• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران په غزې تړانګه کې د اسراییل وروستي بریدونه وغندل

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۲۱:۲۳ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په غزې تړانګه کې د اسراییل وروستي پرله پسې بریدونه چې سلګونه فلسطینیان پکې ووژل شول، په کلکو ټکو غندلي او د دغه بریدونو په تړاو یې د اسرییلي مشرانو د محاکمې غوښتنه کړې.

د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو په غزه او لوېدیځه غاړه کې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۱۴۶ کسان وژلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوې اعلامیه کې چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اېکس پاڼه کې خپره شوې ویلي، د تېرو ورځو دوامداره بریدونه او جنایتونه په غزه کې په کلکه غندي او د جنوسایډ له امله د اسراییل د مشرانو د معافیت پای ته رسولو او د هغوی د محاکمې او سزا غوښتنه کوي.

یاد ویاند وویل: «اشغالګر رژیم په دې پړاو کې وروسته له هغه چې د اوربند د هوکړې لپاره د منځګړو هڅې ناکامې شوې، خپل جنایتکارانه بریدونه زیات کړي، څو خپلې نامشروع غوښتنې تحمیل او د غزې اوسېدونکي اړ کړي چې کوچېدنه وکړي؛ دا کار به خامخا د فلسطیني ولس له قهرمانانه مقاومت سره مخ شي.»

بقايي د غزې او لوېدیځې غاړې په اړه د بشري حقونو او بشردوستانه اصولو د پراخو سرغړونو عادي ګرځېدل د ملګرو ملتونو د نظام او د نړۍوالو حقوقو لپاره یوه نه‌جبرانېدونکې فاجعه وبلله.

نوموړي ټینګار وکړ، چې ټول دولتونه او د ملګرو ملتونو سرمنشي قانوني او اخلاقي مسوولیت لري، څو د نسل‌وژنې، د بشريت ضد جنایتونو او د جنګي جنایتونو د پای ته رسولو لپاره جدي او بېړني ګامونه واخلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د کازان ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم په څنډه کې د افغانستان–روسیې سوداګریز فورم پرانیستل شو

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۲۰:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، چې د کازان د ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم په څنډه کې یې له روسي چارواکو سره تر ليدنې وروسته «د افغانستان–روسیې سوداګریز فورم پرانیسته.»

نوموړي ویلي، له روسیې سره یې د ټرانسپورټ او ټرانزيټ دوه اړخیزې سوداګریزې او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ پنځه تفاهمنامې لاسلیک کړې دي.

طالبانو ویلي، چې ملابرادر له تاتارستان څخه د څلور ورځني سفر وروسته نن شنبې ناوخته کابل ته ستون شوی.

ملابرادر د کابل په هوايي ډګر کې خبريالانو ته ویلي، چې د دې سفر پر مهال یې د تاتارستان، موردوویا له ولسمشرانو او د روسیې فډراسیون د لومړۍ وزير له دوو مرستیالانو سره هم ليدلي دي.

د برادر په خبره، چې د روسیې فډراسیون له چارواکو سره یې د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زياتېدو، په افغانستان کې د روسي پانګوالو پر پانګونې او په اقتصادي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ په رامنځته کولو خبرې کړي دي.

ملابرادر د یوه پلاوي په مشرۍ د کازان ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان ته تللی و.

په کازان ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم کې د شاوخوا ۹۰ هېوادونو لوړپوړو چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو ۲۰ زره شرکتونو ګډون کړی و.

ټرمپ: راتلونکې دوشنبې به له پوتین او زېلېنسکي سره د جګړې د پای ته رسولو په تړاو خبرې وکړم

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هیله لري چې راتلونکې دوشنبې به ډېره ګټوره ورځ وي او د اوکراین او روسیې جګړه به پای ته ورسېږي.

د امریکا ولسمشر وايي، د دوشنې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره د ټلیفون له لارې خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړې: «د اړیکې موضوع به د روسي او اوکرایني سرتېرو د وینو تویولو بندول وي، چې هره اوونۍ تر ۵۰۰۰ وژل کېږي.»

همدارنګه نوموړی وايي، وروسته به د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکې او د ناټو سازمان له غړو سره هم خبرې وکړي.

ټرمپ هیله لري، چې راتلونکې دوشنبې به ډېره ګټوره ورځ وي، اوربند به وشي او جګړه به پای ته ورسېږي..

د هند د کورنیو چارو وزیر: که څوک د هند پر خلکو برید وکړي، ځواب به یې دوه برابره سخت وي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۹ GMT+۱

د هند د کورنیو چارو وزیر امېت شاه د ګوجرات ایالت په یوه غونډه کې د وینا پر مهال، په څرګنده توګه د پاکستان بریدونو ته په اشارې وویل، که د هند پر خلکو هر ډول ترهګریز برید وشي، نو ځواب به یې نه یوازې قوي، بلکې دوه برابره سخت او پریکنده وي.

امېت شاه وايي، هندي ځواکونو د پاکستان ۱۰۰ کیلومتره دننه عملیات وکړل او هغو ترهګرو ته یې "مناسب او قوي" ځواب ورکړ، چې د نړیوالو ترهګریزو بریدونو پلانونه یې جوړول.

د هند د کورنیو چارو وزیر امېت شاه وویل: «په سیالکوټ او نورو ترهګریزو کمپونو کې هغو ترهګرو چې د نړیوالو ترهګریزو دسیسو پلانونه یې جوړول، زموږ د بمونو غږ ورته یو روښانه پیغام ورکړ.» نوموړي زیاته کړه، که د هند پر خلکو هر ډول ترهګریز برید وشي، نو ځواب به یې دوه برابره قوي، پرېکنده او د عبرت وړ وي.

د غزې کړکېچ؛ تېر ۲۴ساعتونو کې د اسراییل په بمباریو کې غزه کې ۱۴۶ فلسطینیان وژل شوي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۳:۰۱ GMT+۱

غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي، د اسراییل په هوايي بمباریو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۴۶ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د مارچ له اوربند وروسته، پر غزه د اسراییل تر ټولو خونړي بریدونه ګڼي.

د غزې په شمال کې د یو روغتون مشر مروان السلطان وايي:« یوازې له نیمې شپې راهیسې مو ۵۸ شهیدان ترلاسه کړي او لا هم ډېر کسان تر خاورو لاندې دي.»

هممهاله اسراییلي پوځ ویلي، چې پر غزه یې هوايي بردونه پیل کړي او په غزه کې د پراخو عملیاتو د پیلېدو لپاره یې خپل پوځیان راتول کړي دي.

د اسراییلي پوځ په وینا، له دغه عملیاتو څخه یې موخه حماس ته ماتې ورکول او د یرغمل شویو کسانو ژغورل دي.

پوتین: د روسیې او عرب هېوادونو سرمشریزه به د روان کال د تلې په ۲۳مه جوړه شي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ وویل، چې د روسیې او عربو هیوادونو ترمنځ لومړۍ سرمشریزه به د روان کال د تلې په ۲۳مه (د اکتوبر ۱۵مه) جوړه شي. د منځني ختیځ کړکېچونه، اقتصادي همکارۍ او نړیوال بدلونونه به د دې ناستې مهم بحثونه وي.

پوتین د سیمې د کړکېچونو د حل په برخه کې د عربو هېوادونو رول ته په اشارې وویل: «روسیه د منځني ختیځ د شخړو د حل لپاره د عربو هېوادونو سیاسي او ډېپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي.»

هغه دا هم وویل چې د سیمې د لانجمنو مسایلو حل باید د هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په درناوي سره وشي.

که دا ناسته ترسره شي، نو دا به د روسیې او عربو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه لومړۍ رسمي سرمشریزه وي.