علي خامنه‌یي: باور نه لرم چې له امریکا سره به خبرې اترې کومې پایلې ته ورسیږي

د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه‌یي وایي، چې هغه باور نه لري، چې د امریکا او ایران تر منځ به خبرې اترې کومې پایلې ته ورسېږي. خامنه‌یي زیاته کړه، چې د ابراهیم رییسي په دوره کې له امریکا سره غیر مستقیم خبرو اترو هم کومې پایلې نه درلودې.