کابل کې د طالبانو والي وایي، یوناما دې له دوی سره په بشپړې همغږۍ خپلې چارې مخ ته یوسي

په کابل کې د طالبانو والي امین الله عبید وایي، چې د یوناما دفتر دې له دغې ډلې سره په بشپړې همغږۍ خپلې چارې مخ ته یوسي؛ ترڅو خدمتونه ګټور او پر ځای ترسره شي.

په کابل کې د طالبانو والي امین الله عبید وایي، چې د یوناما دفتر دې له دغې ډلې سره په بشپړې همغږۍ خپلې چارې مخ ته یوسي؛ ترڅو خدمتونه ګټور او پر ځای ترسره شي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د یوناما استازي او د دغې ډلې د عامې روغتیا، اقتصاد، کلیو او پراختیا ریاستونو له رییسانو او یو شمېر نورو چارواکو سره د لیدنې پرمهال کړې دي.
د نوموړي د دفتر لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د هغه په حوالې راغلي، چې د مرستو د وېش او پراختیایي پروژو د سروې بهیر باید د خلکو د ریښتینو اړتیاوو پر بنسټ ترسره شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، افغانستان ته وارداتي درمل نه یوازې په لوړه بیه تمامېږي؛ بلکې له هېواده په زیاته کچه د اسعارو د وتلو لامل هم کېږي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د درملو تولیدي کارخونو ته د طالبانو د عامې روغتیا وزارت لهخوا د تصدیق پاڼو د وېش په غونډه کې کړې دي.
هغه په دغه ناسته کې د درملو د تولیدي کارخونو له مسوولانو غوښتي، چې له ملي او نړۍوالو معیارونو سره سم درمل تولید کړي.
هغه ویلي: «که په هېواد کې د درملو تولیدي فابریکې له ملي او نړۍوالو معیارونو سره سم درمل تولید کړي، دا به نه یوازې لویه لاسته راوړنه وي؛ بلکې پر وارداتي درملو به د هېواد تکیه راکمه کړي.»
نوموړي دارنګه له ټولو ادارو غوښتي، چې د ملا هبتالله د حکم له مخې له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي او خپلو معیاري روغتیایي تولیداتو ته لومړيتوب ورکړي.
افغانستان ته تر ډېره د اړتیا وړ درملو لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو واردېږي؛ خو نیوکې دا دی، چې دغه هېوادونه افغانستان ته بې کیفیته درمل واردوي.
که څه هم طالبانو په وار، وار ویلي، چې دوی به د بې کیفیته درملو د واردولو مخه ونیسي؛ خو لا تر اوسه پورې یې په دې تړاو کوم عملي اقدام نه دی کړی.
د زلمي خلیلزاد مېرمن شیریل بینارډ په یوې مقاله کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د ستنېدو په تړاو د افغان کډوالو او د هغوی د ملاتړکوونکو بنسټونو اندېښنې «بېبنسټه» بللي او وايي، چې افغانستان ته دې له ستنېدو نهوېرېږي.
نوموړې د سېشنبې په ورځ د نشنل انټرنسټ وېبپاڼې له لارې په خپره شوې مقاله کې د افغان ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیز «د نهمنلو وړ او د دیني اساس نهلرونکی» بللی دی، خو د ښځو د ځپلو په تړاو یې د رسنیو راپورونه رد کړي دي.
بینارډ چې شاوخوا یوه میاشت مخکې کابل ته سفر کړی، وايي هغه افغان ستنېدونکي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ښوونیز نصاب په اړه اندېښمن دي، باید خپل ماشومان خصوصي ښوونځیو ته ولېږي.
د زلمي خلیلزاد مېرمن د هېوادونو لهخوا د طالبانو رژیم د نهمنلو پرېکړه «غېرعادلانه او عجیبه» بللې ده او ادعا یې کړې، چې په هند کې د ښځو وضعیت د افغان ښځو په پرتله ډېر خراب دی. هغې ویلي: «له ښځو سره د طالبانو چلند د هند په څېر چې یو پرمختللی او ځواکمن هېواد بلل کېږي، ظالمانه نه دی.»
یاده مېرمن دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د هند ولسمشره ښځه ده او په دغه هېواد کې ښځې د زدهکړو او کار حق لري. د جنسیت د نابرابرۍ شاخص (جيایای) د راپور له مخې، هند د ښځو د پرمختګ له پلوه د ۱۹۳هېوادونو په منځ کې ۱۰۲م ځای لري.
بینارډ همداراز، له محرم سره د ښځو د سفرکولو مساله رد کړې او ویلي یې دي، «دا ادعا درواغ ده. د هغې په مقاله کې راغلي: «له ځانه لاندې مې ډېرې ښځې ولیدې چې یوازې یا له خپلو ښځینه دوستانو سره ګرځېدې چې ډېریو یې حجابونه اغوستي او مخونه یې پټ وو.»
نوموړې افغانستان د افغان کډوالو لپاره د ناامنه هېواد موضوع د ردېدو ترڅنګ زیاته کړې: «موږ اوس په وروستیو کلونو کې ترټولو غوره امنیتي وضعیت لرو او دا د پام وړ ښه شوی دی.»
بینارډ وايي، چې کابل ته د سفر پرمهال طالبانو د هغې هرکلی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په اروپا، ایران او پاکستان کې د کډوالو تر ټولو لوی شمېر افغان کډوال تشکیلوي.
پراخه بېوزلي، د جمهوري نظام د ملي سرتېرو ځورونه او ربړول، د سیاسي او مدني فعالیتونو ځپل او د ښځو د زدهکړې بندیز د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانانو د پراخې کډوالۍ اصلي لاملونه دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د افغانانو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا هېواد د راستانه شویو کډوالو د منلو لپاره چمتو نه دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د سې شنبه په ورځ (د غويي ۳۰مه) ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د درې مېلیونو نه زیاتو افغان کډوالو تر ستنېدو وروسته، د افغانستان له خلکو سره د نړۍوالې ټولنې د «سیاسي او مالي» مرستو دوام ته اړتیا ده.
دې سازمان په نړۍوالو مرستو کې د پام وړ کمښت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د افغانانو د ملاتړ وړتیا یې مخ پر کمېدو ده.
دا سازمان د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د شمېرو او په نړۍوالو مرستو کې د پام وړ کمښت په حواله اټکل کوي، چې د افغانستان نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.
د بودیجې کمښت د دې لامل شوی، چې ملګري ملتونه په پوله کې افغان راستنیدونکو ته نغدي مرستې اووه ځله کمې کړي.
د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې که څه هم ډېری کډوال افغانستان ته د راستنیدو لپاره اړ اېستل کېږي، خو یو شمېر نور بیا ایران، ترکیې او اروپا ته د تلو لپاره چمتووالی نیسي.
دې سازمان د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې له افغانانو سره په عزت چلند وکړي او د افغان کډوالو خوندي، د خپلي خوښې او باعزته راستنیدو ته لاره هواره کړي.
په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دې ډلې زرګونه ښځې کور ناستې کړي او لسګونه بندیزونه یې پرې لګولي، اوس د امربالمعروف وزارت ادعا کوي چې تېر کال یې په کابل او نورو ټولو ولایتونو کې ۲۹۷ ښځې له کورني بند، ظلم او زورزیاتي ژغورلې دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خېبر د سې شنبه په ورځ (د غويي ۳۰مه) د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې یاد شمېر مېرمنې یې تېر ۱۴۰۳ کال کې ژغورلې دي.
نوموړي ویلي، چې یادې ډلې د ناوړه دودونو د له منځه وړولو په برخه کې الهي فرمانونه پلي کړي دي.
یاد طالب ویاند ښځو ته د حقونو د ورکړې په برخه کې ټینګار کړی او وایي: « ښځه په اسلام کې د مور، خور، لور او مېرمنې په جامه کې د قدردانۍ او وقار څښتنه او مستحقه ده او د مېرمنو هغه حقوق، چې ښځو ته د هوساینې او عزت جامه ور اغوندي د اسلامي امارت او افغاني ټولنې غوښتنه او لومړیتوب دی.»
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته دغې ډلې ښځې له زده کړو، کار او تګ راتګ منع کړي او پر ځانګړي حجاب کولو یې ټينګار کړی.
که څه هم د ښځو پر وړاندي د طالبانو توند چلند په کور دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ شوی او په وار-وار له دغه ډلې څخه غوښتنې شوي، چې د افغان مېرمنو په وړاندې دې په خپله پالیسي کې له نرمۍ کار واخلي، خو یادې ډلې هېڅکله په دې برخه کې خپله تکلاره بدله نکړه.
په بلخ ولایت کې د طالبانو والي یوسف وفا په ولایتي اداري مجلس کې ټينګار کړی، چې په ټولو دولتي ادارو کې باید د «اسلامي امارت قوانین» په بشپړه توګه تطبيق شي. د نوموړي په وینا: «زوړ قانون لغوه او هېڅ د عمل وړ نه دی.»
په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر د سې شنبه په ورځ (د غويي ۳۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یوسف وفا په اداري مجلس کې د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د حکمونو او فرمانونو پر تطبیق هم ټينګار کړی.
یوسف وفا له خپلو ریسانو او امرینو غوښتي، چې په ادارو کې دې د پخواني قانون پر ځای د دوی نوي قوانين عملي کړي.
که څه هم طالبانو تر اوسه د اداري کارونو لپاره د خپل نوي قانون په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د دغه ډلې د بلخ والي زياتوي، چې پخواني قوانين به په ټولو ادارو کې د ټاکل شوې کمېټې له لورې ارزول کېږي.
هغه ویلي: «ټولې دولتي ادارې دې د اسلامي امارت قانون او مقررات په خپلو کارکونکو باندې په بشپړه توګه تطبيق او په ادارې کارونو کې عملي کړي، زوړ قانون لغوه او هېڅ د عمل وړ نه دی.»
یوسف وفا د برېښنا ولایتي ادارې ته سپارښتنه کړې، چې د پخوانيو چارواکو د کورونو او ملکیتونو د برېښنا پورونه دې د قسط په ډول واخیستل شي.
طالبان تر ډېره په ادارو، ټولنه او خلکو باندې د «شریعت» د پلي کولو په نوم د امربالمعروف قانون او د خپل مشر هبت الله اخوندزاده فرمانونه او حکمونه عملي کوي، چې تر ډېره د خلکو له سختو نیوکو سره هم مخ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر هم څه موده مخکې ویلي و، چې د پخواني اساسي قانون یوه ماده هم نه مني او طالبان باید خپل نوی قانون جوړ کړي.
هبت الله اخوندزاده همداراز زیاته کړې وه، چې د دغې ډلې د عدلیې وزارت او سترې محکمې پخواني قوانین په لږ اصلاح سره ورته وړاندې کړي و، خو نوموړي رد کړې او ورته د منلو نه دي.
یادې ډلې ویلي، چې د دوی عالمان بوخت دي چې د «غرب» له اغېزو څخه خلاص قانون جوړ کړي.
تردې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره خبرو کې ویلي و، چې د افغانستان د پخواني اساسي قانون ځیني مادې د تعدیل وړ دي او د دغې ډلې نوی قانون به ډېر ژر توشیح شي.