د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي خبرداری ورکړی، چې «هېڅوک پر ایران د برید جرئت نه لري» ځکه چې د هغه په وینا، اړخونه د ایران د دفاعي وړتیاوو څخه خبر دي.
عراقچي له الشرق ټلویزیون سره په یوې مرکه کې امریکا ته په خطاب کې وویل: «د ایران په وړاندې د ګواښونو ژبه بې اغېزې ده.»
هغه د یورانیمو غني کول د ایران لپاره «بنسټیزه مسله» وبلله او ویې ویل، چې له امریکا سره اساسي اختلافات په ځانګړې توګه د یورانیمو د غني کولو په مسله کې لاهم دوام لري.
عراقچي همداراز د اروپا له لوري د ماشه میکانیزم د فعالولو د ګواښ په ځواب کې وویل: «د ماشه میکانیزم د فعالولو ګواښ په بشپړه توګه غېر منطقي دی او هېڅ قانوني یا سیاسي اساس نه لري. که اروپا وغواړي چې دا پلي کړي، نو دا به یوه لویه تېروتنه وکړي او باید پایلې یې ومني.»
په دغه پلان کې د چین او هند په ګډون د هغو هېوادونو پر وړاندې د بندیزونو غوښتنه شوې، چې د روسیې تېل پېري.
اوکراین اندېښمن دی، چې که امریکا بندیزونه کم کړي نو په دې برخه کې به د اروپا یووالي ته هم زیان ورسوي.
له دې سره، ځینو اروپایي هېوادونو په ځانګړي ډول برېټانیا او د اروپایي اتحادیې غړو، د سې شنبه په ورځ پر روسیې نوي بندیزونه ولګول او ټینګار یې وکړ، چې ان د امریکا له همکارۍ پرته به هم پر مسکو فشار ته دوام ورکړي.
د تېر کال په لېندۍ کې ټېیم بورچت د وروستي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح او د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ته بلنه ورکړې وه چې د افغانستان د وضعیت په اړه د خبرو اترو لپاره متحدهایالاتونو ته سفر وکړي.
د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د یوه غړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د امریکا متحدهایالتونو حکومت به ښاغلي صالح ته ویزه ورکړي او که نه، روبیو وویل چې دا موضوع به و ارزوي.
همداراز په راپور کې راغلي چې د پاکستاني حکومت او د پیسو نړۍوال صندوق ترمنځ تر اوسه پورې د ځانګړو شرایطو پر سر وروستۍ هوکړه نه ده شوې، خو یادې نړۍوالې ادارې ته ځیني معلومات وړاندې شوي او شته پوښتنو ته یې ځواب وايي.
سرچینو یادې پاکستانۍ ټلوېزیوني شبکې ته ویلي، چې د پاکستان حکومت د اقتصادي بیارغونې بهیر د ملاتړ لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې د مالیې معافیت وړاندیز کړی دی. په راپور کې راغلي چې د پیسو نړۍوال صندوق تر اوسه پورې د پاکستاني لوري کوم وړاندیز نه دی رد کړی او وروستۍ پرېکړه یې د پاکستاني دولت د معلوماتو او مالي تګلارې تر ارزونې ځنډولې ده.
جیونیوز د خپلو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ زیاته کړې، چې د پیسو نړۍوال صندوق تر اوسه پورې د پاکستان د املاکو په سکټور کې دغه هېواد ته د مالیاتو معافیت په تړاو ځواب نه دی ورکړی.
د پیسو نړۍال صندوق له پاکستانه غوښتي، چې خپل ایالاتي لګښتونه کم او عواید ډېر کړي.
یاد نړۍوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د کرنیزو عایداتو د اغېزمنو مالیاتو د راټولولو لپاره اړین اقدامات وکړي.
د یادونې ده، چې پاکستان تېر کال د پیسو له نړۍول صندوق نه ۷مېلیارده ډالره مرستې ترلاسه کړې وې او سږ کال یې ۱.۳مېلیارده ډالره د اقلیم پور هم اخیستی دی.
درې شکمن کسان د شلیسویګ هولشتاین په ایالت کې نیول شوي، چې ګومان کېږي دا شبکه له همدې ځایه اداره کېده. د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه کسان تورن دي چې د چین شتمنو اتباعو ته یې د ماهرو کارکوونکو لپاره ځانګړې شوې ویزې برابرولې او داسې ښودل کېدل چې دوی به په جرمني کې کار کوي، حال دا چې هغوی د دې کار وړتیا نه لرله.
څېړنې ښيي چې نږدې ۱۰۰ کسان، چې د هغوی کورنۍ هم پکې شاملې دي، د دې جعلي اسنادو له لارې جرمني ته داخل شوي دي.
په ورته وخت کې، د شمالي راین ویسټفالن ایالت پلټونکي هم پر یوې بلې ورته شبکې کار کوي. شک کېږي چې دې ډلې د چین او عمان شتمنو وګړو ته د لوړو رشوتونو په بدل کې د اقامت اسناد برابر کړي دي.