د پاکستان د بهرنیو چارو پر پخواني وزیر شاه محمود قریشي په زندان کې د زړه حمله راغلې

د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو پر پخوانی وزیر او د تحریک انصاف ګوند پر مخکښ غړي شاه محمود قریشي د لاهور په یوه زندان کې د زړه حمله راغلې ده. خبر زیاتوي، هغه له زندان څخه په بیړه روغتون ته لېږدول شوی.