د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته ولاړ

په ترکیه کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو په درشل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو ترکیې ته ولاړ. هغه د پنجشنبې په ورځ (د غوایي ۲۵مه) خبر ورکړ، چې د ناټو په یوې نارسمي غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته ځي.