د طالبانو عدلیې وزیر په نړیوال حقوقي فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ

د طالبانو د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي په سینټ پیټرزبورک کې د نړیوال حقوقي فورم په ۱۳مه غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شو. د دغې ډلې د عدلیې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالحکیم شرعي به په نړیوال حقوقي فورم کې د طالبانو د دریځ په اړه وینا وکړي.

د نړیوال حقوقي فورم دا غونډه به د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د روسیې په سینټ پيټرزبورګ کې پیل شي.

د یادولو وړ ده، چې مولوي عبدالحکیم شرعي د طالبانو په ډله کې تر ملا هبت‌الله وروسته تر نورو طالب چارواګو ډیر د ښځو د حقونو او تعلیم ضد څېره بلل کېږې.