طالبانو له ترکیې وغوښتل چې په «کاپ ۳۰» کنفرانس کې د افغان پلاوي د ګډون لپاره لابي‌ګري وکړي

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع‌الحق خالص په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره په کتنه کې له دغه هېواد څخه وغوښتل څو په «کاپ ۳۰» کنفرانس کې د افغان پلاوي د ګډون لپاره هڅې او لابي‌ګري وکړي.

نوموړي په دې وروستیو کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره په کتنه کې غوښتي، چې افغانستان ته هم په یاد کنفرانس کې د ګډون لپاره بلنه ورکړل شي.
خالص دغه راز د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړه، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نږدې ۸۰۰ مېلیونه ډالرو ارزښت لرونکې چاپېریالي پروژې ځنډېدلي دي.
په دې کتنه کې د ترکیې سفیر ژمنه کړې، چې دغه هېواد به د چاپېریال ساتنې په برخه کې له افغانستان سره خپلې ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې، چې «کاپ ۳۰» کنفرانس په برازیل کې ترسره شي.
که څه هم د طالبانو یوه پلاوي د باکو د اقلیمي بدلون په ۲۹مه غونډه (کاپ ۲۹) کې ګډون کړی و، خو هغه وخت د اذربایجان یوې ډېپلوماتیکې سرچینې ویلي و، چې د دې ډلې پلاوي ته د غړو هېوادونو په عمومي ناستو کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.
د یادولو ده، چې طالبان اوسمهال له روانې وچکالۍ او په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله اندېښمن دي او په وار-وار یې له نړۍوالو غوښتي، چې په دې برخه کې له دې ډلې سره همکاري وکړي.