• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په هلمند کې له خلکو غوښتي چې ټولنیزي رسنۍ دې د فکري انحراف لپاره نه کاروي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۸:۵۹ GMT+۱

په هلمند کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست له خلکو او ټولنیزو فعالانو غوښتي، چې خپل فعالیتونه دې د «اسلامي شریعت او د دوی د قانون په چوکاټ» کې تر سره کړي. طالبانو دوی ته خبردرای ورکړی، چې د ټولو فعالانو ټولنیزې رسنۍ تعقیبوي او د سرغړونې په صورت کې به له سزاوو سره مخ شي.

له هلمند څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د شنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) ویلي، طالبانو په یوې خبرتيا کې له خلکو غوښتي، چې ټولنیزې رسنۍ دې «د موثق خبر، تعلیم، مشروع کاروبار او اسانۍ لپاره وکاروي.»

طالبانو په دې خبرتيا کې همداراز خلکو ته خبرداری ورکړی، چې که چا همدغه رسنۍ د فکري انحراف او د دوی د تخریب لپاره وکارولې له سزا سره به مخ شي.

په دې خبرتیا کې لیکل شوي: «که چا فکري انحراف، توهین، تحقیر، قومي تعصب او دیني ارزښتونو خلاف وکارولې د قانون منګولو ته به وسپارل شي.»

د طالبانو د امربالمعروف وزارت یوې سرچینې ویلي، چې دوی تېره اوونۍ یو شمېر د ټيک ټاک فعالان د ناسم فعالیت په تړاو نیولي او زنداني کړي دي.

تېره اوونۍ سرچينو ویلي و، چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په بغلان کې د ټيک ټاک فعال شېر علي مبارز په ټولنیزو رسنیو کې د ناسم فعالیت له امله نیولی و.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له لوري د « امربالمعروف او نهې عن المنکر» په توشیح شوي قانون کې پر رسنيو د يو شمېر محدوديتونو ترڅنګ په واضیح توګه د موسیقۍ خپرول او نورې سرګرمۍ هم منع شوي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې پر ډېرو رسنیو او فعالانو بندیز لګولی او پر طالبانو نیوکه کوونکي یې هم نیولي او زنداني کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د اېمل ولي خان غبرګون؛ د افغانستان درې رنګه بیرغ مې منلی او احترام ورته لرم

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۶ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان وايي، چې د افغانستان درې رنګه بیرغ یې منلی او احترام ورته لري. د نوموړي په وینا: «ما پرون هم دغه بیرغ منلی، نن يې هم منم او سبا به هم د افغانستان لپاره دغه بیرغ ته احترام لرم.»

اېمل ولي خان وايي، په باچاخان پوهنتون کې افغان زده کړیالې چې څه کړې دي حق يې دی او خپل وطن سره مینه د ايمان برخه ده.

دا غبرګونونه له هغه وروسته مخې ته راځي، چې تېره اوونۍ د پنچشنبې په ورځ د پښتونخوا په چارسده کې د باچاخان پوهنتون مسوولینو د فراغت په غونډه کې د یوې افغانې زده کړیالې له اوږو څخه د افغانستان ملي بیرغ لرې کړ.

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان په خپل اېکس کې لیکلي، چې په باچاخان پوهنتون کې چې پرون څه شوې دي د هغې غندنه کوي..

اېمل ولي خان لیکلی:«په دې هم پوهېږم چې زما ډېر افغانان وروڼه د قبضه ګرو له وېرې له دغه بیرغ څخه منکران شوي دي.»

سردار حسین بابک: په پاکستان کې زېږېدلو افغانانو ته دې تابعیت ورکړل شي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د عوامي نېشنل ګوند ولایتي مشر سردار حسین بابک د افغان کډوالو پر وړاندې د حکومتي زورواکۍ غندنه وکړه. نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، هغه افغانان چې په پاکستان کې زېږېدلي، باید د نړیوالو قوانینو له مخې د پاکستان تابعیت ترلاسه کړي، ځکه دا د دوی اساسي حق دی.

هغه زیاتوي، افغان کډوال د تېرو څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، دلته یې کورونه، روزګارونه او نسلونه جوړ کړي دي، خو لا هم له ابتدایي مدني حقونو بې برخې دي. هغه دا هم وویل چې د داسې پالیسیو دوام به نه یوازې د انساني حقونو خلاف وي، بلکې د سیمې ثبات ته هم زیان رسوي.

بابک دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پاکستان هره ورځ په سلګونه افغان کډوال په جبر له خپل هېواده باسي.

تېره ورځ هم، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر په دویم پړاو کې ۶۹۰ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د پروګرام په دویم پړاو کې یوازې د تورخم او انګور اډې له لارې ۳۵۹۷۵ تنه د (ACC) کارت لرونکي او ۵۴۱۸۱۱ تنه بې اسناده کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

د یادولو ده، چې پاکستاني پولیسو اوس هم د اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې کور په کور د افغان کډوالو نیول کیدو پسې عملیات روان ساتلي او د نړیوال سازمانونو هغه غوښتنې یې له پامه غورځولې، چې په جبري توګه د کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر نورو بشري ادارو ویلي وو، چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل د هر ډول بشري حقونو خلاف عمل دی او یاد حکومت دې ژر تر ژره دا بهیر ودروي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم ورته غوښتنې وکړې، خو پاکستان دغو غوښتنو ته چندان غاړه کېنښوده.

د پاچا خان پوهنتون مسوولینو د یوې افغانې زده کړیالې له اوږو څخه «ملي بیرغ» لرې کړ

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۹ GMT+۱

د پښتونخوا په چارسده کې د پاچان خان پوهنتون مسوولینو د فراغت په غونډه کې د یوې افغانې زده کړیالې له اوږو څخه د افغانستان ملي بیرغ لرې کړ. د پاچا خان پوهنتون مسوولینو دې کار په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو غبرګونونه راپارولي دي او دا کار یې د شرم وړ بللی دی.

هغه ویډیو چې دا مهال په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ښيي چې د پنجشنبې په ورځ د فراغت په یوه غونډه کې، د باچا خان پوهنتون یوې افغانې زده کړیالې د سند ترلاسه کولو پر مهال د افغانستان ملي بیرغ پر خپلو اوږو اچولی.

خو د پاچاخان پوهنتون مسوولین د افغانې زده کړیالې مخنوی کوي او ملي بیرغ یې له اوږو څخه ښکته کوي بیا ورته د سند اخېستو په موخه سټېچ ته د تلو اجازه ورکول کېږي.

دې ویډیو په ټولنیزو رسنیو د فعالینونو غبرګنونه راپارولي دي.

د پېښور پوهنتون پخوانی استاد ضیا الله همدرد افغانستان انټرنشنل ته وویل:«که يو خوا ته د ویاړ خبره ده، چې د بر وطن پېغلې او ځوانان د لر وطن پوهنتونونو او تعلېمې ادارو کې درسونه وايي په داسې حال کې چې افغان وطن اشغال دی او هلته د نجونو پر زده کړو بندېز لګول شوي نو بل خوا ته دا د افسوس خبره ده، چې د فخر افغان باچاخان په کور کلې چارسده کې او د هغوی په نوم منسوب پوهنتون چارواکې د یو افغان محصلې نه د افغانستان ملې بېرغ بېرته اخلې-دا د غلامۍ، محکومتېا، د نظریاتي پست والی او تذلیل انتها ده.»

رسنیو خپره کړې او پر پېښه یې سخت انتقاد کړی دی. نوموړي ویلي: «د دنیا په هر پوهنتون او هر هېواد کې محصلین کولی شي، چې د خپل ملي بیرغ سره یو ځای خپل سند واخلي. په همدې پاکستان کې هم د فلسطین او بل هر هېواد بیرغ هر چېرته پورته کولی او ګرځولی شئ، خو یوازې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ سره دښمني کېږي.»

حنیف پشتین لیکلي:«د کار نه یوازې غېرې قانوني دی بلکې د پښتنو د روایتو خلاف هم دی،دغه بیرغ د ټیکري مثال لري او د یوې خور له سره د ټیکري لرې کول نه بښونکی کار دی.»

ایران وایي له افغانستان سره د سرحدي دېوال د جوړولو چارې تر ۸۱ کیلومترو رسېدلې دي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۱:۵۳ GMT+۱

ایراني رسنیو د دغه هېواد د پوځ په حواله راپور ورکړی، چې له افغانستان سره د سرحدي دېوال جوړولو چارې تر اوسه ۸۱ کیلومترو ته رسېدلې دي. دغه دیوال څلور متره لوړوالی لري او پر سر یې اغزن تار هم نصب شوی دی.

د ایران ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ د ایران د پوځ د شمال ختیځې قرارګاه مرستیال قوماندان سرتیپ صادق نوري د خراسان رضوي ولایت د تاباد ولسوالۍ له افغانستان سره پر پوله د دېوال جوړولو د پروژې د لیدنې پر مهال ویلي، چې تر دې دمه د دېوال جوړولو چارې په ۸۱ کیلومتره واټن کې بشپړې شوې دي.

ښاغلی نوري وايي:« دا پروژه چې د وخت علمي او فني معیارونو پر اساس د پوځ له لوري پلې کیږي، ټولټال ۹۵۳ کیلومتره اوږدوالی لري، چې له دې ډلې څخه ۳۰۰ کیلومتره یې د خراسان رضوي ولایت اړوند ده.»

دغه ایراني چارواکي ویلي، له افغانستان سره د پولې تړلو او دېوال جوړولو د چارو چټکتیا لپاره یې له ۱۶ شرکتونو سره قراردادونه کړي دي. له افغانستان سره پر پوله د دېوال په جوړیدو سره ناقانونه تګ راتګ کم شوی دی. دغه دېوال څلورمتره لوړوالی لري او د سر برخه یې په اغزن تار پوښل شوې ده.

تر دې وړاندې د ایران د پوله ساتو ځواکونو قوماندان سردار احمد علي ګودرزي ویلي و چې د دغه هېواد په ختیځ او لوېدیځ سرحدونو کې له افغانستان او پاکستان سره د دېوالونو د جوړولو او لارو د بندولو د پلان هدف، ایران ته د نشه‌یي توکو د قاچاق او د ناقانونه کډوالو د راتګ مخنیوی دی.

د طالبانو نوی بندیز؛ په کندهار کې ښځینه روغتیاپالې د کاري وخت پر مهال باید له محرم سره وي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۱:۲۸ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

په کندهار کې د دولتي روغتونونو یو شمېر ښځینه روغتیاپالو افغانستان انټرنشنل ته داسې اسناد وړاندې کړي، چې پکې څرګندېږي طالبانو ټولو ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته امر کړی چې د دندې له پیل څخه تر پای پورې باید محرم ورسره مل وي. دوی شکایت کوي چې "پر یو معاش دوه کسان کار کوو."

په کندهار کې د دولتي روغتیايي بنسټونو یو شمېر ښځینه روغتیاپالانو د شنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست پرې نوي بندیزونه لګولي دي.

د ترلاسه شو سندونو له مخې د «جک» موسسه چې د کندهار دولتي روغتونو کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، د کندهار امربالمعرف ورته امر کړی، چې د ښځینه روغتیاپالانو د محرم پیژندنه تایید او دوی ته یې معرفي کړي.

په یوه بل مکتوب کې د «جک» موسسې ادارې د خپلو ښځینه کارکوونکو د محرم بشپړ معلومات د طالبانو امر بالمعروف ریاست سره شریک کړي دي.

100%

د ښځینه روغتیاپالانو په وینا، د دوی محرم باید په کاري وخت کې له دوي سره په کلینیک یا هم په روغتون کې موجود وي.

د معلوماتو له مخې طالبانو ټولو روغتیایي برخو کې ډاکترانو او نرسانو په کډون ټول ښځینه پرسونل باندې دا بندیز جبري کړی.

هغوی وایي، له ښځینه روغتیاپالو سره داسې چلند کېږي، چې ګواکي د امر بالمعروف ریاست غواړي ښځې مجبوره شي چې دندې پرېږدي او په کور کیني.

یوې ښځینه روغتیاپالې وویل:« په چک پواینټونو کې هم طالبان پوښتنې کوي که محرم هم وي بیا هم دوی داسې ناوړه پېِغورونه راکوي، چې کواګې مونږ د اسلام خلاف عمل کوو.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د یوه راپور له مخې، په کندهار کې د ښځو درملنه له جدي ګواښ سره مخ ده، ځکه چې دا مهال د دغه ولایت په دولتي روغتیايي بنسټونو کې یوازې یوه ښځینه متخصصه ډاکټره حضور لري. پخوا چې څو ښځینه متخصصې ډاکټرې هلته کار کاوه، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې خپلې دندې پرېښې دي.

د طالبانو د ډلې مشر ملاهبت الله په کندهار کې مېشت دی او له هغه ځایه د افغانستان چارې اداره کوي خو نیوکې دا دي، چې د نورو ولایتونو په پرتله په کندهار کې ټولنیز بندیزونه ورځ تربلې زیاتېږي او دا کار به په دولتي سیسټم کې د ښځینه روغتیاپالانو شمېر نور هم راکم کړي.