امریکا د بهرنیو مرستو له بودیجې کډوال باسي او افغانان به یې لومړۍ ډله وي چې اېستل کېږي

د ټرمپ اداره د بهرنیو مرستو له بودیجې چې کابو ۲۵۰ مېلیونه ډالر کېږي، د افغانستان، اوکراین، هاییټي، سوریې او یو شمېر نورو هېوادونو د پناه غوښتونکو د اېستلو لپاره کاروي. یوې با خبرې سرچینې واشنګټن پوسټ ته ویلي، افغانان به لومړۍ ډله وي چې له امریکا اېستل کېږي.
اوسمهال چې څه باندې ۱۰ زره افغان کډوال په امریکا کې د خوندیتوب تر پروګرام لاندې ژوند کوي، د امریکا حکومت پرې دغه بهیر لغوه کړی او له هغوی یې غوښتي، چې له دې هېواد څخه ووځي.
واشنګټن پوسټ د سې شنبه په ورځ راپور ورکړ، چې د افغان کډوالو ترڅنګ کابو ۲۰۰ زره اوکرایني او د هایټي ۵۰۰ زره وګړي هم د اېستلو په نوملړ کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د امنیتي ګواښونو له امله اوکراین او هایټي سفر منع کړی دی.
تر دې وړاندې د ټرمپ حکومت اعلان کړی و، هغه پناه غوښتونکي چې خپله د امریکا خاوره پرېږدي، تر زرو ډالرو به ترلاسه کړي.
دغه پرېکړه په داسې حال کې اعان شوې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، د هغو افغانانو انتقال چې امریکا ته د تګ لپاره وړ شرایط لري، نه دی لغو شوی.
نوموړي دا څرګندونې د کانګرس په یوې ناسته کې کړي او ویلي یې دي چې ډېر ژر به په دې برخه کې پرمختګ اعلان شي.
له دې سره، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ بیا تازه د افغانانو د خراب اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا هېواد د راستانه شویو کډوالو د منلو لپاره چمتو نه دی.