• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا برادر له روسیې نه له طالبانو سره په لوړه کچه د رسمي اړیکو غوښتنه کړې

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۵:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روسي د لومړي وزیر له مرستیال حوسنولین مارات شاکر زیانوویچ سره کتلي او له روسیې ېې غوښتنه کړي، چې د کابل او مسکو ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو کچه لوړه او رسمي مرحلې ته داخله کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې ملا برادر په ساختماني او سیمه ییزو چارو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو غږیدلی دی.

ملا برادر په دې لیدنه کې له روسیې څخه غوښتنه کړې چې د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو سطح لوړه او رسمي مرحلې ته داخله کړي څو پر سیاسي ډګر سربیره په اقتصادي ډګر کې هم د عملي پرمختګونو شاهدان و اوسي.

ملا برادر ویلي، چې کابل به په سیمه کې د مسکو د اقتصادي شریک په توګه مثبت رول ولري.

یاد لوړپوړي طالب چارواکي د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د کور جوړولو، دولتي ښوونځیو او روغتونونو، سړکونو، پلونو، اوبو بندونو او د اوبو رسولو سیسټمونو او برېښنا رسولو شبکو کې پانګونه وکړي.

د دغې لیدنې په ترڅ ملا عبدالغني برادر له روسیې څخه د افغان ـ ټرانس پروژې د چارو په بشپړولو کې هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال په یاده لیدنه کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ته ډاد ورکړی، چې د ښار او کور جوړولو په پروژو کې به له طالبانو سره همکاري وکړي.

طالبانو ویلي، چې د روسیې د لومړی وزیر مرستیال ژمنه وکړه، چې د افغان ـ ټرانس پروژې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتېدو او بانکي همکاریو غوښتنې به د روسیې له لومړي وزیر او ولسمشر ولادېمیر پوتین سره شریکې کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

احمد مسعود مشهد ته سفر کړی

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۴ GMT+۱

دوو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د ایران مشهد ښار ته سفر کړی دی. سرچینو زیاته کړې چې مسعود ته د دغه سفر په جریان کې د ایران له خوا هرکلی شوی او د ایران سپاه پاسداران او د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره یې لیدلي.

باوري سرچینو د پنجشنبې په ورځ، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې احمد مسعود د ایران له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي دي.

ایران ته د مقاومت جبهې د مشر د سفر موخه لا څرګنده نه ده. ایران او د افغانستان د ملي مقاومت جبهې رسمي سرچینو تر اوسه د دې سفر په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې اونۍ کې ټاکل شوې، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم تهران ته سفر وکړي او په تهران ډیالو فورم کې برخه واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تر چتر لاندې د سیاسي او نړیوالو مطالعاتو انستیتوت دغه نړیواله غونډه د مې له ۱۷مې تر ۱۹مې نېټې پورې دوام کوي. تمه ده چې شاوخوا ۲۰۰ بهرني مېلمانه، چې لوړپوړي چارواکي، وزیران او د سیمې دیپلوماتان هم پکې شامل دي، په دې غونډه کې برخه واخلي.

دا روښانه نه ده، چې ددې غونډه په حاشیه کې به د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له احمد مسعود سره وګوري او که نه، خو په ۱۴۰۰ کال کې، طالبانو ویلي و، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د تهران د سفر په جریان کې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د هرات پخواني والي اسماعیل خان سره لیدلي دي.

تر دې مخکې، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او د افغانستان ژغورنې عالي شورا یوه پلاوي، چې مشري یې محمد محقق کوله، ایران ته سفر کړی و څو د افغان کډوالو د اېستلو د مخنیوي په اړه خبرې وکړي.

سره له دې چې ایران د طالبانو له چارواکو سره نږدې اړیکې لري او په هېواد کې د افغان سیاستوالو استازیتوب لپاره د دې ډلې ډېپلوماټان یې منلي، په دې وروستیو کې یې د طالبانو مخالفو سیاسي او نظامي خوځښتونو سره خپلې اړیکې زیاتې کړې دي.

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د خپلې زده کړې یوه برخه په ایران کې بشپړه کړې او ویل کیږي چې د ایران له یو شمېر چارواکو سره نږدې اړیکې لري.

خو سرچینو د ایران له چارواکو او د سپاه پاسداران له چارواکو سره د نوموړي د لیدنې په اړه جزییات نه دي وړاندې کړي.

کازان فورم؛ ملا برادر د تاتارستان له ولسمشر سره کتلي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روسیې د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې ملا عبدالغني برادر د روسیې د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم غونډې په څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر مینیخانوف سره کتلي.

ملا عبدالغني برادر په دې کتنه کې د تاتارستان له ولسمشر سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همدارنګه په افغانستان کې د تاتارستاني پانګوالو د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

برادر د تاتارستان له ولسمشر څخه غوښتنه کړې، چې د انرژۍ، زېربناوو او دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ويلي، چې افغانستان کې د پانګونې لپاره شرایط مناسب دي او له تاتارستاني پانګوالو غواړي، چې د نفت او ګاز د استخراج او تصفیې، ساختماني پروژو، ریل پټلۍ او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

په لیدنه کې برادر د تاتارستان ولسمشر رستم مینیخانوف ته افغانستان ته د سفر بلنه هم ورکړې.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د دغې لیدنې په اړه د تاتارستان د ولسمشر له قوله لیکلي، چې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا په موخه به تاتارستانی پلاوی کابل ته واستوي.

د روسیې او اسلامي نړۍ ترمنځ د نړیوال اقتصادي فورم غونډه هر کال په کازان ښار کې ترسره کیږي او سږکال د دغه فورم په ۱۶مه غونډه کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دغې ډلې له بیرغ سره ګډون کړی دی.

له افغانستان سره د ایران د سوداګرۍ ارزښت ۲،۲ میلیارده ډالرو ته رسیږي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۲:۵۴ GMT+۱

د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان د هند نیمه وچې چارو مرستیال ویلي، چې د افغانستان وارداتي بازار ارزښت ۱۰.۶ مېلیارده ډالرو ته رسیږي او ایران پکې ۲۱ سلنه برخه لري. حامد رضا کربلايي ویلي، چې ایران هر کال افغانستان ته د شاوخوا ۲.۲ مېلیارده ډالرو په ارزښت صادرات کوي.

د ایران ایمنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان د هند نیمه وچې چارو مرستیال حامد رضا کربلايي دغه څرګندونې د ایران او افغانستان د ګډ کمېسیون تر چتر لاندې د تخصصي کمېټې په لومړۍ ناسته کې کړې دي.

نوموړي ویلي، دا کمېټه د شپږم ګډ کمېسیون د هوکړه لیک مواد ارزوي او د اووم کمېسیون د طرحې پر چمتووالي تمرکز کوي. د نوموړي په خبره دغه طرح ښايي د روان کال په غبرګولي میاشت کې لاسلیک شي.

حامد رضا کربلايي وايي:« د ایران او افغانستان ترمنځ ګډ کمېسیون پلان لري، چې د سوداګرۍ پراختیا، اسانتیا او ترویج ته لاره هواره کړي.»

همدارنګه نوموړی زیاتوي، چې د تخصصي کمېټو جوړېدل به د دواړو هېوادونو متخصصانو ته زمینه برابره کړي، څو پر وړاندې شویو وړاندیزونو رغنده بحثونه وشي او مثبتې پایلې ترلاسه شي.

نوموړی وايي:« د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان د هند نیمه وچې څانګه به د سوداګرۍ، صنعت، کانونو نفتو، معیارونو او ازادو اقتصادي زونونو په برخو کې د ګډې سوداګرۍ د پراخېدو او ستونزو د حل لپاره عملي لارې چارې وړاندې کړي.»

کربلايي وايي، افغانستان د ایران د پنځو غوره سوداګریزو هیوادونو په ډله کې دی.

نوموړی وایی، افغانستان ته د ایران صادرات د ۲.۲ مېلیارده ډالرو په ارزښت دي او دا سوداګرې باید د دواړو خواوو لپاره ګټوره وي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر په نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر کوي

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۲:۰۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي د ټلیفون له لارې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر سره د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد وايي، چې امیرخان متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر سره د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د دوې اړخیزې سوداګرۍ، ټرانزیټ پراختیا او دیپلوماتیکو اړیکو کچې لوړولو په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر به په نږدې راتلونکې په یو رسمي سفر کابل ته ورشي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې ده، چې د تورغونډۍ ـ هرات ریل پټلۍ جوړولو په برخه کې د ۵۰۰ مېلیونه دالرو پانګونه کوي.

قزاق رسنو راپور ورکړی، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د امنیت، سوداګرۍ، ترانسپورټ او زده کړو په اړه د همکارۍ پر پراخولو بحث کړی دی.

طالبانو څه باندې ۸۴۳ میلیونه زړې افغانۍ وسوځولې

۲۵ غویی ۱۴۰۴ - ۱۵ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۱ GMT+۱

د افغانستان بانک وايي، چې د خلکو د راکړې ورکړې د اسانتیا په موخه یې د ۸۴۳ میلیونه او ۴۳۰ زره افغانیو په ارزښت بانکنوټونه وسوځول. دغه بانکنوټونه د بانک لپاره د طالبانو د دویم مرستیال په مشرۍ د یوه پلاوي تر څارنې لاندې سوځول شوي دي.‎

د پنجشنبې په ورځ د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه بانکنوټونه د بانک د دویم مرستیال ملا محمد اخوند په مشرۍ د یوه مسوول پلاوي تر څارنې لاندې له «کره شمېرنې او کنټرول» وروسته سوځول شوي دي. ‎

یاد بانک وايي، چې په دې بانکنوټونو کې لسګون، شلګون، پنځوسګون، سلګون، پنځه سویز او زرګون شامل وو چې له شمال زون څخه راغونډ شوي وو.

د افغانستان بانک لپاره د طالبانو دویم مرستیال د افغاني بانکنوټونو په خوندي ساتلو او استعمال کې له خلکو څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې، چې د زر زړېدو مخه یې ونیول شي.

هغه له خلکو غوښتي، که چیرې زاړه بانکنوټونه لري، کولای شي د افغانستان بانک یا سوداګریزو بانکونو نمایندګیو ته مراجعه وکړي او یاد بانکنوټونه په نویو بانکنوټونو بدل کړي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د زړو بانکنوټونو د راټولونې او له چلښت څخه د اېستلو بهیر د افغانستان په ټولو زونونو کې روان دی.