تاجکستان او ایران له افغانستان سره د همکاریو پر دوام ټینګار کړی

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تهران کې د ګډې ناستې پر مهال له افغانستان سره د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تهران کې د ګډې ناستې پر مهال له افغانستان سره د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
دواړو لوریو همدا راز د سیمې اقتصادي او امنیتي وضعیت په تړاو هم بحثونه کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي موزیم مسوولین وايي، په تېرو لسیزو کې د جګړو تر څنګ د سیاسي بې ثباتۍ له امله ۷۰سلنه تاریخي اثار لوټ شوي، ویجاړ شوي او یا هم بهرنیو هېوادونو ته په بېلابېلو وختونو کې قاچاق شوي دي.
د چین دولتي اژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان ملي موزیم چې پخوا د مرکزي او سویلي اسیا د تمدنونو د شتمنیو ژوندۍ خزانه وه، اوس په کې د پخوا په څېر په پراخه کچه «تاریخي اثار» نشته.
د یادې ادارې مرستیال یحیی محب زاده وایي، چې موزیم اوسمهال د معاصرې تاریخي دورې او په ځانګړې توګه د کورنیو جګړو د غمېزې یوه نښه ګرځېدلې.
نوموړي زیاته کړې: « دې ځای په تاریخ کې تورې ورځې لیدلي دي. ان اثار یې لوټ شوي، ویجاړ شوي، په اور سوځول شوي او غلا کړي یې هم دي.»
د محب زاده په وینا، ډېری تاریخي اثار د مجاهدینو د کورنیو جګړو پر مهال لوټ شوي دي.
د افغانستان ملي موزیم، چې په ۱۹۱۹ میلادي کال کې جوړ شوی او د کابل ښار لوېدیځ لور ته پروت دی. دا د پخوانیو تمدنونو د پرمختګ او بې ساري تاریخي اثارو یوه لویه فرهنګي خزانه ګڼل کېږي.
د محب زاده په خبره؛ اوسمهال دغه موزیم شاوخوا ۶۰ زره تاریخي اثار لري، چې د بېلابېلو تمدنونو استازیتوب کوي؛ لکه د کوشانیانو سلطنت، یوناني، بودایي، د برونزو پېر، هخامنشي، هلنیستي او اسلامي دورې.
هغه زیاتوي: «په ورځني ډول شاوخوا ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسان چې په کې بهرني سېلانیان او داخلي زدهکړیالان شامل دي؛ له موزیمه لیدنه کوي.»
افغانستان له پخوا راهیسې د مرکزي اسیا، سویلي اسیا، منځني ختیځ او چین تر منځ د تمدنونو څلورلارې ګڼل شوې ده او دا ځانګړې موقعیت د دې لامل شوی، چې په دې خاوره کې د هنر، دین او فرهنګ یو بې ساری امتزاج رامنځته شي.
له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې د افغانستان ملي موزیم هڅه کړې، چې له نړۍوالو سره فرهنګي اړیکې پیاوړې کړي او خپله تاریخي شتمني ورسره شریکه کړي.
تر دې دمه، ۲۳۱ ګران بیه اثار چې د باختري سرو زرو خزانې توکي هم په کې شامل دي، د نړۍ په بېلابېلو موزیمونو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
د تمیم سروري په نوم یو کس چې په لومړي ځل د افغانستان ملي موزیم کې د اثارو کتلو ته ورغلی و، په خورا احساساتي ډول یې ویلي: «کله چې مې دا نادر اثار ولیدل، د ویاړ احساس مې وکړ. داسې شیان مې ولیدل، چې هېڅکله مې فکر نه کاوه چې افغانستان به یې ولري.»
طالبانو په وار وار څرګنده کړې، چې د هېواد فرهنګي میراث څخه ساتنه کوي او د تاریخي اثارو تر څنګ د ګران بیه ډبرو قاچاق کېدو څخه په جدي توګه مخنېوی کوي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسمي شمېرو له مخې؛ له هغه وخته چې دوی بیا ځل واک ته رسېدلي له ۵ زرو زیات فرهنګي اثار یې ملي موزیم ته بېرته راګرځولي او له ۲ زرو زیات اثار یې ترمیم کړي دي.
طالبان داسې مهال د «تایخي اثارو» د خوندیتوب ژمنې کوي، چې د دغې ډلې غړو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال د افغانستان ملي موزیم ډېری تاریخي اثار ویجاړ کړل. همدا راز یې په بامیانو کې یې د «بودا تاریخي مجسمه» په راکټي برید کې سخته ویجاړه کړه.
د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې مشر سیمومین یتیموف د ګډو ګټو خپلواک هېوادونو د امنیت او ځانګړو خدمتونو د مشرانو شورا (CIS) په ۵۶مه غونډه کې له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړ.
د هغه په وینا؛ له پولو د اوښتونکې نړۍوالې ترهګرۍ ماهیت او د ګډو ګټو خپلواک هېوادونو پولو ته نږدې د تاوتریخوالي رامنځته کېدل، په ځانګړې توګه د افغانستان سره په پولو کې ګډو هڅو، د معلوماتو پر وخت تبادلې او د عملیاتي میتودونو تازه کولو ته اړتیا لري.
د اېراف خبري اژانس په وینا؛ په دې غونډه کې د روسیې، تاجکستان، اذربایجان، ارمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان لوړپوړو امنیتي استازو ګډون لاره.
د دغو هېوادونو ترڅنګ ترکمنستان په غونډه کې د یوه څارونکي په بڼه برخه اخیستې وه.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم د مخ پر زیاتېدونکو ننګونو له امله د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی او ترهګري، افراطیت، د نشهیي توکو او وسلو قاچاق او د سایبري جرمونو وده یې تر ټولو مهم ګواښونه بللي دي.
د تاجکستان امنیتي چارواکي په داسې حال کې د افغانستان له پولو څخه د ترهګرۍ د خپرېدو په اړه اندېښنې څرګندوي، چې څو ورځې وړاندې د یوراسیا نېټ وېب پاڼې په یوه راپور کې د تاجکستان او طالبانو د اړیکو په اړه ویلي و، چې د دواړو لوریو ترمنځ د طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته اړیکې ترینګلې وې؛ خو اوس دواړه خواوې هڅه کوي، چې په خورا احتیاط سره خپل منځي اړیکې ښه کړي.
د هند او طالبانو ترمنځ د پټو اړیکو او سفرونو سره هممهاله پاکستاني شنونکي وېره لري، چې د دغو دواړو لوریو اړیکې د اسلام اباد لپاره لوی امنیتي ګواښ جوړولای شي.
جنګ ورځپاڼې د یو شمېر سیاسي شنونکو له قوله ویلي، چې د طالبانو او هند له لوري د پردې شاته روانې اړیکې د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ دي.
د سیاسي چارواکو کارپوه فخر درانی وایي، د پاکستاني طالبانو او د بلوڅ بېلتون پاله ډلې د دغه اړیکو پر بنسټ نورې هم پیاوړې کېدای شي.
یو بل شنونکی مظهر عباس باور لري، چې د هند او پاکستان د کړکېچنو اړیکو په لړ کې د طالبانو له لوري له هند سره غېر رسمي ډېپلوماټیکي اړیکې د سیمې پر جیوپولېټیکي وضعیت ژورې اغېزې لرلای شي.
پاکستاني کارپوهانو څو میاشتې وړاندې په کابل کې د هند د یوه لوړ پوړي ډېپلوماټ له لوري د طالبانو له دفاع وزیر ملا یعقوب او یو شمېر نورو چارواکو سره ناستې د اندېښنې وړ بللې دي.
همدا راز هند ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال وزیر ابراهیم صدر وروستی سفر هم شکمن بلل شوی او دا یې له نوي ډیلي سره د سټراټېژیک نږدېوالي لړۍ بللې.
په ټوله کې پاکستاني شنونکي ټینګار کوي که دا اړیکې دوام ومومي، نه یوازې د سیمې وضعیت به پېچلی کړي؛ بلکې د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ شته بې باورۍ به لا ژوره کړي.
پاکستان د مخکیني جمهوري نظام پر مهال هم له هند سره د افغانستان د اړیکو څخه وېره لرله او دغه هېواد تمه لري، چې کابل باید نوي ډيلي سره له ژورو اړیکو ډډه وکړي.
اسلام اباد په افغانستان کې د بېلابېلو حکومتونو پر مهال هڅه کړې؛ څو د هند پراخېدونکی نفوذ ډب کړي.
د اټومي ځواک لرونکي دوه ګاونډي هېوادونو هند او پاکستان له لسیزو راهیسې له یو بل سره د کشمیر پر سر کشاله لري او تازه یې پر یو بل هوایي بریدونه هم وکړل.
د غزې د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل پوځ په تېرو دوو ورځو کې له ۲۰۰څخه ډېر فلسطینیان وژلي او درې لکه کسان یې په زوره د غزې له شمالي تړانګې غزې ښار ته بې ځایه کړي دي.
په یوه بیان کې ویل شوي: «د اسراییل په خونړي ریکارډ کې یو بل جرم اضافه شو، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یوازې د غزې په شمالي ولایت کې له ۲۰۰څخه ډېر کسان د ډله ییزو وژنو په یوه دوامداره لړۍ کې ووژل شول.»
یاد دفتر زیاته کړې، چې د اسراییل پوځ له ۱۰۰۰څخه زیات کورونه په بشپړه یا جزوي ډول ویجاړ کړي او له ۳۰۰،۰۰۰څخه ډېر ملکي وګړي یې په زور سره د غزې ښار ته بې ځایه کړي، چې د دوی د سرپناه لپاره اړین زېربنا نه شته.
په راپور کې راغلي، چې «شاوخوا ۱۴۰ قربانیان د کنډوالو لاندې بند پاتې دي ځکه چې اسراییلي پوځ په قصدي ډول د بمباریو ځایونو ته د امبولانس او ملکي دفاع ټیمونو د رسېدو مخه نیولې ده، چې دا د نړۍوال بشري قانون څخه ښکاره سرغړونه ده..»
په بیان کې یادونه شوې، چې «د اسراییل بې پیلوټه الوتکو د سلګونو خیمو په سوځولو تمرکز وکړ چې د جبالیا کمپ په تل الزعتار، د بیت لاهیا ښار او په شمال کې په نورو سیمو کې بې ځایه شویو خلکو ته د سرپناه ورکولو لپاره ټاکل شوي وو، په داسې حال کې چې د شکمنې نړۍوالې چوپتیا او په روانه نسل وژنه کې فعال ګډون شتون لري.»
د بې پولې خبریالانو سازمان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت پرېکړه چې د امریکا غږ له رسنۍ څخه تر ۵۰۰ ډېر خبریالان او کارکوونکي لرې کړي، په کلکه غندلې ده.
یاد غېردولتي سازمان خبرداری ورکړی، چې که دا خبریالان د کومې ملاتړ کوونکې ادارې تر چتر لاندې پاتې نه شي، ښایي چې دوی اړ شي هغو هېوادونو ته بېرته ولاړ شي چېرې چې د خپلو رسنیزو فعالیتونو له امله د بندي کېدو یا د جدي ګواښونو سره مخ دي.
سازمان له هغو کارکوونکو سره چې له «امریکا غږ» څخه اېستل شوي خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، چې دا مهال د قضایي بهیر له لارې د ټرمپ د ادارې له هڅو سره مبارزه کوي چې غواړي دا رسنۍ وتړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د «امریکا غږ» شاوخوا ۵۰۰ رسمي او غېر رسمي قراردادي کارکوونکي د غویي میاشتې په ۲۵مه نېټه د دندو د پای ته رسېدو مکتوبونه ترلاسه کړي او اعلان یې کړی چې د دوی قراردادونه به د روانې میلادي میاشتې تر پایه (۱۰ جوزا) پای ته ورسېږي.
د اخراج په بهیر کې هغو کسانو ته چې د کاري ویزې له لارې په امریکا کې اوسېږي، یوازې ۳۰ ورځې وخت ورکړل شوی، ترڅو له دې هېواد څخه دې ووځي، یا دې پناهغوښتنه وکړي او یا دې هم بل کار پیدا کړي.
سازمان یادونه وکړه، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د امریکا د نړۍوالو رسنیو د ادارې اړوند (په شمول د امریکا غږ) له خوا بې دندې کول او ځنډونې پیل شوي، چې دې کار د خپرونو او پروګرامونو په بهیر کې جدي ګډوډۍ راوستې دي.
دې سازمان خبرداری ورکړی، چې د خپرونو د دې ګډوډۍ له امله د نړۍ په هغو برخو کې چې رسنیز فعالیتونه ډېر ګواښونکي دي، خلک له معتبرو خبري سرچینو بې برخې کړي.
د ټرمپ حکومت د کب په ۲۴مه امر ورکړی و، چې د فډرالي حکومت د ۷ ادارو په ګډون د امریکا د رسنیو د څار ادارې (چې امریکا غږ هم پکې شامل دی) فعالیتونه تر ممکنه حده کم شي.
د « بې پولې خبریالانو سازمان» د شمالي امریکا رییس لیټن وایمرز وویل: «په داسې حال کې چې د امریکا غږ کارکوونکي د تجدید نظر محکمې د وروستۍ پرېکړې په تمه دي، ټرمپ او د هغه سلاکار کری لیک د محکمې د پرېکړې د ځنډ له وضعیت څخه ناوړه ګټه واخیسته، څو دا پراخې جبري ویستنې عملي کړي او داسې زیانونه ورسوي چې جبرانیې ناشونی دی.»
د امریکا غږ خبریالانو، د دوی اتحادیو او د بې پولې خبریالانو سازمان د وري په لومړۍ نېټه یو ګډ شکایت د امریکا فډرالي محکمې ته وړاندې کړ او دا پرېکړهیې د امریکا د اساسي قانون د لومړي تعدیل ښکاره نقض وباله.
څو ورځې وروسته، دوی توانېدلي چې له محکمې څخه د ټرمپ د پرېکړې د موقت ځنډ حکم ترلاسه کړي.
په تېره میلادي میاشت کې یو فډرالي قاضي امر ورکړ، چې د امریکا غږ خبریالانو ته اجازه ورکړل شي څو خپلې دندې بېرته پیل کړي او د هغوی حسابونه فعال کړای شي.
خو د غویي په۱۳مه سره له دې چې د امریکا غږ خبریالانو ته خبر ورکړل شوی و چې بېرته کار ته تللی شي، یوه تجدید نظر محکمې پرېکړه وکړه، چې د پروګرامونو خپرېدل بېرته پیل نه شي او خبریالان دې هم کار ته بېرته ستانه نه شي.
د «بې پولې خبریالانو» سازمان اعلان کړی، چې د دې پرېکړې په وړاندې به استیناف محکمې ته ولاړ شي.