• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان او د بورکینافاسو سفیر د سوداګرۍ او کانونو د استخراج په تړاو وغږېدل

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۲۲:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۲۳:۳۶ GMT+۱

ځینو رسنیو د طالبانو له قوله لیکلي، چې په تهران کې د دغې ډلې سرپرست سفير د بورکینافاسو له استازي سره لیدلي او دواړو خواوو د کانونو د استخراج او سوداګريزو همکاريو په تړاو خبرې‌اترې کړې دي. د لوېديځې افریقا دغه هېواد د نویو سوداګريزو شریکانو د موندولو په هڅه کې دی.

د ډېلي مېل ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، په تهران کې د طالبانو سفير فضل محمد حقاني د بورکینافاسو له سفير محمد کابورا سره د سوداګرۍ، د کانونو د استخراج او د مسلکي زده‌کړو ترڅنګ په یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ ژمنې کړې دي.

طالبانو ویلي، چې دواړو سفیرانو ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د خصوصي سکټور پلاوی د افغانستان او بورکینافاسو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په موخه سفرونه وکړي.

بورکینافاسو په تېرو څو کلونو کې د سخت دريځو وسله‌والو ډلو له فعالیتونو سره مخ هېواد بلل کېږي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، په دغه ۲۳ مېلیونه نفوس لرونکي هېواد کې ټر ټولو داعش او القاعده په ګډون څو نورې ترهګرې ډلې فعالې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د هند او پاکستان ترمنځ په لنډمهالي اوربند کې د طالبانو رول او پر سیمه‌ییز امنیت یې اغېزې

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۱

ډېپلوماټ مجلې په یوې مقاله کې لیکلي، چې افغانستان له ډېرې مودې راهیسې د پولې هاخوا د ترهګریزو فعالیتونو د مرکز په توګه پېژندل شوی دی. په مقاله کې راغلي، چې بېلابېلو ترهګرو ډلو د هند او پاکستان پر وړاندې د بریدونو د ترسره‌کېدو لپاره د افغانستان خاوره کارولې ده.

د مقالې لیکوال وايي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا ډله په ډېریو مواردو کې د ترهګرو ډلو ملاتړکوونکې بلل شوې ده.

د لیکوال په اند، طالبان د یوې ډلې په توګه چې په افغانستان کې بشپړ کنټرول ترلاسه کړی، د څو ترهګرو ډلو کوربه‌توب کوي.

د مقالې د لیکوال په وینا، د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌والو په څېر ډلې چې د پاکستان خلاف فعالیتونه ترسره کوي، د خپلو بریدونو د تنظیم او ترسره کولو لپاره د افغانستان خاوره کاروي او دا ډلې په دوامداره توګه د پاکستان لپاره د امنیتي ګواښونو په توګه یادې شوي دي.

بل‌خوا، هند هم د جیش محمد یا جي‌اي‌اېم او لشکر طیبه یا اېل‌اي‌ټي په څېر وسله والو ډلو په تړاو همدا ډول اندېښنې لري.

هند وايي، چې دا وسله‌والې ډلې د پاکستان ملاتړ له ځان سره لري او په کشمیر کې د دغه هېواد د ګټو پر وړاندې کارول کېږي.

د هند او پاکستان له پرلپسې نښتو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند وضعیت چې په دې وروستیو اوونیو کې اعلان شوی، د دې لپاره مثبت ګام بلل کېږي، چې یو له هغو مهمو مسلو څخه چې د هند او پاکستان د اوربند په بهیر کې یې ځان ته پام ارړولی، په افغانستان کې د مېشتو جهادي ډلو رول دی، په ځانګړې توګه هغه ډلې چې د طالبانو له‌خوا یې ملاتړ کېږي.

د ډېپلوماټ مجلې لیکوال وايي، چې پاکستان له یوې خوا په افغانستان کې د دغه هېواد خلاف وسله‌والو ډلو اندېښمن کړی او له بلې خوا د کابل او نوي ډیلي ترمنځ ورځ تر بلې زیاتېدونکې اړیکې، هغه څه دي چې د اسلام‌اباد اندېښنې لا ډېرې کړې دي.

په مقاله کې ویل شوي، چې طالبان پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د څو بېلابېلو ترهګرو ډلو کوربه‌توب کوي او دا هغه ډلې دي، چې د هند او پاکستان دواړو لپاره ګواښ بلل کېږي.

همداراز لیکوال وايي، سره له دې چې ډېرو هېوادونو تر اوسه د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژندلی، خو د هند او پاکستان روانو ناندریو ته اشارې زیاتوي، دا یو واقعیت دی چې دا ډله اوس‌مهال په سیمه‌ییزو سیاستونو کې مهم رول لوبوي.

په داسې حال کې چې طالبان د نړۍوال پېژندنې د ترلاسه‌کېدو په لټه کې دي، ښايي دوی هڅه وکړي چې په سیمه‌ییزو سیاستونو کې خپل دریځ پیاوړی کړي او له هغو فرصتونو ګټه واخلي چې د هند یا پاکستان له لوري ورته برابرېږي، په ځانګړې توګه په کابل کې د هندي چارواکو او طالبانو ترمنځ وروستۍ غونډې کولای شي د راتلونکو تحولاتو په تړاو مهم پیغامونه ولري.

ډونالډ ټرمپ او احمد الشرع په سعودي عربستان کې سره ګوري

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۲۱:۴۸ GMT+۱

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ويلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع به د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲۴مه) په سعودي عربستان کې سره ګوري. دغه چارواکي وویل: «ولسمشر موافقه کړې چې سبا په سعودي عربستان کې له احمد الشرع سره ګوري.»

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ پر سوریې د ټولو شته بندیزونو د لرې کېدو اعلان وکړ.

هغه وويل، چې امريکا له سوريې سره د اړيکو د عادي کولو لپاره لومړني ګامونه پورته کړي دي.

د ټرمپ په وینا، د سوریې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران به په دې اوونۍ کې هم سره وګوري.

د یادولو ده، چې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعدالشیباني بیا په دې برخه کې د سعودي عربستان له همکارۍ مننه کړې ده.

سوریه عربستان ته: مننه چې د امریکا د بندیزونو د لرې‌کېدو په برخه مو همکاري وکړه

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۱

تر هغه وروسته چې ډونالډ ټرمپ پر سوریې د بندیزونو د لرې‌کېدو اعلان وکړ، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسعدالشیباني په دې برخه کې د سعودي عربستان له همکارۍ مننه کړې ده.

ښاغلي شیباني د سې‌شنبې په ورځ (د اپرېل ۱۳مه) وویل، چې سعودي عربستان د امریکا د بندیزونو د لرې‌کېدو لپاره لار هواره کړې ده.

هغه وايي، چې د بنديزونو له لرې‌کېدو سره به د سوريې بيارغونه پيل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن په ریاض کې اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان او د ترکیې له ولسمشر سره تر خبرو وروسته، پر سوریې بندیزونه ختموي.

نوموړي ویلي، چې امریکا له سوریې سره د اړیکو عادي کولو لپاره لومړني ګامونه اخیستي دي.

ټرمپ زیاته کړې، چې د امریکا او سوریې د بهرنیو چارو وزیران به په دې اوونۍ کې وویني

ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا د تاریخ «شرموونکې شېبه» وبلله

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سعودي عربستان کې د خبرو پرمهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د متحده‌ایالاتونو د تاریخ شرموونکې شېبه بللې ده.

نوموړي د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) د سعودي عربستان په څېر د امریکا د سیمه‌ییزو متحدینو پر دفاع ټینګار کړی او پر ایران یې یو وار بیا توندې نیوکې کړې دي.

د متحده‌ایالاتونو ولسمشر وايي، چې که دی هغه مهال ولسمشر وای، د کابل په هوايي ډګر کې به د سلګونو کسانو د وژنې پېښه هېڅکله نه وای رامنځته شوې.

هغه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال د کابل پر هوايي ډګر د داعش ځانمرګي ته هم اشاره کړې ده.

ټرمپ په ریاض کې د سعودي عربستان–امریکا د پانګونې په فورم کې د وینا پرمهال، د کابل په هوایي ډګر کې د لسګونو کسانو په ګډون د ۱۳ امریکایي سرتېرو وژل کېدو ته په اشاره زیاته کړې، چې دا کسان د بایډن ادارې د بشپړې بې‌کفایتۍ له امله وژل شوي دي.

هغه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو وویل: «ښايي له همدې امله پوتین پرېکړه کړې وي چې پر اوکراین برید وکړي، که زه ولسمشر وای، هېڅکله به داسې نه و شوي.»

ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی، چې که هغه ولسمشر وای، له افغانستانه به په عزت، ځواک او اقتدار سره وتلی وای.

نوموړي د ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي توندې نیوکې وکړې او ویې ویل: «زما په اند دا زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شېبه وه.»

د امریکا ولسمشر په منځني ختیځ کې د داعش ځپلو ته په اشارې وايي، چې د پاکستان په مرسته یې د کابل په هوايي ډګر د برید عامل نیولی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې ټرمپ له افغانستانه د امریکا ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کوي، بلکې نوموړي واک ته له رسېدو وړاندې هم د مخکېني ولسمشر جو بایډن اداره د دې موضوع په تړاو پړه بلله.

طالبانو په بغلان کې د ټيک ټاک فعال شېرعلي مبارز نیولی او زندانی کړی دی

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۹:۴۱ GMT+۱

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په بغلان کې د ټيک ټاک فعال شېر علي مبارز په ټولنیزو رسنیو کې د ناسم فعالیت له امله نیولی. دغه وزارت ګواښ کړی، هېڅوک اجازه نه لري چې ټولنيزې رسنۍ د ناسمو او غېر اخلاقي موخو لپاره وکاروي.

دغو باوري سرچينو د سې شنبه په ورځ (د غويي ۲۳مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته همداراز ویلي، چې د طالبانو محتسبانو د ټيک ټاک فعال شېر علي مبارز تر جدي تعقیب وروسته زنداني کړی دی.

شېرعلي مبارز په ټيک ټاک کې په ژوندۍ بڼه تفريحي فعالیتونه کول او ډېری وخت به یې ټوکې ټکالې کولې.

نوموړی تر دې وړاندې هم څو ځلې ځايي طالبانو نیولی و او ګواښ يې ورته کړی و، چې خپل فعالیتونه د «شریعت» په چوکاټ کې تر سره کړي.

د طالبانو د امربالعمروف رياست یوې سرچينې بیا ویلي، چې نوموړی یې د اصلاح په موخه غوښتی او هڅه کوي، چې د ټيک ټاک د فعالیت پر ځای ورته د کار زمينه برابره کړي.

د طالبانو د امربالمعروف رياست د ټولنیزو رسنیو ټولو فعالانو ته خبرداری ورکړی، چې ټولنیزې رسنۍ يې په جدي توګه تعقیبيږي او «د عقيدې، فکر او ټولنیز روان د تخریب» مخنیوی کوي.

د بغلان طالب چارواکو تر اوسه د دغه کس د نیولو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له لوري د « امربالمعروف او نهې عن المنکر» په توشیح شوي قانون کې پر رسنيو د يو شمېر محدوديتونو ترڅنګ په واضیح توګه د موسیقۍ خپرول او نورې سرګرمۍ هم منع شوي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې پر ډېرو رسنیو او فعالانو بندیز لګولی او پر طالبانو نیوکه کوونکي یې هم نیولي او زنداني کړي دي.