• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان: له افغانستان سره به اړیکې تر ارزونې وروسته ښې کړو

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۱۹:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۲۱:۱۵ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، هېواد یې چمتو دی چې له طالبانو سره خپلې اړیکې ښې کړي، خو دا پرېکړه به له ټولو خواوو سره تر ارزونې او سلا-مشورې وروسته وشي.

د پولیټکو رسنۍ د راپور پر بنسټ، ډار په اسلام‌اباد کې د پنجنشبې په ورځ خبریالانو ته ویلي: «موږ به له ټولو ښکېلو اړخونو سره سلا-مشوره وکړو، اړینې ارزونې به ترسره کړو او ټولې ګټې او زیانونه به په پام کې ونیسو.»

دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې پاکستان او افغانستان د اړیکو د ښه‌‌والي او سفیرانو تبادلې ته چمتووالی ښودلی دی. دا پرېکړه په بیجېنګ کې د یوې غېررسمي درې اړخیزې غونډې پرمهال شوې. په دې غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم ګډون درلود.

د درېیو واړو هېوادونو چارواکو په دې غونډه کې هوکړه کړې چې د ګډو ګواښونو، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې به همکاري کوي. د اسحاق ډار په وینا، طالبانو، چین او پاکستان هوکړه کړې چې د ټي‌ټي‌پي، ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو، او مجید بریګیډ پر وړاندې به ګډه مبارزه کوي.

ډار زیاته کړې چې د پاکستان، چین او افغانستان په خاوره کې هېڅ ډول ترهګریز فعالیت د منلو نه‌دی او په وینا یې، که چیرې کوم برید له طالبانو سره په همغږۍ ترسره کېږي نو دا به هېڅکله د منلو نه وي.

نوموړي همداراز ویلي چې کابل ته یې وروستی سفر ګټور و او طالبانو د ترهګرو ډلو د مخنیوي لپاره ځینې ګامونه پورته کړي دي، خو ډار په دې تړاو بشپړ جزيیات وړاندې نه‌کړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې له افغانستان سره د اړیکو ښه‌والی شونی دی، خو د طالبان باید ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف نه کارول کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ډان ورځپاڼه: هغه افغانان چې پاکستاني پېژند کارډونه لري په خاموشۍ خپل هېواد ته ځي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۱۹:۳۹ GMT+۱

پاکستاني رسنۍ وايي نامعلوم شمېر هغه افغانان چې په خېبرپښتونخوا کې يې د پاکستان ملي پېژندکارټونه په غيري قانوني ډول تر لاسه کړي د کډوالو د ایستلو د لړۍ له پېل سره په خاموشۍ خپل هېواد ته تللي دي.

د پاکستان ډان ورځپانې د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۲مه) د خپلو سرچينو له قوله لیکلي، چې د ملي ډيټابیس او ثبت ادارې (نادرا) د دغو افغانانو د تللو دقیق شمېر نه دی خپور کړی.

په خبر کې ویل شوي، چې له پاکستان څخه د غيرې قانوني کډوالو د ایستلو د پیل وروسته په ډېرو سيمو کې دغو افغانانو ته چې پاکستانۍ پېژندپاڼې يې درلودلې هم د وتلو خبرداری ورکول شوی.

ډان ورځپانې زياته کړې، چې پاکستاني چارواکو مېشتو افغانانو ته د خبرداري په یوه پيغام کې ویلي: «خپل کمپيوټري شناختي کارډونه وسپاري، یا په خپله خوښه له هېواده ووځي، که نه تر نیول کېدو وروسته به د بهرنيو قوانینو له مخې وشړل شي.»

چارواکو ويلي، چې د دې خبرداري وروسته نامعلوم شمېر افغانان د خېبر پښتونخوا له بېلابېلو برخو څخه په خاموشۍ افغانستان ته تللي دي.

د پاکستان او ایران څخه هره ورځ په لسګونه افغانان خپل هېواد ته په زور لېږل کيږي او زيات مهال په دواړو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د ظلم او زورزیاتي خبرونه هم ورکول کيږي.

څه موده مخکې د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی و چې د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې سملاسي تېر شي او د نړۍوالو انساني حقونو له قانون سره سم اصلاحي ګامونه پورته کړي.

د برېتانیا ځانګړو ځواکونو یو افسر د سلګونه افغان سرتېرو د پناه غوښتنې عریضې رد کړي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۱۸:۳۳ GMT+۱

د ډيلي مېل د راپور له مخې د برېتانیا ځانګړو ځواکونو یوه افسر د ۱،۵۸۵ هغو افغان کمانډو عسکرو د پناه غوښتنې غوښتنې رد کړي چې ښایي د برېتانوي ځواکونو له لوري د جنګي جرمونو شاهدان پاتې شوي وي.

د محکمې اسناد ښيي چې دغه افسر د ټولو هغو افغان سرتېرو غوښتنې رد کړې چې د "ټرېپلز" په نوم یادېږي، سره له دې چې دوی له طالبانو سره د جګړې له امله له سختو ګواښونو سره مخ دي.

د طالبانو له‌خوا د ۲۰۲۱م کال په اګسټ کې د کابل حکومت له نسکورېدو وروسته، ځینې دا کمانډوان حتی وژل شوي هم دي.

کله چې په دغه هېواد کې یوې عالي محکمې دبرېټانیه ځانګړو ځواکونو د احتمالي ناقانونه وژنو په تړاو پلټنې پیل کړې د افغان کمانډویانو د پناه غوښتنې عریضې رد شوې.

راپورونه وايي، دد برېټانیا ځانګړي ځواکونو د شپې له خوا د عملیاتو پر مهال د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ ترمنځ لږ تر لږه ۸۰ افغان بندیان وژلي دي، او دا عملیات اکثره د "ټرېپلز" افغان ځواکونو په ملتیا ترسره شوي دي.

اوس اندېښنه شته چې یاد برېتانوي افسر غوښتل چې د ټرېپلز ځواکونه د شاهدانو په توګه د محکمې له حاضریدو راوګرځوي، ځکه که دا سرتېري برېتانیا ته داخل شوي وای، ښایي عدالت ته غوښتل شوي وای او شواهد یې وړاندې کړي وای.

د پخوانیو سرتېرو لپاره د بریتانیا وزیر جاني مرسر ویلي: «زه له دې راپورونو سخت حیران او خپه یم. یا نو ماته دروغ ویل شوي، یا دومره نالایقه دي چې نه پوهېږي څه روان دي.»

هغه زیاته کړه: «زه چمتو یم د هغو حقوقي اقداماتو ملاتړ وکړم چې د حکومت له خوا د احتمالي جنایي غفلت پر وړاندې ترسره کېږي».

دوی دا هم ویلي چې د افغان ژوند ارزښت ښایي د برېتانیې ځانګړو ځواکونو ته مهم نه وي، خو ماته ډېر اهمیت لري.

یاد اسناد د برېتانیا د حکومت پر ضد د یوه حقوقي شکایت برخه دي، چې پکې ویل شوي د افغان سرتېرو د پناه غوښتنو ردول د افغانانو د انتقال او مرستې له ملي پالیسۍ (ARAP) سرغړونه ده.

د ټرېپلز یوه افسر دا قضیه پیل کړې، چې خپلو پخوانیو همکارانو ته یې د طالبانو له خوا د وژنې او شکنجې شاهدي ورکړې، پداسې حال کې چې دوی د برېتانیا له خوا د انتقال تمه لرله.

ویل کېږي چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱م کلونو کې افغان سرتېرو دبرېتانیا ځانګړوځواکونو له تاکتیکونو ناخوښي څرګنده کړې وه او د شپې له عملیاتو یې انکار کړی و، همداراز یې رسمي شکایت ثبت کړی و چې د برېتانیه ځانګړې ځواکنه بې‌ګناه کسان وژني.

دد برېتانیه ځانګړوځواکونو (ایس ای ایس) پر ضد د جنګي جنایتونو د قضیې پایلې تمه ده سږ کال خپرې شي، چې ښایي له امله یې یو شمېر سرتېري بیا عدلي څېړنو سره مخ شي.

طالبان: تېره میاشت مو له ۱۰۰ زیاتې ښځې د جبري نکاح او تاوتریخوالي له قضیو خلاصې کړي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې یې د لسګونو ښځو د جبري نکاح د مخنیوي ترڅنګ، ښځي له کورني تاوتریخوالي او په بدو کې له ورکولو څخه ژغورلي دي.

د طالبانو د دغه جنجالي وزارت ویاند سیف الاسلام خېبر وايي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې په غوايي میاشت کې د ۳۸ مېرمنو د جبري نکاح مخه نیولې، ۲۴ مېرمنو ته یې د میراث حق سپارلی، ۴۰ مېرمنې یې له کورني تاوتریخوالي ژغورلي، ۲۲ مېرمنو ته یې د مهر حق اخېستی او ۸ مېرمنې یې په بدو کې له ورکولو ژغورلي دي. خو نوموړي د دغو قضیو په تړاو د هغوی په اړه، چې د قانون سرغړونه یې کړې او پر ښځو یې تاوتریخوالی کړی، نور جزییات نه دي وړاندې کړي.

د وزارت ویاند ویلي، چې ۴۱ کوډګر او جادوګر یې هم نیولي دي.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت ویلي، چې د ښځو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دی.

دغه وزارت په داسې حال کې د ښځو د حقونو د ورکړې ادعا کوي، چې د دغې ډلې په واکمنېدو سره په افغانستان کې په مېلیونونو ښځي او نجونې د زده کړو، کار، له کور څخه د بهر وتلو او ټولنیزو حقونو څخه بې برخې شوي دي.

پخواني افغان پیلوټ په ایران کې د اېستلو پاڼې په ترلاسه کولو سره ځان وژنه کړې

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۱۴:۴۵ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د محمد امیر توسولي په نوم د افغانستان د پوځ یو پخواني پیلوټ د ایران په مشهد کې د اېستلو د پاڼې ترلاسه کولو وروسته ځان وژنه کړې ده. د افغانستان ژغورنې د مقاومت شورا غړي محمد محقق د یادې پیښې په اړه خواشیني ښودلي ده.

د مشهد د اور وژنې د څانګې مشر حمید رضا کافینیا تایید کړې ده، چې تېره یکشنبه د غوايي میاشتې په ۲۷مه نېټه د مشهد په ګلشهر کې یو ۴۰ کلن سړی د ځان سوځولو له امله مړ شوی دی.

نوموړي رسنیو ته ویلي، چې یاده پېښه د یکشنبې په غرمه د مشهد د ګلشهر سیمي په یوه کور کې رامنځته شوې. حمید رضا د وژل شوي کس د هویت په اړه څه نه دې ویلي، خو وايي، چې د ژغورنې ډلې له رسیدو مخکې له سختي سوځیدنې له امله مړ شوی دی.

سرچdنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې محمد امیر توسلي د خپل استوګنې پاڼې د نوې کولو لپاره د کفالت دفتر ته مراجعه کړې وه، خو ایراني چارواکو د هغه د استوګنې پاڼه د نامعلومو دلایلو له امله نه وه نوې کړې.

سرچیني وايي، چې دغه پخواني پیلوټ له ایران څخه د شړلو او د طالبانو د غچ اخېستنې له ویرې خپل ژوند پای ته رسولی.

د افغانستان د ژغورنې د مقاومت شورا غړي محمد محقق ویلي، چې د ایران چارواکو د شورا له پلاوي سره په یوه غونډه کې هوکړه کړې وه، چې زیانمنونکي افغان کډوال به نه شړي.

نوموړي د جمعې په ورځ د دغه پخواني افغان پیلوټ په مرګ خواشیني څرګنده کړې او د ایران له چارواکو یې غوښتنه کړې، چې له کډوالو سره په ځانګړې توګه د پخواني حکومت له نظامیانو او زیان منونکو ډلو سره «د اسلامي رحم او شفقت سره چلند وکړي ترڅو د ورته پیښو مخه ونیول شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ایران هغه افغانان چې د استوګنې اسناد نلري بېرته افغانستان ته شړي او په زرګونو سرتېري او پخواني حکومتي کارمندان چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ایران کې اوسیږي بېرته افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

د راپورنو پر بنسټ ایران د نړیوالو سازمانونو له خوا د بیا کتنې، پیژندنې او تصویب وروسته د افغانستان د تېر نظام سرتېرو د استوګنې موده د شپږو میاشتو لپاره غځوي، خو پخواني افغان نظامیان وايي، چې د استوګنې د جوازونو د نوي کولو پورسه خورا ستونزمنه ده.

عبدالسلام حنفي: رسنیز فعالان زموږ د ټولنې واقعي مبارزین دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي تېره ورځ د بېلابېلو ولایتونو د فرهنګیانو او د رسنیو فعلانو سره په لیدنه کې ویلي، چې فرهنګیان او رسنیز فعالان زموږ د ټولنې واقعې مبارزین دي، په خپل قلم او فکري مبارزې د اذهانو په تنویر کې مهم رول لوبوي.

عبدالسلام حنفي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې، د ملي ټلویزیون یو شمېر کارکوونکو د سې شنبه په ورځ (د غويي ۳۰مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو شاوخوا ۳۰۰ کسان چې پکې ۹۰ ښځې هم شاملې دي، تنقیض شوي او کورونو ته رخصت کړای شوي دي.

ورپسې د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په ډلییزه توګه د ملي راډیو ټلوېزیون د کابو ۳۰۰ کارکوونکو ګوښه کول د اندېښنې وړ وبلل او وې ویل، د طالبانو له خوا دا اقدام د رسنیو د ازادۍ ځپلو او له ټولنیزو ډګرونو په ځانګړي ډول له رسنیو د مېرمنو د سېسټماټیک له‌منځه وړلو پر لور یو بل ګام دی.

یاد سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په ګوښه کړل شویو کسانو کې داسې خبریالان هم شته، چې د کلونو مسلکي تجربه‌لرونکي دي او د ملي رسنیو په وده او دوام کې یې مهم رول لوبولی دی.
دغه سازمان وایي، چې د یاد شمېر خبریالانو پروړاندې د طالبانو چلند د دې کسانو تجربې او هڅو ته څرګنده بې‌احترامي ده او د افغانستان د ازادې اطلاع‌رسونې راتلونکي ته نه جبرانېدونکی زیان دی.

طالبانو د یادې لیدنې په اړه کوم انځور نه دی خپور او دا هم نه ده څرګنده چې په دغه لیدنه کې د ازادو رسنیو استازو هم ګډون درلود او کنه.

یاده دې وي، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تر دې دمه د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو پر ضد د تاوتریخوالي ۵۲۵ قضیې ثبت شوې دي.
دغه پېښې له وهلو ټکولو، ګواښلو، سپکاوي، نیولو، تر جبري اعترافونو او ان بندي‌کېدو پورې رسېږي.
همدا اوس لږ تر لږه ۹ خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي، چې د خپل کار او مسلکي فعالیت له امله نیول شوي دي.