عبداللطیف منصور له خپل ازبک سیال سره د انرژۍ په برخه کې د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د ازبکستان د انرژۍ له وزیر جورابېک میرزا محمدوف سره د انرژۍ سکتور په برخه کې د متقابلو اقتصادي ګټو، تخنیکي همکاریو او دوامداره اړیکو په پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه خبرې تېره ورځ عبداللطیف منصور او مل پلاوي یې د ازبکستان انرژۍ اوونۍ نړۍوال فورم په څنډه کې د ازبکستان د انرژۍ له وزیر سره په لیدنه کې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو خواوو ټینګار کړی، چې انرژي نه یوازې د هېوادونو اقتصادي بنسټ دی؛ بلکې د سیمهییز ټیکاو، پرمختګ او متقابل تفاهم لپاره یو ستراتيژیک عنصر بلل کېږي.»