امریکا توماس باراک د سوریې لپاره ځانګړی استازی ټاکي

د امریکا متحده ایالات به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې ملګری او ترکیه کې د امریکا اوسنی سفیر توماس باراک د سوریې لپاره ځانګړی استازی وټاکي.

د امریکا متحده ایالات به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې ملګری او ترکیه کې د امریکا اوسنی سفیر توماس باراک د سوریې لپاره ځانګړی استازی وټاکي.
رویټرز د چهارشنبې په ورځ د یوې سرچینې او په ترکیه کې د یوه ډېپلوماټ له قوله راپور ورکړی چې دغه ګومارنه به ډېر ژر اعلان شي.
دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي چې ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ اعلان وکړ چې پر سوریه لګول شوي بندیزونه به ختم شي.
د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو ویلي چې ترکیه کې د توماس باراک په شمول د امریکا سفارتي کارکوونکو ته اجازه ورکړل شوې چې له سیمهییزو چارواکو سره د مرستو اړتیاوې وڅېړي.
روبيو زیاته کړې: «موږ غواړو چې دغه حکومت بریالی شي، ځکه بدیل یې کورنۍ جګړه او سیمهییزه بېثباتي ده.»
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سې شنبې په ورځ واشنګټن کې د دواړو هېوادونو ترمنځ غونډه شوې چې په بندیزونو، بشري مرستو او د ترهګرۍ پر وړاندې همکاريو پکې بحث شوی.
د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي، پر سوریه به بندیزونه بشپړ ختم شي، څو دا هېواد د جګړې له ویجاړوونکو اغېزو وروسته د رغونې فرصت ومومي.


د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر برېس اکینسي د چین له ځانګړي استازي یو شیاوګانګ سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «د طالبانو سره ښکیلتیا او همدارنګه د بشري وضعیت د ښه کولو هڅې» د هغو موضوعاتو څخه وې چې د غونډې په جریان کې پرې بحث ترسره شوی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت تر دې مهاله د یادې موضوع یا په غونډه کې د بحث شویو مسلو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده،چې چین په دې وروستیو کې په بیجینګ کې د پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون درې اړخیزه غونډه وکړه.
پاکستاني رسنیو د غونډې له پیل څخه مخکې راپور ورکړ، چې د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي کړکېچ وروسته سیمه ییزه سوله او امنیت به د درې اړخیزې غونډې یو له مرکزي ټکو څخه وي.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې، د چین او پاکستان سفیرانو په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره درې اړخیزه غونډه وکړه. خو دا درې اړخیزه غونډه په داسې وخت کې وشوه چې پاکستان په دوامداره توګه د خپل هېواد د ناامنۍ پړه پر طالبانو اچولې ده.
اوس د کارپوهانو په وینا، د هند او پاکستان ترمنځ له کړکېچ وروسته اسلام اباد په افغانستان کې د هند د احتمالي نفوذ په اړه اندیښمن دی.

د برېتانیا حکومت له اسراییل سره د ازادې سوداګرۍ خبرېاترې وځنډولې او په لوېدیځه غاړه کې یې پر اسراییلي مېشت سیمو بندیزونه ولګول. دغه اقدام یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشو، چې برېتانیا په غزه کې د اسراییل د نوي پوځي عملیاتو د دوام په صورت کې د «پرېکنده اقدام» خبرداری ورکړی.
د برېتانیا دا اقدام د هغه فشار یوه برخه بلل کېږي، چې لوېدیځو هئوادونو لکه کاناډا او فرانسې هم پر اسراییل ډېر کړی دی.
یادو هېوادونو د اسراییل پر هغه چلند چې د غزې خلکو ته یې د خوړو د رسېدو مخه نیولې، نیوکه کړې ده.
د اسراییل دا اقدام په غزه کې د سختې لوږې او بشري ناورین لامل شوی دی.
له دې سره، متحدهایالات چې معمولاً د اسراییل ملاتړکونکی یادېږي هم په غزه کې د لوږې د وضعیت په هکله اندېښنه ښودلې ده.
اسراییل تېره اوونۍ تر نړۍوالو فشارونو لاندې څه اندازه بشرپاله مرستو ته اجازه ورکړه، خو ملګري ملتونه وايي چې دا مرستې ډېرې کمې دي او د غزې د خلکو ستونزې نهشي حل کولای.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیوېډ لېمي وايي، چې هېواد یې نهشي کولای د اسراییل له حکومت سره سوداګریزو خبرواترو ته دوام ورکړي.
د هغه په وینا، اسراییل په غزه او لوېدیځه غاړه کې یو نهمنونکي چلند کې ښکېل دی.
همداراز، برېتانیا پر درېیو اشخاصو، دوو غیرقانوني استوګنیزو ځایونو او دوو سازمانونو چې د فلسطینیانو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې مرسته کوي، بندیزونه لګولي دي.
په دې کسانو کې مېرمن دانیلا ویس هم شامله ده، چې د یوې افراطي اسراییلي مېشتې په توګه پېژندل کېږي او د «ناحالا» په نوم یو سازمان رهبري کوي.
نوموړې له ډېرو کلونو راهیسې په لوېدیځه غاړه او ختیځ بیتالمقدس کې د یهودي مېشت ځایونو په جوړېدو کې یې مهم رول لوبولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې برېتانیا، فرانسې او کاناډا تېره ورځ په غزه کې د اسراییل پراخ بریدونه غندلي او ګواښ یې کړی، چې که اسراییل خپل بریدونه ونه دروي او د بشري مرستو بندیز لرې نهکړي، د دوی له اقداماتو سره به مخ شي.
د درې واړو هېوادونو په یوه ګډ بیان کې راغلي: «موږ به د نتنیاهو د حکومت د دې ناوړه کړنو پر دوام چوپ پاتې نهشو.»

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په «غزه کې د اسراییل د ظلم او تاوتریخوالي» په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او له نړۍوالې ټولنې نه یې د هغه څه چې «نسلوژنه» یې بولي، د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
هغې د سېشنبې په ورځ (د مې ۲۰مه) د اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې ده: «د زرګونه وږو ماشومانو، ورانو شويو ښوونځيو او روغتونونو، د بشري مرستو د مخنیوي او بېځایه شویو کورنیو لیدل زما زړه ماتوي.»
ملالې د نړۍ له مشرانو غوښتي، چې د اسراییل پر حکومت فشار راوړي څو تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د ملکيانو د خونديتوب ملاتړ وکړي.
هغې همداراز له خلکو غوښتنه کړې، چې که وس ولري له بشري مرستندویو بنسټونو سره مرسته وکړي.
د هغې په وینا، د دغو ادارو کارکوونکي په فداکارۍ هڅه کوي چې د انسانانو ژوندونه وژغوري.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې په غزه کې بشري وضعیت له جدي ننګونو سره مخ دی او نړۍالو سازمانونو په وار-وار د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د یادونې ده، چې پر غزې د اسراییل هوايي او ځکمني بریدونو په ترڅ کې تر اوسه پورې تر ۵۲ زرو ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

رویټرز د درېیو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې لنډمهالې ادارې په سوریه کې د ۱۹۶۰ کال د اعدام شوي اسراییلي جاسوس، اېلي کوهن اسناد او شخصي وسایل اسراییل ته سپارلي دي.
رویټرز خبري اژانس د سېشنبې په ورځ (د مې ۲۰مه) د خپلو سرچینو په حواله د دغه اقدام موخه له اسراییل سره د تاوتریخوالي کمښت او د امریکا متحدهایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د «ښه نیت» ښودل بللي دي.
اېلي کوهن په ۱۹۶۵ کال کې د سوریې د لوړپوړو چارواکو په منځ کې تر نفوذ ترلاسهکېدو وروسته بندي او اعدام شو.
کوهن په اسراییل کې یو ملي اتل ګڼل کېږي، ځکه د هغه استخباراتو له اسراییل سره د ۱۹۶۷ کال د جګړې په ګټلو کې ډېره مرسته کړې وه.

موساد (د اسراییل استخباراتي سازمان) ویلي، چې دوی دغه ارشیف له سوریې نه د یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې په همکارۍ ترلاسه کړی، خو په دې تړاو یې نور جزییات نه دي افشا کړي.
د سوریې یوې امنیتي سرچینې رویټرز ته ویلي، چې د احمد الشرع په مشرۍ وسلهوالو ځواکونو د بشار الاسد د حکومت تر نسکورېدو وروسته د کوهن ارشیف په یوه استخباراتي دفتر کې موندلی او پرېکړه یې وکړه، چې دا د «ښه نیت» د نښې په توګه اسراییل ته وسپاري.
دغه اقدام د دوښمنۍ د کمښت، له امریکا او لوېدیځو هېوادونو سره د اړیکو د ښهکېدو او د اسراییل لهخوا پر سوریې د بریدونو د پای ته رسېدو د هڅو یوه برخه یاده شوې ده.
همداراز راپور ورکړل شوی، چې د اماراتو په منځګړیتوب د سوریې او اسراییل ترمنځ نامستقیمې خبرې روانې دي.
په دې خبرو اترو کې سوریې هوکړه کړې، چې نه یوازې د کوهن ارشیف، بلکې د لبنان په جګړه کې د وژل شویو یو شمېر اسراییلي سرتېرو مړي هم اسراییل ته وسپاري.
د کوهن ارشیف د احمد الشرع په مستقیم تایید سره اسراییل ته سپارل شول دی.
دا پرېکړه وروسته تر هغې کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ په ریاض کې اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان او د ترکیې له ولسمشر سره تر خبرو وروسته یې پر سوریې بندیزونه پای ته رسوي.

د اروپايي اتحاديې هېوادونو سفیرانو په بروکسل کې په مقدماتي توګه له سوريې څخه د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو هوکړه کړې ده. تمه ده چې دا پرېکړه به د اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو له خوا د نن ورځې په ناسته کې رسماً اعلان شي.
دا بندیزونه، په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د بشار اسد د رژيم پر ضد د ټرانسپورت، انرژۍ او بانکدارۍ برخو کې لګول شوي وو.
دغه پرمختګ وروسته له هغې ترسره کیږي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د سوریې له ځوان ولسمشر سره لیدنه کې وویل چې پر سوریې به بندیزونه لغو کړي.
اروپايي اتحاديه وايي، دا اقدام د سوريې د بيا رغونې او د موقت حکومت د ملاتړ په هدف شوی دی، خو خبرداری ورکوي چې که نوی حکومت د لږه کيو حقونه تر پښو لاندې کړي او د ډیموکراسۍ پر لور حرکت ونه کړي، بندیزونه به بېرته پرې ولګول شي.