• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ او احمد الشرع په سعودي عربستان کې سره ګوري

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۲۱:۴۸ GMT+۱

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ويلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع به د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲۴مه) په سعودي عربستان کې سره ګوري. دغه چارواکي وویل: «ولسمشر موافقه کړې چې سبا په سعودي عربستان کې له احمد الشرع سره ګوري.»

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ پر سوریې د ټولو شته بندیزونو د لرې کېدو اعلان وکړ.

هغه وويل، چې امريکا له سوريې سره د اړيکو د عادي کولو لپاره لومړني ګامونه پورته کړي دي.

د ټرمپ په وینا، د سوریې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران به په دې اوونۍ کې هم سره وګوري.

د یادولو ده، چې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعدالشیباني بیا په دې برخه کې د سعودي عربستان له همکارۍ مننه کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

سوریه عربستان ته: مننه چې د امریکا د بندیزونو د لرې‌کېدو په برخه مو همکاري وکړه

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۱

تر هغه وروسته چې ډونالډ ټرمپ پر سوریې د بندیزونو د لرې‌کېدو اعلان وکړ، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسعدالشیباني په دې برخه کې د سعودي عربستان له همکارۍ مننه کړې ده.

ښاغلي شیباني د سې‌شنبې په ورځ (د اپرېل ۱۳مه) وویل، چې سعودي عربستان د امریکا د بندیزونو د لرې‌کېدو لپاره لار هواره کړې ده.

هغه وايي، چې د بنديزونو له لرې‌کېدو سره به د سوريې بيارغونه پيل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن په ریاض کې اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان او د ترکیې له ولسمشر سره تر خبرو وروسته، پر سوریې بندیزونه ختموي.

نوموړي ویلي، چې امریکا له سوریې سره د اړیکو عادي کولو لپاره لومړني ګامونه اخیستي دي.

ټرمپ زیاته کړې، چې د امریکا او سوریې د بهرنیو چارو وزیران به په دې اوونۍ کې وویني

ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا د تاریخ «شرموونکې شېبه» وبلله

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سعودي عربستان کې د خبرو پرمهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د متحده‌ایالاتونو د تاریخ شرموونکې شېبه بللې ده.

نوموړي د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) د سعودي عربستان په څېر د امریکا د سیمه‌ییزو متحدینو پر دفاع ټینګار کړی او پر ایران یې یو وار بیا توندې نیوکې کړې دي.

د متحده‌ایالاتونو ولسمشر وايي، چې که دی هغه مهال ولسمشر وای، د کابل په هوايي ډګر کې به د سلګونو کسانو د وژنې پېښه هېڅکله نه وای رامنځته شوې.

هغه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال د کابل پر هوايي ډګر د داعش ځانمرګي ته هم اشاره کړې ده.

ټرمپ په ریاض کې د سعودي عربستان–امریکا د پانګونې په فورم کې د وینا پرمهال، د کابل په هوایي ډګر کې د لسګونو کسانو په ګډون د ۱۳ امریکایي سرتېرو وژل کېدو ته په اشاره زیاته کړې، چې دا کسان د بایډن ادارې د بشپړې بې‌کفایتۍ له امله وژل شوي دي.

هغه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو وویل: «ښايي له همدې امله پوتین پرېکړه کړې وي چې پر اوکراین برید وکړي، که زه ولسمشر وای، هېڅکله به داسې نه و شوي.»

ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی، چې که هغه ولسمشر وای، له افغانستانه به په عزت، ځواک او اقتدار سره وتلی وای.

نوموړي د ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي توندې نیوکې وکړې او ویې ویل: «زما په اند دا زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شېبه وه.»

د امریکا ولسمشر په منځني ختیځ کې د داعش ځپلو ته په اشارې وايي، چې د پاکستان په مرسته یې د کابل په هوايي ډګر د برید عامل نیولی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې ټرمپ له افغانستانه د امریکا ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کوي، بلکې نوموړي واک ته له رسېدو وړاندې هم د مخکېني ولسمشر جو بایډن اداره د دې موضوع په تړاو پړه بلله.

ټرمپ وايي چې پر سوریه بندیزونه ختموي او له ایران سره هوکړه کوي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۷:۵۳ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ په ریاض کې اعلان وکړ چې د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان او د ترکیې له ولسمشر سره تر خبرو وروسته، پر سوریې بندیزونه ختموي.

نوموړي وویل، امریکا له سوریې سره د اړیکو عادي کولو لپاره لومړني ګامونه اخیستي دي.

ټرمپ زیاته کړه چې د امریکا او سوریې د بهرنیو چارو وزیران به په دې اونۍ کې وویني.

ټرمپ د ایران په اړه وویل، چې « زه غواړم له ایران سره یوه موافقه وکړم څو نړۍ یو خوندي ځای شي».

هغه د سوریې د حکومت لپاره د بریا هیله څرګنده کړه.

ټرمپ وویل چې « شهزاده محمد بن سلمان ډېر سخت کار کوي زه فکر نه کوم چې هغه حتا د شپې ویده شي».

هغه زیاته کړه، چې د پاچا سلمان او شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ سیمه کې یو فوق‌العاده او ژور بدلون روان دی.

محمد بن سلمان: هیله من یو چې له امریکا سره د پانګونې فرصتونه یو تریلیون ډالرو ته لوړ کړو

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۷:۳۶ GMT+۱

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د سعودي-امريکا د پانګونې فورم پر مهال چې په رياض کې جوړ شوی و، وويل چې «موږ له امريکا سره له ۳۰۰ ميليارده ډالرو زيات تړونونه لاسليک کړي دي».

نوموړي زياته کړه: «اوس مهال د سعودي عربستان اقتصاد په سیمه کې د امريکا تر ټولو ستر اقتصادي شريک دی».

هغه دا هم وويل: «سعودي عربستان له امريکا سره د ۶۰۰ ميليارده ډالرو پانګونې فرصتونو په لټه کې دی او هيله لرو چې دا اندازه يو تريليون ډالرو ته لوړه کړو».

د سعودي وليعهد زياته کړه چې امريکا د سعودي د عمومي پانګونې صندوق له مهمو هدفونو څخه ده.

100%

په دغه فورم کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې د منځني ختیز راتلونکې له همدې ځایه پیلیږي او ریاض به د سوداګرۍ په یوه نړیوال مرکز بدل شي

خواجه اصف: د نریندرا مودي د واک ورځې د ګوتو په شمار پاتې دي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ - ۱۳ می ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې «د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په کوردننه د پارلمان او بهر له سختو نیوکو سره مخ دی او د هغه ورځې د ګوتو په شمار پاتې دي». نوموړی وايي، «وروستۍ پرېکړه به د هند ولس کوي.»

ایکسپریس ټربیون پاکستانۍ رسنۍ د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې خواجه محمد اصف دا څرګندونې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وکړې او ویې ویل چې د هند او پاکستان ترمنځ هر ډول راتلونکی خبرې به یوازې هغه وخت ممکنې وي چې پر دریو اساسي موضوعاتو بحث وشي.

هغه ترهګري، د کشمیر لانجه او د اوبو شخړې هغه درې موضوعګانې یادې کړې چې د هغه په وینا باید له هند سره پرې خبرې وشي.

هند له دې وړاندې ویلي و، چې ددوی ترمنځ هیڅ خبرې اترې نشته.

اصف وویل، «پاکستان له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې د ترهګرۍ قرباني دی او ناعادلانه تورن شوی».

هغه ټینګار وکړ چې نړیوال باید د پاکستان دا هڅې وګوري. نوموړي زیاته کړې، چې د لومړي وزیر شهباز شریف له خوا د وروستیو پېښو د څېړنې وړاندیز لا هم پر مېز دی، خو پاکستان د خبرو اترو لپاره دا غواړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې یې رول په رسمیت وپېژندل شي.

هغه د کشمیر په اړه وویل، چې دا شخړه لا هم حل شوې نه ده او د هر ډول مذاکراتو برخه باید وي. همداراز، هغه د اندس د اوبو تړون ته اشاره وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د دې تړون سیاسي کول به سیمه‌‌ییز ثبات له خطر سره مخ کړي.

خواجه اصف هند د ترهګرۍ په اوږدمهاله ملاتړ تورن کړاو ادعا یې وکړه چې د هند مداخله په کاناډا او امریکا کې هم ثابته شوې ده. هغه ټینګار وکړ چې دا شواهد باید د خبرو پر مهال وړاندې شي.

د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند اعلان د مې پر ۱۰مه وشو، چې دواړه هېوادونه یې د جګړې له ژورې راوېستل. دا اوربند لومړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړ او وروسته د دواړو هېوادونو چارواکو تایید کړ.

خو له اوربند څو ساعته وروسته، د کنټرول کرښې دواړو خواوو کې بیا د ډزو تبادله وشوه او په سرینګر کې چاودنې وشوې، چې د اوربند د پایښت په اړه اندېښنې یې زیاتې کړې.

د پاکستان د پوځ ویانداحمد شریف چودري، وویل چې پاکستان د اوربند غوښتنه نه ده کړې، بلکې هند د پاکستان له غبرګون وروسته د اوربند غوښتنه وکړه. هغه دا هم وویل چې د اټومي ځواک لرونکو هېوادونو ترمنځ جګړه "ناممکنه" او "بې‌مانا" ده.

له دې وړاندې نیویارک ټایمز د خپلو سرچینو په حواله ویلي و، چې کله هند پر نورخان هوايي اډه ، چې د پاکستان د اتومي قوماندې مرکز ته نږدې پرته ده، برید وکړ، سپینې ماڼۍ مداخله وکړه او اوربند اعلان شو.