• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په برېتانیا کې مېشتو سیک افغان کډوالو خپل عبادت‌ځای جوړ کړ

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۱:۱۷ GMT+۱

د برېتانیا کې د اسمتویک ښار په سندویل سیمه کې مېشتو سیک افغان کډوالو خپل عبادت‌ځای (معبد) جوړ کړی دی. دغه معبد د شنبې په ورځ (د غویي ۲۷مه) د برېتانیا د سیمه‌يیزو سیاستوالو او د افغان سیک ټولنې د غړو په حضور کې پرانیستل شو.

د برېتانیا یوې سیمه ییزې ورځپاڼې اکسپریس اینډ سټار راپور ورکړی، چې دا معبد د افغان سیک اقلیت لپاره جوړ شوی دی، ترڅو دوی د خپل دیني فعالیت لپاره یو ځانګړی ځای ولري.

لوچن سینګ چاولا چې د ګورو نانک دربار معبد مسوول دی، د پرانیستې په مراسمو کې وویل: «دا یوه لویه لاسته‌راوړنه او د افغان سیک ټولنې لپاره تاریخي شېبه ده. دا مراسم د خلکو د یووالي او تنوع ښکارندویي کوي او دا چې د اسمتویک ښار ټولنه څومره رنګینه او یو موټې ده. د معززو مېلمنو ګډون زموږ لپاره د ویاړ ځای دی.»

هغه زیاته کړه: «دلته د افغان سیک ټولنې د غړو لیدل ډېر د خوشحالۍ ده. دا یوازې د یوه نوي عبادت‌ځای پرانیسته نه ده، بلکې د دې ټولنې د اوږده، ستونزمن او الهام‌بښونکي سفر یوه نښه هم ده.»

چاولا دا هم وویل، چې افغان سیکان سره له دې چې له جګړو، کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو سره مخ شوي، لا هم د برېتانیا ټولنې ته فرهنګي او ټولنیز ارزښتونه ور زیات کړي دي.

د افغان سیک اقلیت ستونزمن تاریخ

افغان سیک ټولنه په تېرو څلورو لسیزو کې د جګړو، تاوتریخوالي او ځورېدنو له امله سخت زیان لیدلی.

د طالبانو بېرته واک ته رسېدو دا حالت نور هم سخت کړ او د افغان سیکانو مهاجرت یې چټک کړ.

له هغه وخت راهیسې، د دې مذهبي لږکیو له لسګونو زرو نفوذ څخه، یوازې یو شمېر کسان افغانستان کې پاتې دي.

ډېری یې هند، کاناډا، اروپا او امریکا ته کډوال شوي دي.

د یادولو ده، چې په تېرو لسیزو کې د کابل او نورو ولایتونو په بېلابېلو برخو کې د افغان سیکانو ګڼ شمېر کورونه او معبدونه غصب شوي هم دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په اسټرالیا کې دوه افغان وروڼه د یوې ښځې پر وژنې تورن شوي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۲۲:۴۲ GMT+۱

د اې‌بي‌سي نیوز د راپور پر بنسټ، د اسټرالیا د کوینزلېنډ ایالت پولیسو د بریزبن لوېدیځ ته څېرمه د سپرینګفېلډ په سیمه کې د یوې ۲۳ کلنې ښځې د وژنې په تور د خلیل‌الله او مسیح‌الله په نوم دوه افغان وروڼه نیولي دي.

پولیس وايي، چې خلیل‌الله او د هغه ورور مسیح الله دواړه د «کورني تاوتریخوالي» اړوند پر یوې وژنې تورن شوي دي. دوه ماشومان چې عمرونه یې درې کلن او څلور کلن ښودل شوي، د پیښې پرمهال په کور کې وو.

پولیسو دا پېښه «یوه فاجعه» بللې او په وینا یې، په دې تړاو نورې څېړنې روانې دي.

د اسټرالیا کوینزلېنډ ایالت پولیسو زیاته کړې، چې ۲۶ کلن خلیل‌الله او ۳۰ کلن مسیح‌الله د لومړنیو څېړنو پر مهال له هغوی سره د همکارۍ خبره کړې وه، خو وروسته دواړه په رسمي بیانونو کې د «ابهام او تضاد» له امله تورن شوي دي.

په راپور کې همداراز راغلي، که چېرې دواړه وروڼه د دې پېښې عاملان وپېژندل شي، ښايي له عمري بند سره مخ شي. ټاکل شوې، چې تورن کسان په روانه اوونۍ کې محکمې ته وړاندې شي.

په اسټرالیا کې د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو دا پیښه له «ناموسي وژنې» سره تړلې ده.

په اډیلیډ کې په یوې بلې جلا پېښه کې بیا د یوې افغانې کورنۍ څو غړي د ۲۱ کلنې نجلۍ د وژنې د هڅې په تور چې له یوه غېرمسلم سړي سره یې اړیکه درلوده، محکوم شوي دي.

د اسټرالیا سترې محکمې دا برید د «ناموسي وژنې هڅه» بللې او عاملانو ته یې د بند په ګډون بېلابېلې سزاوې اورولي دي.

د روضې شریفې جومات کې پر طالبانو د مرګ شعارونه ورکړل شوي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۷:۳۳ GMT+۱

په بلخ کې مشهور روحاني مولوي عبدالقاهر د طالبانو پر تبعیضي چلند او قبیله پالنې نیوکه کړې. هغه د جمعې په ورځ د روضې شریف جومات په خطبه کې ویلي، چې قوم پالنه او عصبیت د اسلامي نظام د ناکامۍ لامل ګرځي.

طالبانو غوښتل چې مولوي عبدالقاهر ونیسي، خو د هغه ملاتړو د «مرګ پر طالبانو» شعارونو سره د هغه د نیولو مخه ونیوله.

د افغانستان انټرنشنل د سرچینو له مخې، د خطبې په وروستیو شیبو کې د طالبانو د بلخ د امر بالمعروف رییس مولوي عبیدالله له ځانګړو وسله‌والو ځواکونو او درې پوځي موټرو سره جومات ته ورننوت. هغوی د شخړې په رامنځته کولو سره لومړی د ویډیو اخیستلو تجهیزات ضبط کړل او بیا یې د احتجاج کوونکوله منځه څو کسان ونیول او له ځان سره یې یووړل.

مولوي عبدالقاهر له دې وړاندې هم پر طالبانو نیوکې کړې وې.

هغه په یوه لویه غونډه کې په توندو خبرو د طالبانو کړنې سختې وغندلې او ویلي یې و: «جغرافیا کیدای شي د ځانمرګو بریدګرو او بمونو په مرسته ونیول شي، خو د خلکو زړونه نه شي نیول کېدای».

په تېرو څلورو کلونو کې څو خپلواکو روحانیونو پر طالبانو په کلکو ټکو نیوکې کړې دي، چې ځینې یې له دې امله نیول شوي، پر ځینو فشار راوړل شوی او یا له هېواده وتلي دي.

عبدالسلام عابد بل مشهور روحاني له طالبانو غوښتي وو چې د مشرتابه امرونه تعقیب نه کړي.

هغه د طالبانو پر مشرتابه له نیوکې وروسته په کابل کې په یوه چاودنه کې ټپي شو او بیا یې افغانستان پرېښود او ترکیې ته ولاړ.

عابد له روحانیونو غوښتي وو چې د طالبانو د کړنو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي: «هغوی خلک له خپلو دندو ګوښه کړل او موږ چوپ وو، غیر معمولي فرمانونه یې ورکړل او موږ چوپ وو، انتقاد نه کوو او انتظار کوو چې نن به سم شي یا سبا».

هغه ټینګار کړی و چې نور نه شي کولای وګوري چې ملت بربادیږي او دی چوپ پاتې شي.

د کابل په عبدالرحمن جامع جومات کې په خپله وروستۍ وینا کې هغه ویلي وو چې په پخواني نظام کې «ټول وو، یوازې طالبان نه وو، خو حکومت سقوط وکړ، اوس یوازې طالبان دي او نور څوک نشته».

د ملي بیرغ پر سر ناندرۍ؛ پاچا خان پوهنتون افغانې محصلې ته بېرته له ملي بیرغ سره سند ور کړ

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۵:۵۱ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د پاچا خان پوهنتون مسوولینو یوې افغانې محصلې ته دا ځل په داسې حال کې سند ورکړ، چې ملي بیرغ یې پر اوږه و. تېره اونۍ د باچاخان پوهنتون په فراغت غونډه کې د یادې افغانې محصلې له اوږو څخه د افغانستان ملي بیرغ لرې کړل شو، چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلي انځور کې لیدل کیږي، چې د پاچا خان پوهنتون د مشر په دفتر کې افغانې محصلې شېکلا ته په داسې حال کې د فراغت سند ور کول کیږي، چې د افغانستان ملي بیرغ یې پر اوږو پروت دی.

په دې انځور کې د پاچا خان پوهنتون مسوولین هم حضور لري.

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان تېره ورځ، د مرغومي پر ۲۸مه، پر خپل اېکس ولیکل، چې « موږ د پوهنتون مشر ته اخري خبرداری ورکوو چې د بهرني بیرغ د بې‌احترامۍ مساله جدي واخلي، او ژر تر ژره اقدام وکړي. که دا کار ونه شي، نو ما د عوامي نشنل ګوند چارسدې او د پښتون محصلانو اتحادیې ته لارښوونه کړې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ، د می ۲۲مه، ۲۰۲۵، د پوهنتون رییس پر ضد لاریون وکړي».

د باچاخان پوهنتون چارواکو تېره اونۍ په یوه غونډه کې د دغې افغانې محصلې له اوږو د افغانستان ملي بیرغ لرې کړ، چې دا کړنه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه. افغان سیاستوالو، لیکوالانو او فعالانو دا کړنه «شرموونکې» بللې ده.

په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال ویلي: «د خیرن پاکستانیت لويه نښه له ملي بیرغ سره مخالفت دی.»

نوموړي د پوښتنې په ډول پر خپل اېکس لیکلي: «اوس پوه شوﺉ، چې له ملي بیرغ سره دښمني له کومه ځایه سرچینه اخلي؟»

لېوال د دغې افغانې نجلې جرئت ستایلی و.

نړیوال بانک د طالبانو له راستنېدو وروسته له افغانستان سره ۲،۲ میلیارد ډالره مرسته کړې

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۱

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس د اروپا د بشري مرستو د شورا په غونډه کې وویل، چې نړیوال بانک له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره ۲،۲ میلیارده ډالره مرسته کړې. فارس حداد زیروس وايي، دغه مرستې د ملګرو ملتونو او نړیوالو موسسو له لارې د افغانستان ۷۰ سلنه اوسېدونکو سره شوې دي.

زیروس وویل، ملګري ملتونه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د څو میاشتو لپاره له افغانستان نه ووتل، خو بېرته ته راستانه شول.

هغه وويل چې په افغانستان کې نړيوال بانک د نړيوالو نادولتي موسسو او مدني ټولنې سره کار کوي چې تمرکز يې پر ښځو دی څو د افغانانو اساسي اړتياوې پوره کړي.

په افغانستان کې نړیوال بانک مشر وویل چې بانک د "اصولو پر بنسټ" چلند باندې تمرکز کوي، خکه د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام سره مخ په وړاندې تګ ستونزمن شوی دی.

زیروس تشریح کړه، چې د طالبانو قوانین، په ځانګړې توګه د امربالمعروف قانون، د ښځو کړنې، غږونه او فعالیتونه په مختلفو لارو محدودوي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر وویل چې بانک هڅه کوي د خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکولو لپاره د ښکېلتیا لارو چارو په موندلو سره له وضعیت سره مقابله وکړي.

د طالبانو د کانونو وزیر: د تهران او کابل ترمنځ د همکاریو "طلایي فرصت" رامنځته شوی

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۵:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري وایي، سره له دې چې د افغانستان او ایران پر ضد «دښمنان پراخ تبلیغات کوي»، خو اوس د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او د کانونو په برخه کې یو «استثنایي او طلایي فرصت» رامنځته شوی دی.

د ایرنا اژانس د رپوټ له مخې، بدري دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د ایران د کاني موادو د پروسس د څېړونکو په دویم نړیوال سمپوزیم کې وکړې، چې دا مهال د ایران د البرز ولایت په کوربه توب روان دی.

بدري وویل، « اوس مهال په افغانستان کې امنیت او ثبات حاکم دی او د ایران پانګوال او اقتصادي سکتور کولای شي په ډاډه زړه هلته پانګونه وکړي».

هغه زیاته کړه، چې افغانستان له بېلابېلو طبیعي زیرمو ډک دی او دا د ایرانی پانګوالو لپاره یو غوره فرصت دی.

د طالبانو د کانونو وزیر وویل، چې د ایران دولتي او خصوصي دواړه سکتورونه کولای شي د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې فعاله ونډه ولري.

هغه پر دې هم ټینګار وکړ، چې د «افغانستان او ایران د خلکو دښمنان هڅه کوي د دواړو هېوادونو وضعیت منفي انځور کړي»، خو اوسنی وضعیت د ګډو اقتصادي همکاریو لپاره یو طلایي چانس دی چې باید له لاسه ور نه کړل شي.

بدري همداراز یادونه وکړه، چې د افغانستان او ایران ترمنځ ژور فرهنګي مشترکات شته، چې دا کولی شي د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لامل شي.

یاد شوی درې ورځنی سمپوزیم د ایران د البرز ولایت په کاوش صنعتي ښارګوټي کې ترسره کېږي، چې موخه یې د کاني موادو د پروسس په برخه کې د نړیوالو څېړونکو نظریات شریکول او د همکاریو پراخول دي.