د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت یو پلاوی ایران ته ولاړ
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت یو پلاوی د «نوې کېدونکې انرژۍ په نهم نړۍوال کنفرانس او نندارتون» کې د ګډون په موخه ایران ته ولاړ.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت یو پلاوی د «نوې کېدونکې انرژۍ په نهم نړۍوال کنفرانس او نندارتون» کې د ګډون په موخه ایران ته ولاړ.

دغه وزارت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه پلاوی د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د نوې کېدونکې انرژۍ مشر جان محمد حمزه په مشرۍ ایران ته تللی دی.
دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه پلاوی به د دغه کنفرانس په څنډه کې له ګډونوالو سره د نوې کېدونکې انرژۍ اړوندو موضوعاتو خبرې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي بېجینګ ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد د پرمختیايي همکاریو ادارې له مشر چن ژیاوډونګ سره په ناسته کې له هغه غوښتي، چې هېواد یې ورسره د انرژۍ، کرنې، نفتو او اوږدمهاله پروژو په برخه کې همکاري وکړي.
د (غبرګولي لومړۍ) نېټه د یاد وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا بحثونه کړي دي.
متقي همدا راز د چین یادې ادارې سره یو شمېر وړاندیزونه شریک کړي، چې د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې ترې ګټه اخیستلای شي.
چن ژیاوډونګ ویلي، له افغانستان سره د کرنې، روغتیا او بیارغونې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د هغه په خبره؛ هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د بنسټیزو تاسیساتو د ابادۍ، د نفتو او ګازو د امکان سنجۍ د مطالعې او څېړنې په برخه کې همکاري وکړي.
طالبانو، پاکستان او چین تېره ورځ هم په بېجنیګ کې د ګډې ناستې پر مهال له یو بل سره د سوداګرۍ تر څنګ د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې ژمنې کړې دي.
ویل کېږي، چین او پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې د چین د نفوذ مخه ونېسي او په همدې موخه یې له طالبانو سره ناستې ولاړې هم ډېرې کړې دي.
د راپورونو له مخې؛ طالبانو چین او پاکستان ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې به د هند د هغو هڅو مخه نېسي چې د دغو دواړو هېوادونو په زیان وي.
دغه دواړه هېوادونه چې د طالبانو نږدې متحدین یادېږي هڅه کوي، چې طالبان یې له غوښتنو او تړلو ګټو سره سم اقدامات وکړي.
د ډېپلوماټ ورځپاڼې په یوې خپرې کړې مقاله کې ویل شوي، چې چین او پاکستان له طالبانو څخه ژمنه ترلاسه کړې، چې په افغانستان کې به د هند د سټراټېژیک او اقتصادي نفوذ مخه نیسي.
د یادې ورځپانې په مقاله کې زیاته شوې، چې دغه ژمنې د طالبانو، چین او پاکستان ترمنځ تېره اوونۍ په کابل کې د ګډې ناستې پر مهال شوي دي.
دغه ناسته په داسې حال کې شوې، چې هند په دې وروستیو کې هڅې پېل کړي، څو له طالبانو سره خپل تعامل په اقصتادي او ډېپلوماټیکه برخه کې پراخ کړي.
پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي، چې ګوندې د ناستې اصلي موخه دا وه چې د درېیو لوریو ترمنځ امنیتي او اقتصادي همکاري پیاوړې شي او د هند د پراخېدونکي رول پر وړاندې همغږي رامنځته شي.
که څه هم تر اوسه پورې په رسمي او ښکاره توګه دا هوکړه نه ده تایید شوې، خو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د هند د زیاتېدونکي حضور پر وړاندې پاکستان او چین شریکې اندېښنې لري.
په همدې لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په یوې تازه ناسته کې چې په بېجینګ کې شوې، هوکړه کړې چې د «چین-پاکستان اقتصادي دهلېز» (CPEC) پروژه دې افغانستان ته هم وغځول شي.
دغه پروژه چې د چین له مهمو سیمه ییزو اقتصادي نوښتونو څخه ده، اوس تمه ده، چې افغانستان هم په کې شامل شي.
څارونکي وایي، چې دا پرمختګ کولی شي د نوي ډيلي هڅې په افغانستان کې تر ډېره اغېزمنې کړي، ځکه هند په دې پروژه کې ګډون نه لري.
د هند او طالبانو بې سارې اړیکې
له دې پرمختګونو سره هم مهاله، د هند او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو په داسې حال کې له یو بل سره ټلېفوني خبرې کړې، چې د دغه کچې د تعامل څرک نه لیدل کېدو.
اېس جی شنکر دا اړیکه «اغېزناکه» بللی وه او زیاته کړې یې وه، چې دواړو خواوو د همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې هم دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو، اقتصادي همکارۍ او ډېپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا په اړه یادونه شوې وه.
خو طالبانو په ورته وخت کې د هغو راپورونو غندنه کړې، چې د دوی په باور هڅه کوي د کابل او نوي ډهلي ترمنځ بې باوري زیاته کړي.
یو له دغو د هند د سندور عملیات پر مهال د پاکستان د پوځ هغه ادعا وه، چې ګوندې یو توغندی پر افغانستان هم لګیدلی دی.
د هند غبرګون او د راتلونکي سټراټېژۍ ارزونه
هند تر دې دمه په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو، سړکونو، بندونو، روغتونو او برېښنا له ۳ میلیاردو ډالرو څخه زیاتې پانګونې کړي. خو اوس د خپل نفوذ ساتلو له یوې نوې ننګوونې سره مخ دی.
هند چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او خپلې بشري مرستې یې دوامداره ساتلي هڅه کوي، چې د عملي تعامل تر څنګ خپلو ډېموکراټیکو اصولو ترمنځ توازن هم وساتي.
راپور کاږي، طالبانو له هند غوښتي چې د افغانستان په کانونو، قیمتي ډبرو، نفتو او ګازو کې تازه پانګونې وکړي.
همداراز هغوی له هند غوښتي، چې د ایران د چابهار بندر له لارې د هند سوداګریز توکي منظم افغانستان ته انتقال شي، خو په دې برخه کې پر ایران د بندیزونو له وېرې له احیتاطه کار اخیستی دی.
په داسې حال کې چې نوي ډیلي له خپلو ګاونډیانو پاکستان، چین، بنګله دېش او مالدیف سره اړیکې کړکېچنې شوې، د نریندار مودي اداره هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل سیمه ییز دریځ له سره تعریف کړي.
خو له طالبانو سره یې د نږدې کیدو هڅې په داسې مهال کې کېږي، چې یادې ډلې له بېجینګ او اسلام اباد سره هم خپلې راشه درشې تودې ساتلي دي.
شنونکي وایي، که هند ونه توانېږي چې له طالبانو سره خپلې اړیکې په یوه دوامداره او متوازنه بڼه وساتي، د راتلونکو سیمه ییزو بدلونونو له بهیره به څنډې ته پاتې شي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته دغه ډله غواړي، چې پر یاد هېواد د سیاسي برخې تر څنګ اقتصادي برخه کې هم خپله تکیه راکمه کړي، چې له همدې امله یې د ایران «چابهار بندر» کارولو ته مخه کړې ده.
د ماري ټاېم ګیټ وې په نوم یو ټرانزېټي اداره وایي، طالبان په دې کار سره غواړي د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره بدیله لاره ومومي.
چابهار بندر چې د ایران په سویل ختیځ کې پروت دی، هند یې په اداره کولو کې مهم رول لري او د نړۍوال شمال-جنوب ټرانسپورټي دهلېز (INSTC) مهمه برخه ده.
دغه بندر له افغانستان سره د سوداګرۍ یو مهم اتصال ګڼل کېږي.
اوس مهال چې پاکستان له خپل هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې او اسلام اباد سره د طالبانو اړیکې هم ترېنګلې شوي، د دغه بندر ارزښت د افغانستان لپاره لا نور هم ډېر شوی دی.
د راپورونو له مخې، د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی په دې وروستیو کې تهران ته تللی، څو له ایراني چارواکو سره د چابهار بندر په پروژه کې د افغانستان د رول پر پراخولو خبرې وکړي.
د دغه بندر له لارې افغانستان له نړۍوالو بازارونو سره نښلول کیږي او د پاکستان پر ځای یوه بله باوري لاره خپلولی شي.
د روسیې د والدای په نوم انسټېټیوټ چې له کرملین سره نږدې اړیکې لري ویلي، طالبان غواړي د چابهار بندر له لارې سیمې او نړۍ ته دا پیغام ورکړي، چې نور یې له پاکستان نه خپله لاره جلا کړې ده.
له بلې خوا ایران هم هڅه کوي، افغانستان د سیمې د ټرانسپورټي او اقتصادي دهلېزونو برخه وګرځوي، څو د خپلې خاورې دننه ونډه پیاوړې کړي.
راپور کې د هند او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ وروستۍ ټلېفوني اړیکه د سوېلي اسیا په جیوپولیټیکي حالت کې د نویو بدلونونو نښه ګڼلې ده.
هند د تېر زېږدیز کال په مې میاشت کې له ایران سره لس کلن تړون وکړ، څو چابهار بندر پراخ کړي او له دې لارې یې سوداګري نوره هم چټکه کړې.
دغه بندر یوازې ۷۲ کیلومتره له ګوادر بندر (چې چین یې اداره کوي) لیرې دی او د هند، افغانستان، ایران او منځنۍ اسیا تر څنګ اروپا او اسیا ګډې لویې وچې ترمنځ د سوداګرۍ لپاره مهم ګڼل کېږي.
د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پر سره رامنځته شویو شخړو کې د افغانستان سوداګریزې راکړې ورکړې هم له نوي ډیلي سره زیانمنې شوې.
له همدې امله چابهار هند ته یوه سټراټېژیکه او بدیله لاره ده، چې نه یوازې اقتصادي، بلکې سیاسي اهمیت هم لري. لامل یې دا دی چې هند د چین د «یو کمربند، یوه لار» د سترې پروژې مخالف دی.
که څه هم پر ایران د امریکا شته بندیزونه یو خنډ دی، خو بیا هم تهران او طالبان ټینګار کوي چې چابهار باید د افغانستان د نړۍوالو ټرانزیټي اړیکو یو مهم مسیر پاتې شي.
ویل کېږي، چې طالبانو تر دې دمه د چابهار بندر د پراختیا لپاره ۳۵ میلیونه ډالر پانګونه کړې ده.
د یورو اېشیا ورځپاڼې په یوه خپره شوې مقاله کې راغلي، چې ازبکستان د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ راهیسې هڅه کړې، چې افغانستان د خپلې نوې سیمه ییزې همکارۍ برخه کړي او له جغرافیایي موقعیت څخه په ګټه اخیستو یې تاشکند غواړي ځان د سوېلي اسیا بازارونو ته ورسوي.
د یورو اېشیا ورځپاڼې مقاله کاږي، چې د دې موخې د لاسته راوړلو لپاره ازبکستان له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې یو شمېر تړونونه هم کړي دي.
دغه تړونونه د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراخولو، د انرژۍ په برخه کې همکارۍ، ګډ بازار او ازادې اقتصادي سیمې د جوړولو لپاره شوي دي.
د دې هوکړو یوه لویه موخه دا ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر درې میلیارده ډالرو ورسول شي.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د اپرېل میاشتې په لومړۍ ورځ وویل، چې هېواد یې چمتو دی چې له اروپايي ټولنې او نورو نړۍوالو شریکانو سره د افغانستان د بیا رغاونې لپاره همکاري وکړي.
نوموړي ټینګار کړی و: «د افغانستان ثبات او بیا رغونه د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې ګډه ګټه ده.»
طالبانو هم د ازبکستان د ولسمشر د دغو څرګندونو هرکلی کړی و. د دغې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد بیا دا څرګندونې د «واقعیتونو درک کول» بللې وو او زیاته کړې وه، چې دواړه هېوادونه د «رښتینې ګاونډیتوب او ګډو ګټو» پر بنسټ همکاري کوي.
ازبکستان تر دې دمه د افغانستان په کانونو، کرنه، انرژۍ او سوداګرۍ برخو کې پانګونه کړې ده.
د سږ کال د فبرورۍ میاشت کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ او هلته یې د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو او د افغان کرنیزو توکو پر صادراتو د بندیزونو د لیرې کولو په تړاو تړونونه لاسلیک کړل.
دغه تړونونه د ګډ بازار او ازادې اقتصادي سیمې جوړولو برخې هم لري.
مقاله وړاندې کاږي، افغانستان ډېر کله کرنیز توکي ازبکستان ته صادروي، خو اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري متوازنه نه ده.
د ۲۰۲۴ کال د «۱.۱ میلیارد ډالرو دوه اړخیز تجارت له منځه» له یو میلیارد ډالرو زیات صادرات یوازې د ازبکستان له لوري افغانستان ته شوي دي.
د ازبکستان یو له اصلي صادراتو څخه برېښنا ده، چې شاوخوا «۶۰ سلنه د افغانستان د برېښنا اړتیاوې» پوره کوي.
د نویو تړونونو له مخې، افغانستان به له ازبکستان څخه د برېښنا واردات زیات کړي او دواړه هېوادونه به د «۵۰۰ کیلو واټه برېښنا د لېږد پروژه» ژر تر ژره بشپړه کړي.
د دغې پروژې لګښت له « ۲۵۲ میلیون ډالرو څخه ۲۲۲ میلیون ډالرو» ته راکم شوی دی.
دغه ۲۴۶ کیلومتره اوږده لېږد لیکه به هر کال افغانستان ته شپږ میلیارد کیلو واټه برېښنا ورسوي.
همدا راز ازبکي چارواکي باور لري، چې افغانستان کولای شي د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د یوه پل په توګه مهم ځای خپل کړي.
طالبان چې د امریکا په ګډون د لوېدیځو هېوادونو له لوري سختو بندیزونو سره مخ دي او ان یو شمېر هېوادونو د ترهګرۍ په نوملړ کې شامل کړي، اوس یوازې خپل ګاونډیان او د منځنۍ اسیا هېوادونه د اړیکو لپاره ورپاتې دي.
په دې لړ کې طالبانو چین سره هم خپلې اړیکې غځولې او نیوکې دا دي، چې د دغو هېوادونو پانګه والو ته یې د افغانستان د طبیعي زېرمو په استخراج کې پراخه ونډه ورکړې ده.
همدا راز امریکا هم څو څو ځله په افغانستان کې د چین او روسیې له زیاتیدونکي نفوذ څخه اندېښنه ښودلې ده.
اسراییل وايي، د خوارکي توکو بار د بشري مرستو ۱۰۰ موټرونو ته یې اجازه ورکړې، چې غزې ته دننه شي. ملګري ملتونه بیا وايي، چې دا مرسته لا تر اوسه پورې اړمنو خلکو ته نه ده رسېدلې.
د ملګرو ملتونو چارواکو خبرداری ورکړی، چې د غزې شاوخوا څلورمه برخه نفوس د اوږدې محاصرې او د مرستو په وېش کې د ستونزو له امله د «سختې قحطۍ» له ګواښ سره مخ دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام یوه چارواکي ویلي، چې نوې راغلې مرسته بازارونو، نانوایانو یا روغتونونو ته نه ده رسېدلې.
بلخوا، د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه لا ګرمه روانه ده. د اسراییل پوځ ادعا کړې چې په غزه کې یې ۱۱۵ هدفونه بمبار کړي.
ورته مهال، فلسطیني چارواکي وايي چې په دغو بریدونو کې یوازې نن لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.
د یادونې ده، چې د اکټوبر په ۷مه د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تر ۵۲ ډېر فلسطینیان وژل شوي او زرګونه نور بيځایه شوي او ټپیان دي.