اېټالیا او جرمني وایي، چې اروپا دا مهال اوکراین ته د سرتېرو لېږلو پلان نه‌لري

د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ او د اېټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني ویلي، چې اروپا لاهم اوکراین ته د سرتېرو د لېږلو له پرېکړې لرې ده. جورجیا مېلوني ویلي: «موږ خپلې ټولې هڅې په اوکراین کې د روسیې له‌خوا د بې قیدو شرطه اوربند پر ټینګېدو متمرکزې کړې دي.»

رویټرز خبري اژانس بیا د ښاغلي مېرڅ په حواله لیکلي: «په راتلونکي پړاو کې باید د سولې خبرو اترو بڼه او همدارنګه د اوکراین لپاره احتمالي امنیتي تضمینونه روښانه شي، کوم چې ښایي په راتلونکې کې د اوکراین لپاره اړین وي.»