د بودجې له کموالي به ۶.۳ میلیونه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي، چې په افغانستان کې د بودجې د کموالي له امله ۶.۳ میلیونه خلک چې ډېری یې ښځې او نجونې دي؛ د مېندو روغتیا او اړینو روغتیايي خدمتونو ته به له لاسرسی بې برخې شي.
دغه سازمان د اندېښنې په څرګندولو سره پر اېکس پاڼه کاږلي، چې په لرو پرتو سیمو کې هم په سلګونه روغتیايي مرکزونه د بودجې د کموالي له امله تړل کېدو ته اړ اېستل شوي دي.