• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

صالح: ملا هبت‌الله د روان کال لپاره ۷۳۰ میلیون ډالره د طالبانو دفاع وزارت ته ځانګړي کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۷:۱۶ GMT+۱

د مخکني جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د روان مالي کال لپاره یوازې د دغې ډلې دفاع وزارت ملېشو ته ۷۳۰ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي.

نوموړي پر اېکس پاڼه په دې تړاو د زرغون بهیر راپور په خپرولو سره لیکلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان هر کال ۲.۵ میلیارد ډالره عواید راټولوي او شاوخوا ۳۰ سلنه یې د دغې ډلې دفاع وزارت کې د طالبانو ملیشو ته ځانګړې کېږي.
هغه زیاته کړې، که چېرې هبت‌الله یوازې د خپلې ملیشې جوړښت لپاره د ملي عوایدو شاوخوا ۷۰ سلنه کاروي؛ نو د هر ډول بشري مرستو غوښتنه د منلو نه ده.
هغه وړاندې ادعا کړې، چې د امریکا کانګرس تر دې دمه په دې کې پاتې راغلی، چې طالبانو ته له ۴۰ څخه تر ۶۰ مېلیون ډالرو پورې د اونیزې نغدي کڅوړې د لېږد مخه ونیسي.
ښاغلي صالح په خپل یادښت کې ویلي: «د دوحې تړون د پټو ضمیمو له امله چې د ناټو په ملاتړ کودتاه ته ورته یوه دسیسه وه، د افغانستان جمهوري نظام یې وپرځاوه.»
نوموړي دغه څرګندونې د زرغون بهیر د راپور هغې برخې ته په اشارې سره کړې دي، چې له مخې یې د دوحې تړون د پټو ضمیمو پر بنسټ امریکا د بشري مرستو په نوم د طالب ملیشتو د لګښتونو د تامینولو ژمنه کړې ده.
د زرغون بهیر په راپور کې راغلي، چې د دغه تړون له مخې د افغاني پاسپورټونو او د پېسو چاپ واک هم د امریکا سره دی.
راپور زیاتوي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې امریکا طالبانو ته په اوونۍ کې د لسګونه مېلیون ډالرو نغدي کڅوړو سربېره، ۲۵۰ مېلیارده افغانۍ هم د دوی په واک کې ورکړې دي.
له بل پلوه د زرغون بهیر په راپور کې راغلي، چې ملا هبت‌الله د سږني مالي کال لپاره د بودجې پنځوس میلیارده افغانۍ چې شاوخوا ۷۳۵ مېلیونه ډالر کېږي؛ هغو ملیشو ته ځانګړې کړې دي، چې د طالبانو په نوم د دفاع وزارت سره ثبت شوي، چې له دې سره د ملي عوایدو شاوخوا ۳۰ سلنه د طالبانو دفاع وزارت ته ورکول کېږي.

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۳

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۴

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۵

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

د ایران په کرمان کې د افغان کډوالو د یوه بس چپه کېدو پېښه کې ۲۲ تنه ټپیان شوي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۷:۰۸ GMT+۱

ایزاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هیواد د کرمان په جوپړ سیمه کې د یوه بس د چپه کېدو پېښه کې ۲۲ افغان کډوال چې افغانستان ته د ستنولو لپاره لېږدول کېدل ټپیان شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د کرمان د بیړني حالت د څانګې مشر سید محمد صابري ویلی، چې دا پیښه نن سې شنبه د (غوایي په ۳۰مه ) د باغین-جوپر په لویه لاره کې رامنځته شوې ده.

د هغه په ​​وينا، بس له اصفهان څخه زاهدان ته روان و چې ۴۲ مساپر په کې وو، چې پنځه تنه یې ایرانیان او ۳۷ افغانان هم په کې وو، چې افغانستان ته ستنول کېدل.

صابري زیاته: «مناسب روغتیایي تدبيرونه ونيول شوي، د پېښې په ځای کې د ۲۰ ټپيانو درملنه شوې او ۲۲ ټپيان د کرمان شهيد بهونر روغتون ته ولېږدول شوي دي.»

د هغه په ​​وینا، د پېښې د یوه ایراني قربانی پښه پرې شوې ده، او د نوروټولو ټپیانو عمومي حالت ښه او د ډاډ وړ دی.

د پاکستان حکومت څه باندې ۶۰۰ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۱

د پاکستان حکومت تېره ورځ د (غوایي ۲۹مه ) ۶۲۹ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي. دغې ادارې خبریالانو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي، چې دغه کډوال یې د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي.

د پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې له‌خوا د خپرو شویو رسمي شمېرو له مخې په لېږدول شویو کډوالو کې ۸۹ د (ACC) کارت لرونکي او ۵۴۰ تنه بې اسناده افغانان شامل دي.

په معلوماتو کې راغلي، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري لېږد په دویم پړاو کې تر دې مهاله یوازې د تورخم له لارې ۵۸۰۰۳۷ تنه کډوال افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي، چې په ستنو شویو کې ۳۶۴۰۱ تنه د ( ACC ) کارت لرونکي او ۵۴۳۶۳۶ نور یې نااسناده افغانان شامل دي.

بلخوا د افغانستان لپاره د کډوالو د ملاتړ سازمان مشرې مې هیونګ پارک وایي، چې له ایران او پاکستان څخه د په جبري توګه د کډوالو د راستنېدو بله څپه پر لاره ده.

نوموړې وایي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د افغانانو جبري ستنېدل د هغو کورنیو لپاره ستونزې زیاتوي؛ کومې چې د افغانستان دننه بشري مرستو ته اړتیا لري او په دغه مرستو تکیه کوي.
هغه وایي: «اوس‌مهال په افغانستان کې یو داسې رژیم واکمن دی، چې په نړیواله کچه چا په رسمیت نه دی پېژندلی. او هغه وضعیت چې نن په دغه مېز وړاندې شوی، هغه د دغه وضعیت له امله دی.»

نوموړې دغه څرګندونې تېره ورځ د اروپایي ټولنې د بشري مرستو په څلورمې ناسته کې کړې دي.

د پاکستان حکومت نږدې ۳۰۰ افغانان تر زنداني کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۵:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان حکومت د دغه هیواد په بېلابېلو ښارونو کې۲۸۶ افغان کډوال تر زنداني کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو افغانانو له یوې تر دوه ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړې وې او بیا افغانستان ته اېستل شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ دغه افغانان د (غوايي په ۲۹مه) نېټه د کندهار ولایت سپین بولدک له لارې ستانه کړل شوي دي.

له څه مودې راهیسې د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د لړۍ دویم پړاو پیل کړی او هره ورځ په سلګونه افغان کډوال تر نیولو وروسته افغانستان ته په خبري ډول ستنوي.

بلخوا طالبانو په کراتو د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په زوره د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي، او دا یې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

همدا راز د د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د کډوالو د ملاتړو یو شمېر سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر ودروي؛ خو اسلام اباد دا ځل پر دې غوښتنو خپل غوږونه کاڼه کړي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: د بودیجې کمښت مېلیونونه خلک له روغتیایي خدمتونو بې‌برخې کړي دي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۱:۵۵ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د نړۍ لږ تر لږه ۷۰ هېوادونو کې خلک له روغتیایي خدماتو بې‌برخې شوي، چې پکې افغانستان هم شامل دی. دا وضعیت د روغتیايي پروګرامونو د تمویل د کمېدو له امله رامنځته شوی.

د روغتیا د نړۍوال سازمان مشر تدروس ادهانوم د روغتیا نړۍوالې مجمعې ته وویل: «ناروغان له درملنې محروم شوي، روغتیایي مرکزونه تړل شوي، روغتیایي کارکوونکو خپل کارونه له لاسه ورکړي او هغه پیسې چې خلک یې له خپل جېبه د درملنې لپاره ورکوي، زیاتې شوې دي.»

د دغه سازمان د راپور له مخې، اوسمهال د سازمان کلنۍ بودیجه کې ۶۰۰مېلیونه ډالره کسر شتون لري او اټکل کېږي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د بودیجې کچه ۲۱ سلنه راکمه شي.

سلګونه تمویل کوونکو او دیپلوماتانو د دوشنبې په ورځ په ژنیو کې غونډه وکړه، څو له بیزوتڼاکې (monkeypox) وبا او نورو روغتیايي ناورینونو سره د مقابلې لارې ولټوي.

د افغانستان د روغتیا سیستم تر ټولو زیات زیان لیدلی

د روغتیا نړۍوال سازمان مخکې د کب په ۲۶مه په یوې اعلامیه کې خبرداری ورکړی و، چې د بودیجې کمښت ممکن په افغانستان کې د دې سازمان له لوري تمویلېدونکي ۸۰٪ روغتیايي خدمات ودروي.

د راپور له مخې، د وري میاشتې تر ۱۴پورې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله تړل شوي او که عاجله مداخله و نه شي، تر چنګاښ میاشتې پورې ښايي نور ۲۲۰ مرکزونه هم وتړل شي.

د امریکا وتلو د WHO مالي بنسټونه لړزولي

امریکا د ملګرو ملتونو د روغتیایي سازمان WHO شاوخوا یوه پر پنځمه برخه بودیجه ورکوله، خو د دې سازمان څخه د امریکا د وتلو له پلان سره، نه یوازې د کارکوونکو ګومارنه بنده شوې، بلکې د بودیجې کمښت هم پیل شوی.

اوس تمه ده، چې چین د سازمان تر ټولو لوی دولتي تمویل کوونکی شي او له نورو مالي مرستو سره یوځای د دې نړۍوال سازمان تر ټولو مهم مالي منبع وګرځي.

د نړۍوالو چارواکو ژوره اندېښنه

تدروس ادهانوم ویلي: «ډېرو وزیرانو راته ویلي چې ناڅاپي او پراخ مالي کمښتونه یې په هېوادونو کې د روغتیا سیستمونه ګډوډ کړي او د مېلیونونو انسانانو ژوند یې له خطر سره مخ کړی.»

هغه ټینګار وکړ، چې هېوادونه باید د دفاعي لګښتونو ترڅنګ، د روغتیا نړۍوالو تمویلونو ته هم جدي پام وکړي.

نوموړي وویل: «هېوادونه پر پوځي دفاع مېلیونونه ډالر لګوي، خو د هغو پټو ګواښونو پروړاندې چې کولی شي تر جګړو ډېر زیان ورسوي، لکه ناروغۍ ته ډېره لږه بودیجه ځانګړې کوي.»

په برېتانیا کې مېشتو سیک افغان کډوالو خپل عبادت‌ځای جوړ کړ

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۱:۱۷ GMT+۱

د برېتانیا کې د اسمتویک ښار په سندویل سیمه کې مېشتو سیک افغان کډوالو خپل عبادت‌ځای (معبد) جوړ کړی دی. دغه معبد د شنبې په ورځ (د غویي ۲۷مه) د برېتانیا د سیمه‌يیزو سیاستوالو او د افغان سیک ټولنې د غړو په حضور کې پرانیستل شو.

د برېتانیا یوې سیمه ییزې ورځپاڼې اکسپریس اینډ سټار راپور ورکړی، چې دا معبد د افغان سیک اقلیت لپاره جوړ شوی دی، ترڅو دوی د خپل دیني فعالیت لپاره یو ځانګړی ځای ولري.

لوچن سینګ چاولا چې د ګورو نانک دربار معبد مسوول دی، د پرانیستې په مراسمو کې وویل: «دا یوه لویه لاسته‌راوړنه او د افغان سیک ټولنې لپاره تاریخي شېبه ده. دا مراسم د خلکو د یووالي او تنوع ښکارندویي کوي او دا چې د اسمتویک ښار ټولنه څومره رنګینه او یو موټې ده. د معززو مېلمنو ګډون زموږ لپاره د ویاړ ځای دی.»

هغه زیاته کړه: «دلته د افغان سیک ټولنې د غړو لیدل ډېر د خوشحالۍ ده. دا یوازې د یوه نوي عبادت‌ځای پرانیسته نه ده، بلکې د دې ټولنې د اوږده، ستونزمن او الهام‌بښونکي سفر یوه نښه هم ده.»

چاولا دا هم وویل، چې افغان سیکان سره له دې چې له جګړو، کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو سره مخ شوي، لا هم د برېتانیا ټولنې ته فرهنګي او ټولنیز ارزښتونه ور زیات کړي دي.

د افغان سیک اقلیت ستونزمن تاریخ

افغان سیک ټولنه په تېرو څلورو لسیزو کې د جګړو، تاوتریخوالي او ځورېدنو له امله سخت زیان لیدلی.

د طالبانو بېرته واک ته رسېدو دا حالت نور هم سخت کړ او د افغان سیکانو مهاجرت یې چټک کړ.

له هغه وخت راهیسې، د دې مذهبي لږکیو له لسګونو زرو نفوذ څخه، یوازې یو شمېر کسان افغانستان کې پاتې دي.

ډېری یې هند، کاناډا، اروپا او امریکا ته کډوال شوي دي.

د یادولو ده، چې په تېرو لسیزو کې د کابل او نورو ولایتونو په بېلابېلو برخو کې د افغان سیکانو ګڼ شمېر کورونه او معبدونه غصب شوي هم دي.