غزه کې له سهار راهیسې اسراییلي بریدونو ۵۱ فلسطینیان وژلي

فلسطیني طبي سرچينو الجزيرې ته ويلي، چې له نن سهار راهيسې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي بریدونو له امله ۵۱ فلسطینیان وژل شوي دي. د غزې د روغتيا وزارت د وروستيو شمېرو له مخې، د اسراییل د روانو بريدونو له امله تر اوسه لږ تر لږه ۵۳,۶۵۵ کسان وژل شوي او ۱۲۱,۹۵۰نور ټپيان دي.