نور: په تخار او بدخشان کې د سرو زرو په کانونو کې غېر قانوني کېندنې زیاتې شوې دي

د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور ادعا کوي، چې په تخار او بدخشان ولایتونو کې په دې وروستیو کې د سرو زرو په کانونو کې غېر قانوني کېندنې زیاتې شوې دي.

د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور ادعا کوي، چې په تخار او بدخشان ولایتونو کې په دې وروستیو کې د سرو زرو په کانونو کې غېر قانوني کېندنې زیاتې شوې دي.
نوموړي په خپل اېکس کې د انځورونو او ویډيوګانو په خپرولو سره همداراز زیاته کړې، چې دغه کړنه طالبانو ته د نږدې کسانو له خوا د واسطې، وسلې او د ګواښلو په زور د ځمکو د اصلي مالکانو پروړاندې ترسره کېږي.
ښاغلی نور د طالبانو تر واک لاندې د کانونو روانې کېندنې غېر قانوني یادوي او زیاتوي، چې د طالبانو قوماندانان د ودانیزو شرکتونو د مسوولینو په کار اخیستو سره، د دغو شرکتونو وسایط او تجهیزات ټاکل شویو سیمو ته لېږدوي او د پټو معاملاتو او شراکت له لارې د سرو زرو د کانونو کېندنې کوي.
د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د سیمې د عیني شاهدانو له قوله لیکلي، چې د بدخشان په شېوه، شهربزرګ او دروازها سیمو کې د زر مینځلو یوه کارخونه توانېدلې چې په یوه میاشت کې تر یو من سره زر استخراج کړي.
نوموړي دغه کړنه د بیتالمال ښکاره غلا او د سیمې پر خلکو ستر ظلم بللی دی.
ښاغلی نور زیاتوي، چې په دې ډول د کانونو کېندنې د ځمکو جوړښت کمزوری کوي او تر بارانونو وروسته د سختو سېلابونو لامل کېدای شي، چې پراخ ځاني او مالي تاوانونه به خلکو ته ورسېږي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تر دې وړاندې هم راپورونه خپاره شوي و، چې د افغانستان معدنونه دا مهال د طالبانو له خوا په ډېره ارزانه او غېرمسلکي او غېرقانوني توګه په قرارداد ورکړل شوي دي.
د دغو قراردادونو یوه لویه برخه شخصي جېبونو ته ځي او نړۍوال مارکېټ ته په کتو د افغانستان معدنونه په ډېره ناچیزه بیه پلورل شوي دي/کېږي.
طالبان له یوې خوا د یوه نظام په توګه د معدنونو کېندنې په قرار داد ورکوي؛ له بلې خوا سلګونه کوچني او لوی کانونه د دغې ډلې د وسله والو له خوا په شخصي ډول کېندل کېږي.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوه راپور پر بنسټ، د بدخشان یو شمېر کانونه د دغې ډلې د وسله والو له خوا په شخصي ډول کېندل کېږي، چې ګټه یې هم د همدغو قوماندانو جېبونو ته ځي.
د بدخشان د راغستان د سرو زرو کانونه:
د بدخشان د سرو زرو یو کان د دې ولایت د راغستان ولسوالۍ په وېکادور سیمه کې موقعیت لري.
ځايي سرچینو تر دې وړاندې تایید کړی و، چې دغه کان د یوه طالب قومندان مولوي نجیب الله بدخشاني په واک کې دی، چې هره میاشت مېلیونونه افغانۍ عواید ترې تر لاسه کوي.
مولوي نجیب الله بدخشانی د راغستان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې سلګونه وسله وال په خپل کنټرول کې لري.
په دغه ستر کان کې د دغه طالب چارواکي وسله وال موجود دي او کان په نامسلکي ډول استخراجوي او په قرارداد یې ورکوي.
د بدخشان شېوه کې د سرو زرو کان:
دا هم د بدخشان د لویو کانونو په قطار کې شمېرل کېږي او د دغه ولایت په شېوه ولسوالۍ کې موقعیت لري.
د سرو زرو دغه کان په بدخشان کې د طالبانو د یوه ځايي قوماندان نظام الدین چې د ارغنجخواه ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په کنټرول کې دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغه کان کې هم د دغه طالب ځايي قوماندان وسله وال موجود دي او ګڼ وسلوال یې د کېندونو پرمهال څارنه او امنیت نیسي.
په بدخشان کې د لاجوردو او سرو زرو کانونو کېندنه او قاچاق:
په تېر جمهوریت کې د وخت حکومتونو له چینایي او ترکي کمپنیو سره د بدخشان د دوو سترو کانونو، د راغستان د سرو زرو او په کران منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو کانونو د قراردادونو د لاسلیکولو هڅې کړې وې؛ خو وروسته معلومه شوه، چې د دغو سیمو امنیت خراب دی او دغه بهرنۍ کمپنۍ نه شي کولی هلته قانوني او فني استخراج وکړي.
په بدخشان کې د تېر جمهوریت پرمهال ځینو ځايي دولتي او غېر دولتي زورواکو او د ولسي جرګې ځینو استازو وسله والې ډلې جوړې کړې وې؛ ترڅو د کانونو سیمې ناامنه کړي او غېر قانوني کېندنو او قاچاق ته لارې هوارې کړي او پیسې دوی ته ورسېږي.
یو وخت دغه وسله وال د دولتي او غېر دولتي ځايي زورواکو له کنټروله وځي او د یو بل مخالف کېږي ، چې ځینو د ولسي جرګې استازو په پارلمان کې وویل، چې د بدخشان په کانونو کې غېرقانوني کېندنې روانې دي او حکومت باید عملیات وکړي.
د طالبانو اوسنی لوی درستیز او د جمهوریت پرمهال په دغه ولایت کې د طالبانو جنګي مشر قاري فصیح الدین له لومړنیو بدخشي طالبانو څخه دی، چې له طالبانو سره یوځای شو.
قاري فصیح الدین په پاکستاني مدرسو کې روزل شوي طالب وسله وال ګروپونه سره یوځای منظم کړل او د جمهوریت لپاره لوی سرخوږی جوړ شو.
د یادولو ده، چې بدخشان د هغو ولایتونو په قطار کې و، چې هغه مهال یې د افغانستان په ملي اردو کې زیات سرتېري درلودل.
د جمهوریت د مهال حکومت په بدخشان کې څو ځله عملیات وکړل او ولسي پاڅون کوونکي وسله وال یې هم وګومارل؛ خو له سختو جګړو وروسته پر کانونو د کنټرول هڅه ناکامه شوه او کلونه په دغه ولسوالیو کې کانونه د بدخشي طالبانو په کنټرول کې پاتې شول.
د طالبانو ډلې ته د بدخشي طالبانو ورتګ مشروع و، دوی له کندهاري طالبانو د یوه قرارداد په اساس چې د بدخشان د کانونو کنټرول به یوازې د بدخشان طالبانو په ولکه کې وي، یو ځای شول.
د دغې برخې د پایلې په توګه ویلی شو، چې کټ مټ دې ته ورته د ننګرهار په خوږیاڼو، شېرزادو، حصارک، ګوشته او یو شمېر نورو سیمو کې معدنونه د سیمه ییزو قوماندانانو په کنټرول کې دي او په شخصي ډول یې پلوري.