ایران د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې پنځه میلیارد ډالره پانګونه کوي

د ایران د اېراف ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ایران پرېکړه کړې، چې د سیمې په یوې لویه پانګونه کې برخه واخلي او د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې پنځه میلیارد ډالره پانګونه وکړي.

د ایران د اېراف ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ایران پرېکړه کړې، چې د سیمې په یوې لویه پانګونه کې برخه واخلي او د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې پنځه میلیارد ډالره پانګونه وکړي.
په راپور کې راغلي، دغه پانګونه چې کولای شي په راتلونکو پنځو کلونو کې ایران ته تر ۳۰ میلیارډ ډالرو زیاته ګټه ورسوي؛ په کورنیو سرچینو به د ایران د تکیې کمولو او د فولادو په نړۍوال صنعت کې به د دغه هېواد د ځای ځایګي په لوړولو کې مرسته وکړي.
راپور زیاتوي، چې د اټکل له مخې ایران د افغانستان یو ټن اوسپنه د ۱۰۰ ډالرو په ارزښت واردوي او تر پروسس وروسته یې په فولادو بدلوي او بیا یې د ۶۰۰ ډالرو په ارزښت صادروي چې دا د فولادو په صنعت کې د ایران د پام وړ وده ښیي.
د راپور په ټکو؛ تر دې دمه ایران د افغانستان کانونو او په ځانګړې توګه د اوسپنې په کانونو کې شاوخوا ۲.۳ مېلیارده ډالره پانګونه کړې ده.
راپور وړاندې کاږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې برخه کې تړونونه پنځه کلن دي.
په راپور کې راغلي، دغه تړونونه نه یوازې د ایران په ګټه دي؛ بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ به په راتلونکو کلونو کې د اقتصادي، امنیتي او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لامل شي.
له بل پلوه په افغانستان کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي ویلي، چې «د افغانستان بډایه کاني سرچینو د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکارۍ لپاره بې ساري فرصتونه برابر کړي دي.»

د عرب نیوز د راپور له مخې، وايي طالبان په دې هڅه کې دي، چې د هغو افغان کډوالو د بیرته ستنیدو په اړه د ټرمپ له ادارې سره «خبرو اترو» ته چمتو شي، چې په جولای میاشت کې به یې په متحده ایالاتو کې قانوني خوندیتوبونه لغوه شي.
د عرب نیوز د راپور زیاتوي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، طالبان «د هغو افغانانو د بیرته راستنیدو په اړه چې نور په کوربه هیوادونو کې د پاتې کیدو معیارونه نه پوره کوي، د امریکا او نورو هیوادونو سره د رغنده خبرو اترو لپاره چمتو دی.»
بلخي زیاته کړې ده، «افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، او ټول د ازاد تګ راتګ حق لري.»
واشنګټن د دوشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان د وګړو لپاره لنډمهاله خونديتوب (TPS) به د مئ په ۲۰مه پای ته ورسیږي او د پای ته رسېدو نېټه به یې د جولای په ۱۲ نیټه پلې شي.
د افغان ایواک د مشر شان وان ډایور په وینا، د واشنګټن دا اقدام کولی شي له ۱۱۰۰۰ څخه زیاتو هغو افغانانو باندې اغیزه وکړي، چې ډیری یې د دوو لسیزو جګړو پر مهال د متحده ایالاتو ملاتړ کړی او په اوس وخت کې د طالبانو له ظلم څخه راتښتیدلي دي.
طالبان په داسې حال کې د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه د امریکا سره د خبرو د چمتوالي خبر ورکوي، چې دغه ډلې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته ښځې له زده کړو، دندو او عامه ژوند څخه ایستلي او داسې تګلارې یې پلي کړې، چې ملګرو ملتونو یې د «جنسيتي توپیر» په نوم پېژني.
د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا په نړۍ کې له سوډان څخه وروسته دویم هغه هېواد دی چې له بد سیاسي، اقتصادي او بشري بحران سره مخ دي.
د یادولو وړ ده، چې د امریکا لخوا د افغانانو لپاره د لنډمهال خوندیتوب د پای ته رسولو وړاندې پاکستان او ایران په ډله ییزه توګه د اخراج لړۍ لاپسې چټکه کړې ده.
د روان کال اپریل میاشتې راهیسې ګاونډي هېواد پاکستان له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډير افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.
همدا راز د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په وینا د روان ۲۰۲۵ کال د جنورۍ او اپریل میاشتو ترمنځ ایران له ۲۶۵۰۰۰ څخه ډیر بې اسناده افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.
له پوهنتونونو د مسلکي استادانو د ګوښهکېدو پر دوام، طالبانو د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ۱۰ استادان او اداري کارکوونکي د «تنقیص» په نوم له خپلو دندو ګوښه کړي دي. په یادو کسانو کې دوه مېرمنې هم شاملې دي، چې یوه یې استاده او بله اداري کارکوونکې ده.
افغانستان-انټرنشنل-پښتو ته د سېشنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) د رسېدلي مکتوب په یوې نسخه کې لیدل کېږي، چې ډېری دا استادان د پوهاند علمي او کادري درجې لرونکي دي.
ملالۍ، مستعلي، حبیبالله، محمدعیسی، ګل اصغر، ذاکره، مطیعالله، خاناغا او مصباحالله هغه استادان او اداري کارکوونکي دي چې طالبانو له خپلو دندو ګوښه کړي دي.
د یادونې ده، چې له دې مخکې طالبانو د ننګرهار پوهنتون ۴۲ استادان د اسلامي حزب، جمعیت اصلاح، وهابي او حزبالتحریر په ګډون په مذهبي خوځښتونو کې د غړیتوب په تور له دندو ګوښه کړي وو.
د تنقیص په پلمه له پوهنتونونو د کادرونو او علمي شخصیتونو د ګوښهکېدو دا لړۍ داسې مهال دوام لري، چې طالبانو د خوست، پکتیا، بدخشان او بامیان پوهنتونونو تر ۳۰۰ ډېر استادان او کارکوونکي هم ګوښه کړي.
په خوست،پکتیا، بدخشان او بامیان کې سرچینو هم افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د «تنقیص» تر نامه لاندې په دغو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو استادان او کارکوونکي ګوښه کړي.
سرچينې زیاتوي، چې ١٢٠ تنه په خوست، ۷۰ په پکتیا، ٥٠ په باميان او ٥٠ تنه په بدخشان کې ګوښه شوي.
د سرچینو په وینا، په دې لېستونو کې ټول د جمهوري نظام د ماسټرۍ، پوهاندۍ او دوکتورا درجې درلودونکي استادان په نښه شوي او په وینا یې، دا لړۍ به دوام ولري.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښهکېدل په سېستماتیک شکل روان دی او یاده ډله هڅه کوي، چې په دې ځایونو کې له خپلې ایډيالوژۍ سره جوړ او د مدرسو ملایان وګوماري.
په هېواد کې د پوهنتونونو د متخصصو او تجربهلرونکو استادانو د ګوښهکېدو بهیر داسې مهال روان دی، چې هېواد تر بل هر وخت ډېر علمي او مسلکي پرمختګ ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د برېتانیا استازولۍ د روغتيا د نړۍوال سازمان له قوله ليکلي، چې افغان واده شوې ښځې له فزيکي، جنسي او عاطفي ځورونو سره مخ دي. د دوی د معلوماتو له مخي، ۴۶ سلنه افغانې واده شوې ښځې فزيکي تاوتريخوالی تجربه کوي.
په افغانستان کې د برېتانيا استازولۍ د سې شنبه په ورځ (د غويي ۲۳مه) پر اېکس پاڼې لیکلي: «۳۴ سلنه افغانې واده شوې ښځې له عاطفي ځورونې سره مخ دي او شپږ سلنه نورې د جنسي تاوتريخوالي ښکار دي.»
دغې استازولۍ د تاوتريخوالي په پای ته رسولو کې د نارينه وو پر رول ټينګار کړی دی.
یادې ادارې د پکتيا ولایت د یوه ۲۹ کلن اوسېدونکي له قوله لیکلي: «د ښځو او نجونو ملاتړ د کمزورۍ نښه نه، بلکي د یو رښتني شخصیت نښه ده. موږ باید د هغوی متحد، ملګري او د حقونو ملاتړي واوسو.»
د کابل یو بل اوسېدونکي ټينګار کړی: «د افغان نارينه په توګه موږ باید خپلو زامنو ته د ښځو درناوی ور زده کړو او په دې برخه کې د خپلو کړنو له لارې يو مثال جوړ شو. زموږ په کورنۍ، کلتور او مذهب کې په دې برخه کې تاوتريخوالی نه شته.»
دا اندېښنه په داسې حال راپورته شوې ده، چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د وروستي راپور له مخې، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو لپاره د طلاق اخیستل کابو ناشونی شوی دی.
د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د ښځې او خاوند جلا کېدل لا هم د «شرم خبره» ګڼل کېږي.
له دې سره – سره په دې هېواد کې د ښځو وضعیت د کورني تاوتریخوالي او په اساسي حقونو او ازادیو باندې د سختو محدودیتونو له امله خراب بلل شوی دی.
په کندهار کې طالبانو تر هغه وروسته د ښځينه سوالګرو د راټولولو لړۍ پيل کړې، کله چې افغانستان انټرنشنل د کوچني اختر د لمانځه پرمهال په ګڼه ګوڼه کې د ښځينه سوالګرو ويډيو خپره کړه. دغه سوالګرې اوسمهال د کمزوري اقتصاد له امله د ښارونو او ولسواليو پر لویو لارو ناستې او سوال کوي.
سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د سې شنبه په ورځ (د غويي ۲۳مه) ویلي، چې طالبانو له ښار څخه سوالګرې ټولې کړي او اوس یې دغه لړۍ ولسواليو ته هم غځولې ده.
سرچينو د کندهار ولسواليو ته د هغو لارو انځورونه هم لېږلي، چې ښځې د سړک پر غاړه ناستې او سوال کوي.
سرچينې زياتوي، چې طالبانو له تېرو څو ورځو څخه د ولسواليو مسوولينو ته امر کړی، چې له خپلو سیمو څخه سوالګرې مېرمنې راټولې او د سوال کولو اجازه ور نه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې سوالګرې مېرمنې بیا وایي: «د کار د نشتوالي، د اقتصاد د خرابوالي او مجبوریت له امله سوال کولو ته اړ شوي یو؛ خو طالبان د دې پر ځای چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي، زموږ په سوال کولو شرمېږي او مونږ منع کوي.»
افغانستان انټرنشنل - پښتو له کندهار څخه د کوچني اختر د لمانځه پر مهال هغه ويډيو تر لاسه او خپره کړه، چې یو شمېر سوالګرې ښځې د عیدګاه جومات مخې ته د خلکو په ګڼه ګوڼه کې پر ځمکه ناستې وې او سوال یې کولو.
هغه مهال د اختر لمونځ هم د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په امامت تر سره شوو.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت تېرکال د وري په مياشت کې ویلي و، چې له کابل ښاره تر ۴۹ زره ډېر سوالګر یې راټول کړي دي.
د دغه معینیت یوه چارواکي حسیب الله احمدي د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي و، چې د دغو سوالګرو له ډلې ۱۴۹۳۲ یې ښځینه، ۲۲۷۲۵ یې نارینه او ۴۰۶۵ ماشومان وو.
که څه هم په افغانستان کې بېوزلي خپل اوج ته رسېدلې، خو د طالبانو مشر په خپلو مخکېنيو څرګندونو کې په هېواد کې د پراخې بې وزلۍ شتون رد کړی و.
د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده د بېلابېلو فرمانونو له مخي د ښځو پر زده کړه، کار، یوازې تګ راتګ، حجاب او ډېرو نورو برخو بندیزونه لګولي، چې دا موضوعګانې هم د خلکو د پراخې بېوزلۍ لامل شوی دی.
ځینو رسنیو د طالبانو له قوله لیکلي، چې په تهران کې د دغې ډلې سرپرست سفير د بورکینافاسو له استازي سره لیدلي او دواړو خواوو د کانونو د استخراج او سوداګريزو همکاريو په تړاو خبرېاترې کړې دي. د لوېديځې افریقا دغه هېواد د نویو سوداګريزو شریکانو د موندولو په هڅه کې دی.
د ډېلي مېل ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، په تهران کې د طالبانو سفير فضل محمد حقاني د بورکینافاسو له سفير محمد کابورا سره د سوداګرۍ، د کانونو د استخراج او د مسلکي زدهکړو ترڅنګ په یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ ژمنې کړې دي.
طالبانو ویلي، چې دواړو سفیرانو ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د خصوصي سکټور پلاوی د افغانستان او بورکینافاسو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په موخه سفرونه وکړي.
بورکینافاسو په تېرو څو کلونو کې د سخت دريځو وسلهوالو ډلو له فعالیتونو سره مخ هېواد بلل کېږي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې، په دغه ۲۳ مېلیونه نفوس لرونکي هېواد کې ټر ټولو داعش او القاعده په ګډون څو نورې ترهګرې ډلې فعالې دي.