• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د پیسو له نړۍوال صندوق نه د مالیاتو د معافیت غوښتنه کوي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۹:۴۱ GMT+۱

د پاکستاني دولت او د پیسو نړۍوال صندوق یا ای‌اېم‌اېف ترمنځ د بودیجې پرسر د خبرواترو پر دوام، دغه صندوق د پاکستان د ایالاتي لګښتونو د کمېدو، له کرنیزو عایداتو نه د مالیاتو راټولېدو او د دغه هېواد د ملي هوایي شرکت د خصوصي‌کېدو بهیر د ګړندي‌کېدو غوښتنه کړې ده.

جيونیوز د خپلو سرچینو په حواله د چهارشنبې په ورځ (د مې ۲۱مه) راپور ورکړی، چې پاکستاني چارواکو د پیسو نړۍوال صندوق ته ډاډ ورکړی، څو د دغه هېواد د ملي هوایي شرکت د خصوصي‌کېدو بهیر به د روان کال تر پایه بشپړ شي.

همداراز په راپور کې راغلي چې د پاکستاني حکومت او د پیسو نړۍوال صندوق ترمنځ تر اوسه پورې د ځانګړو شرایطو پر سر وروستۍ هوکړه نه ده شوې، خو یادې نړۍوالې ادارې ته ځیني معلومات وړاندې شوي او شته پوښتنو ته یې ځواب وايي.

سرچینو یادې پاکستانۍ ټلوېزیوني شبکې ته ویلي، چې د پاکستان حکومت د اقتصادي بیارغونې بهیر د ملاتړ لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې د مالیې معافیت وړاندیز کړی دی. په راپور کې راغلي چې د پیسو نړۍوال صندوق تر اوسه پورې د پاکستاني لوري کوم وړاندیز نه دی رد کړی او وروستۍ پرېکړه یې د پاکستاني دولت د معلوماتو او مالي تګلارې تر ارزونې ځنډولې ده.

جیونیوز د خپلو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ زیاته کړې، چې د پیسو نړۍوال صندوق تر اوسه پورې د پاکستان د املاکو په سکټور کې دغه هېواد ته د مالیاتو معافیت په تړاو ځواب نه دی ورکړی.

د پیسو نړۍال صندوق له پاکستانه غوښتي، چې خپل ایالاتي لګښتونه کم او عواید ډېر کړي.

یاد نړۍوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د کرنیزو عایداتو د اغېزمنو مالیاتو د راټولولو لپاره اړین اقدامات وکړي.

د یادونې ده، چې پاکستان تېر کال د پیسو له نړۍول صندوق نه ۷مېلیارده ډالره مرستې ترلاسه کړې وې او سږ کال یې ۱.۳مېلیارده ډالره د اقلیم پور هم اخیستی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

جرمني د انساني قاچاق شبکه نیولې ده

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۶:۴۲ GMT+۱

د جرمني پولیسو د انساني ‌قاچاق پر یوې شکمنې شبکې عملیات کړي، چې ګومان کېږي د چین شتمن وګړي یې د جعلي اسنادو له لارې جرمني ته بېولي دي.

دا عملیات د چهارشنبې په ورځ (د می۲۱مه) د دغه هېواد په ۹ فدرالي ایالتونو کې ترسره شول، چې پکې نږدې ۴۰ ودانۍلټول شوې. د څارنوالانو په وینا، دا عملیات د فلېنسبورګ څارنوالۍ د روانو څېړنو یوه برخه ده.

درې شکمن کسان د شلیسویګ هولشتاین په ایالت کې نیول شوي، چې ګومان کېږي دا شبکه له همدې ځایه اداره کېده. د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه کسان تورن دي چې د چین شتمنو اتباعو ته یې د ماهرو کارکوونکو لپاره ځانګړې شوې ویزې برابرولې او داسې ښودل کېدل چې دوی به په جرمني کې کار کوي، حال دا چې هغوی د دې کار وړتیا نه لرله.

څېړنې ښيي چې نږدې ۱۰۰ کسان، چې د هغوی کورنۍ هم پکې شاملې دي، د دې جعلي اسنادو له لارې جرمني ته داخل شوي دي.

په ورته وخت کې، د شمالي راین ویسټفالن ایالت پلټونکي هم پر یوې بلې ورته شبکې کار کوي. شک کېږي چې دې ډلې د چین او عمان شتمنو وګړو ته د لوړو رشوتونو په بدل کې د اقامت اسناد برابر کړي دي.

شهباز شریف: هند په جګړه کې اسراییلۍ وسلې کارولې

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۳:۰۰ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، له هند سره د رسمي خبرو پر‌مهال به د کشمیر، اوبو، تجارت او ترهګرۍ څلور مهم موضوعات د پاکستان له لوري مطرح شي. هغه وايي، چې هند په جګړه کې اسراییلۍ وسلې کارولې دي.

د پاکستاني رسنۍ جیو‌ نیوز د راپور له مخې، شهباز شریف وایي، چې جګړه د ستونزو حل نه ده، بلکې تلپاتې سوله د سیمې د ثبات او د خوندي راتلونکي تضمین ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه: «جګړه کې که یو لوری بریا ترلاسه کوي، نو بل لوری یې خامخا بایلي، دا دایمي حل نه دی.»

نوموړي اسراییل په دې تورن کړ، چې د وروستیو شخړو پر مهال یې له هند سره پراخه مرسته کړې او هند د سرینګر او نورو سیمو په عملیاتو کې اسراییلي وسلې کارولې دي.

شهباز شریف دا هم وویل، چې د ترهګرۍ په اړه د پاکستان او هند ترمنځ له پخوا راهیسې خبرې یوازې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ترمنځ شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: «هند تر اوسه چمتو نه دی، چې د درېیم هېواد په منځګړیتوب خبرې ومني، خو موږ دا یو مناسب حل بولو.»

هغه ټینګار کړې چې که له هند سره بیا هم رسمي مذاکرات پیل شي، نو پاکستان به څلور مهم موضوعات کشمیر، اوبه، تجارت او ترهګري د اجنډا برخه وګرځوي.

امریکا توماس باراک د سوریې لپاره ځانګړی استازی ټاکي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۱

د امریکا متحده ایالات به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې ملګری او ترکیه کې د امریکا اوسنی سفیر توماس باراک د سوریې لپاره ځانګړی استازی وټاکي.

رویټرز د چهارشنبې په ورځ د یوې سرچینې او په ترکیه کې د یوه ډېپلوماټ له قوله راپور ورکړی چې دغه ګومارنه به ډېر ژر اعلان شي.

دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي چې ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ اعلان وکړ چې پر سوریه لګول شوي بندیزونه به ختم شي.

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو ویلي چې ترکیه کې د توماس باراک په شمول د امریکا سفارتي کارکوونکو ته اجازه ورکړل شوې چې له سیمه‌ییزو چارواکو سره د مرستو اړتیاوې وڅېړي.

روبيو زیاته کړې: «موږ غواړو چې دغه حکومت بریالی شي، ځکه بدیل یې کورنۍ جګړه او سیمه‌ییزه بې‌ثباتي ده.»

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سې شنبې په ورځ واشنګټن کې د دواړو هېوادونو ترمنځ غونډه شوې چې په بندیزونو، بشري مرستو او د ترهګرۍ پر وړاندې همکاريو پکې بحث شوی.

د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي، پر سوریه به بندیزونه بشپړ ختم شي، څو دا هېواد د جګړې له ویجاړوونکو اغېزو وروسته د رغونې فرصت ومومي.

په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د چین او ترکیې چارواکو ناسته کړې ده

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۰۸:۱۱ GMT+۱

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر برېس اکینسي د چین له ځانګړي استازي یو شیاوګانګ سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «د طالبانو سره ښکیلتیا او همدارنګه د بشري وضعیت د ښه کولو هڅې» د هغو موضوعاتو څخه وې چې د غونډې په جریان کې پرې بحث ترسره شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت تر دې مهاله د یادې موضوع یا په غونډه کې د بحث شویو مسلو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده،چې چین په دې وروستیو کې په بیجینګ کې د پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون درې اړخیزه غونډه وکړه.

پاکستاني رسنیو د غونډې له پیل څخه مخکې راپور ورکړ، چې د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي کړکېچ وروسته سیمه ییزه سوله او امنیت به د درې اړخیزې غونډې یو له مرکزي ټکو څخه وي.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې، د چین او پاکستان سفیرانو په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره درې اړخیزه غونډه وکړه. خو دا درې اړخیزه غونډه په داسې وخت کې وشوه چې پاکستان په دوامداره توګه د خپل هېواد د ناامنۍ پړه پر طالبانو اچولې ده.

اوس د کارپوهانو په وینا، د هند او پاکستان ترمنځ له کړکېچ وروسته اسلام اباد په افغانستان کې د هند د احتمالي نفوذ په اړه اندیښمن دی.

پاکستان څه باندې ۹۰۰ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۰۷:۴۶ GMT+۱

د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو په جبري ډول د ستنولو په دویم پړاو کې تېره ورځ ۹۲۱ کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي. د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو اداره وایي، چې په لېږدول شویو کډوالو کې ۱۸۸ د (ACC) کارت لرونکي او ۷۳۳ بې اسناده افغانان شامل دي.

دغه اداره په خپلو معلوماتو کې زیاتوي، چې ۹۰۲ تنه کډوال یې د تورخم او ۱۹ نور یې د انګور اډې له لارې ستانه کړي دي.

د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د رسمي شمېرو له مخې تر دا مهال د تورخم او انګور اډې له لارې دغه هېواد ۳۶۵۸۹ د (ACC) کارت لرونکي او ۵۴۴۳۶۹ تنه بې اسناده افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د افغانانو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې افغانستان د راستانه شویو کډوالو د منلو لپاره چمتو نه دی.

دغه سازمان د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د شمېرو او په نړیوالو مرستو کې د پام وړ کمښت په حواله اټکل کوي، چې د افغانستان نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې که څه هم ډېری کډوال افغانستان ته د راستنیدو لپاره اړ اېستل کېږي، خو یو شمېر نور بیا ایران، ترکیې او اروپا ته د تلو لپاره چمتووالی نیسي.

دې سازمان د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې له افغانانو سره په عزت چلند وکړي او د افغان کډوالو خوندي، د خپلي خوښې او باعزته راستنیدو ته لاره هواره کړي.