند او پاکستان ترمنځ په لنډمهالي اوربند کې د طالبانو رول او پر سیمه‌ییز امنیت یې اغېزې

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۱

ډېپلوماټ مجلې په یوې مقاله کې لیکلي، چې افغانستان له ډېرې مودې راهیسې د پولې هاخوا د ترهګریزو فعالیتونو د مرکز په توګه پېژندل شوی دی. په مقاله کې راغلي، چې بېلابېلو ترهګرو ډلو د هند او پاکستان پر وړاندې د بریدونو د ترسره‌کېدو لپاره د افغانستان خاوره کارولې ده.

د مقالې لیکوال وايي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا ډله په ډېریو مواردو کې د ترهګرو ډلو ملاتړکوونکې بلل شوې ده.

د لیکوال په اند، طالبان د یوې ډلې په توګه چې په افغانستان کې بشپړ کنټرول ترلاسه کړی، د څو ترهګرو ډلو کوربه‌توب کوي.

د مقالې د لیکوال په وینا، د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌والو په څېر ډلې چې د پاکستان خلاف فعالیتونه ترسره کوي، د خپلو بریدونو د تنظیم او ترسره کولو لپاره د افغانستان خاوره کاروي او دا ډلې په دوامداره توګه د پاکستان لپاره د امنیتي ګواښونو په توګه یادې شوي دي.

بل‌خوا، هند هم د جیش محمد یا جي‌اي‌اېم او لشکر طیبه یا اېل‌اي‌ټي په څېر وسله والو ډلو په تړاو همدا ډول اندېښنې لري.

هند وايي، چې دا وسله‌والې ډلې د پاکستان ملاتړ له ځان سره لري او په کشمیر کې د دغه هېواد د ګټو پر وړاندې کارول کېږي.

د هند او پاکستان له پرلپسې نښتو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند وضعیت چې په دې وروستیو اوونیو کې اعلان شوی، د دې لپاره مثبت ګام بلل کېږي، چې یو له هغو مهمو مسلو څخه چې د هند او پاکستان د اوربند په بهیر کې یې ځان ته پام ارړولی، په افغانستان کې د مېشتو جهادي ډلو رول دی، په ځانګړې توګه هغه ډلې چې د طالبانو له‌خوا یې ملاتړ کېږي.

د ډېپلوماټ مجلې لیکوال وايي، چې پاکستان له یوې خوا په افغانستان کې د دغه هېواد خلاف وسله‌والو ډلو اندېښمن کړی او له بلې خوا د کابل او نوي ډیلي ترمنځ ورځ تر بلې زیاتېدونکې اړیکې، هغه څه دي چې د اسلام‌اباد اندېښنې لا ډېرې کړې دي.

په مقاله کې ویل شوي، چې طالبان پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د څو بېلابېلو ترهګرو ډلو کوربه‌توب کوي او دا هغه ډلې دي، چې د هند او پاکستان دواړو لپاره ګواښ بلل کېږي.

همداراز لیکوال وايي، سره له دې چې ډېرو هېوادونو تر اوسه د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژندلی، خو د هند او پاکستان روانو ناندریو ته اشارې زیاتوي، دا یو واقعیت دی چې دا ډله اوس‌مهال په سیمه‌ییزو سیاستونو کې مهم رول لوبوي.

په داسې حال کې چې طالبان د نړۍوال پېژندنې د ترلاسه‌کېدو په لټه کې دي، ښايي دوی هڅه وکړي چې په سیمه‌ییزو سیاستونو کې خپل دریځ پیاوړی کړي او له هغو فرصتونو ګټه واخلي چې د هند یا پاکستان له لوري ورته برابرېږي، په ځانګړې توګه په کابل کې د هندي چارواکو او طالبانو ترمنځ وروستۍ غونډې کولای شي د راتلونکو تحولاتو په تړاو مهم پیغامونه ولري.