ایران یو افغان وګړی اعدام کړ

د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې ایران د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان د زابل ولسوالۍ په زندان کې د عبدالله په نامه یو افغان اعدام کړی دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې ایران د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان د زابل ولسوالۍ په زندان کې د عبدالله په نامه یو افغان اعدام کړی دی.
د دغه سازمان لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د عبدالله سره یو ایرانی وګړی رضا دهمرده هم اعدام شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د ایران د قضایه محکمې لهخوا په «عمدي قتل» تورن وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې پر دغه کسانو د پنجشنبې په ورځ (د غویي په ۲۵مه) د محکمې حکم پلی شوی دی.
لاتراوسه رسمي سرچینو او ایراني رسنیو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

هندو ورځپاڼې راپور ورکړی، چې ښایي نوی ډیلي ډېر ژر له طالبانو سره د اړيکو پراختيا او پياوړتيا په برخه کې «زړور اقدامات» ترسره کړي.
دغه ورځپاڼې د طالبانو بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره د هند د بهرنيو چارو د وزير جي شنکر ټليفوني اړیکې ته په اشارې سره کاږلي، چې دواړه هېوادونه د ډيپلوماتيکو اړيکو پراختيا لپاره پر وړاندې شويو شرايطو فکر کوي: «دغه شرايط په متحده عربي اماراتو کې د متقي او د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وېکرم ميسري تر منځ په ليدنه کې وړاندې شوي وو.»
ورځپاڼې لیکي، یوه ورځ وروسته له هغه چې د بهرنیو چارو وزیر اېس جی شنکر د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې؛ په نوي ډیلي کې چارواکو ټینګار وکړ، چې هند به په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه زړور اقدامات ترسره کړي او هر هغه څه به وکړي چې اړین وي.
دا چې دغه «زړور اقدامات» به څه وي؛ په دې تړاو ډېر جزييات نهدي وړاندې شوي.
ورته مهال هند ته د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د مرستيال ابراهيم صدر د پټ سفر په اړه هم راپورونه خباره شوي؛ خو د دغه طالب چارواکي د پټ سفر په اړه لاتر اوسه طالبان او هند دواړه چوپه خوله دي.
د اوکراین هوایي ځواک ادعا کړې، چې له ۲۰۲۲کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو شخړو په لړ کې روسیې پر اوکراین بېګاه شپه تر ټولو ستر ډرون برید کړی دی.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې؛ اوکرایني ځواکونه ویلي، په دغه برید کې ټولټال ۲۷۳ چاودېدونکي ډورن او ډیکوې کارول شوي وو چې له دې ډلې ۸۸ یې شنډ شوي او ۱۲۸ نور ورک شوي دي.
د کیف سیمهییز والي مېکولا کلاشنیک په وینا؛ په سیمه کې د ډرون په برید کې یوه ښځه وژل شوې او درې تنه نور بیا ټپیان دي.
دغه برید وروسته له هغه وشو، چې د جمعې په ورځ د مسکو او کیېف ترمنځ لومړۍ مستقیمې خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېدې.
د ایران د بهرنیو چارو وزرات مرستیال سعید خطیب زاده وايي، چې د افغانستان په اړه بحث د «تهران فورم» یو له مهمو موضوعاتو دی.
په کابل کې د ایران سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي، خطیب زاده ټینګار کړی چې په غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي حضور د افغانستان په اړه د بحث اړتیا لا ډېره کړې ده.
د تهران د خبرو اترو فورم چې د سیمې د بېلابېلو هېوادونو ۲۰۰ لوړپوړو چارواکو او پلاوو پکې ګډون کړی و، پرون (شنبه، د مئ په ۱۷مه) پیل شو او د روانې میاشتې تر ۲۹مې پورې به دوام وکړي.
له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ په دغې غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته لاړ.
هغه لا دمخه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره لیدلي او دواړو خواوو د افغان کډوالو د وضعیت او د اوبو د سرچینو د مدیریت په اړه خبرې اترې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال د هغه پېښې له امله چې د ایران د پخواني ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر ابراهیم رییسي د وژنې لامل شوه؛ دغه فورم ترسره نه شو.
په دې فورم کې چې ټاکل شوې ده، په دوو ورځو کې ۴۰غونډې ترسره شي؛ د بهرنیو چارو وزیرانو او د حکومتونو استازو، پخوانیو سفیرانو او چارواکو او روڼ اندو ګډون کړی دی.
په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر رستم خبیبولین وايي، د «اېنتکو» په نوم یو روسي شرکت په افغانستان کې د ځمکې دننه د نفتو د موندلو څېړنه (جیولوجیکي سروې) کړې او ډېر ژر به د نفتو د کېندلو چارې پیل کړي.
نوموړی پرته له دې چې د کره نېټې یادونه وکړي، د روسیې دولتي خبري اژانس ریا نووستی ته یې ویلي، چې په افغانستان کې به د نفتو د تصفیه کولو یوه کارخونه هم جوړه شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د (غويي ۲۷مه) یاد اژانس ته منلې، چې له یوه روسي شرکت سره یې د نفتو استخراج اړوند تړون لاسلیک کړی دی.
هغه د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د نفتو د سرچینو پراخولو او د تصفیه خونې د جوړېدو په اړه هم له روسیې سره هوکړې شوې وویل: «هو، د همکاریو یو تړون مو لاسلیک کړی.»
د نورالدین عزیزی په وینا، دغه تړون د «روسیې او اسلامي نړۍ» د غونډې پر مهال په کازان ښار کې شوی دی.
طالبانو د (غويي ۲۶مه) تایید کړه، چې له روسیې سره یې پنځه بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ دغه هوکړې د افغانستان - روسیې د اقتصادي فورم پر مهال د یادې ډلې د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر او د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک ترمنځ لاسلیک شوې.
په دغه تړونو کې ټرانسپورټي همکارۍ، د سوداګرۍ کچې لوړول او د شخصي شرکتونو له لوري د نفتو او ګازو استخراج شامل دی.
عبدالغني برادر د (غويي ۲۴مه) د طالبانو د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د کازان اقتصادي کنفرانس شپاړسمې دورې ناستې لپاره تاتارستان ته تللی و.
هغه بېرته افغانستان ته تر راستنېدو وروسته خپل څلور ورځنی سفر «له لاسته راوړنو ډک» وباله.
له دې سره، سره روسیې طالبان د «ترهګریزو ډلو» په نوملړ کې ځنډولي او په یاد هېواد کې یې د یادې ډلې د سفیر په کچه د استازي منلو ته زړه ښه کړی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم منلې، چې طالبانو مسکو ته خپل سفیر ورپېژندلی او د منل کېدو په تړاو یې ارزونه کېږي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په تونده لهجه ویلي، چې پاکستان د طالبانو د ملاتړ لپاره کلونه د امریکا او لوېدیځو هېوادونو تورونه وزغمل؛ خو نن یاده ډله د پاکستان پر ضد له هند او اسراییل سره څنګ په څنګ ولاړه ده.
د جیو نیوز د راپور له مخې؛ خواجه اصف زیاته کړې، پاکستان د طالبانو د پلویتوب له کبله د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه پېژندل شوی؛ خو اوس طالبانو اسلام اباد ته شاه کړې ده.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر په سر رامنځته شوې کشاله کې دواړه هېوادونو پر یو بل هوایي بریدونه وکړل.
هممهاله بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی اېس شنکر ترمنځ په ټلېفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکارۍ ټینګار شوی دی.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه اړیکه د طالبانو او نوي ډيلي ترمنځ د تعامل نوی باب پرانېستی.
همدا راز راپورونه خپاره شوي، چې د پاکستان پر ضد د «سېندور عملیاتو» پر مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر په یو پټ سفر نوي ډیلي ته تللی و او هلته یې په امنیتي مسایلو ناستې کړې دي.
نوموړی د پاکستان ضد او د ایران له ملاتړه برخمنه څېره بلل کېږي.
پاکستان په افغانستان کې تل د هند له پراخېدونکي نفوذ څخه وېره څرګنده کړې او پر حکومتونو یې فشارونو راوستی؛ څو له یاد هېواد سره له پراخو اړیکو ډډه وکړي.