طالبانو په کابل او لغمان ولایتونو کې ۲۱ کسان په دُرو وهلي

طالبانو په کابل او لغمان ولایتونو کې ۲۱ کسان د «نامشروع اړیکو، غلا، نشه یي توکو د پیر، پلور او قاچاق» په جرمونو په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

طالبانو په کابل او لغمان ولایتونو کې ۲۱ کسان د «نامشروع اړیکو، غلا، نشه یي توکو د پیر، پلور او قاچاق» په جرمونو په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۳مه) د جلا-جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې له یاد شمېر کسانو څخه یوولس تنه یې په کابل او لس نور یې په لغمان کې په دُرو وهل شوي دي.
د دغې محکمې د خبرپاڼو پربنسټ، یادو کسانو کې ځیني یې په پنځه او درې کاله او ځیني یې په شپږو میاشتو بند محکوم او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُورې وهل شوي دي.

د لوګر لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز، التمور سیمې، جمعه کلا او محمد اغې ولسوالۍ کې د څلورو جلا ټرافیکي پیښو له امله درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، طالب ویاند زیاته کړې، چې په ټپیانو کې د اوو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
د دې پېښو لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي، زیات سرعت او د ټرافیکي قوانینو نه مراعاتول بلل شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې له تېرو څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې ټرافیکي پېښې په بېسارې توګه او تر بل هر وخته ډېرې شوې، چې له امله یې زرګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.
اوکرایني چارواکو خبر ورکړی، چې روسیې یو وار بیا پر کیف د بې پېلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې اته تنه ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، د بریدونو له پیل سره سم په کیف ښار کې د هوايي بریدونو په اړه د خبرداري زنګونه هم غږول شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، چې د ژغورنې کارکونکي اغیزمنو سیمو ته لیږل شوي او د ټپیانو سره تر لومړنیو روغتیایي مرستو وروسته یې مرکزي روغتون ته استولي دي.
دا برید په داسې حال کې ترسره شوی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ وویل، چې هیواد یې د اوکراین د کړکیچ د حل لپاره د تفاهم په یوې مسودې کار کوي.
د هغه په وینا، پلان په پرمختللي پړاو کې دی او مسکو به د اوربند لپاره خپل وړاندیزونه کیف ته وړاندې کړي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د جمعې په ورځ د (غبرګولي دویمه) په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، چې تر زرو افغانانو ورته د یوه پاکستاني وینه مهمه او د ارزښت وړ ده. د دغه هېواد پوځ او حکومتي چارواکو تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې.
دغه ډول څرګندونو په وار وار د افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي او د پاکستان له لوري د افغانانو د وژنې کرکجنه تګلاره یې بللې ده.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې پاکستان د چین په منځګړتوب غواړي له طالبانو سره یو ځل بیا اړیکې ورغوي.
د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د متحدهایالتونونو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې د سوریې د پرمختګ لپاره د بندیزونو لرېکېدل ډېر مهم دي.
نوموړي د جمعې ورځ ناوخته (مې ۲۳مه) د خپل اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې له سوریې د بندیزونو د لرېکېدو موخه، په دغه هېواد کې پانګهوالو ته د پانګونې زمینې برابرېدل دي.
روبیو وايي چې امریکا د سوریې د یوه ښه او هیلهمن راتلونکي د جوړېدو لپاره د دغه هېواد د خلکو د هڅو ملاتړ کوي.
روبیو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په ریاض کې اعلان وکړ چې د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان او د ترکیې له ولسمشر سره تر خبرو وروسته، پر سوریې بندیزونه پای ته رسوي. د هغه په وینا، متحدهایالاتونو له سوریې سره د اړیکو عاديکېدو لپاره لومړني ګامونه اخیستي دي.
د دې ترڅنګ ټرمپ قطر ته له سفر مخکې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د سوریې د لنډمهالي حکومت له مشر احمد الشرع سره ولیدل.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا د فولادو شرکت (U.S. Steel) او د جاپان د فولادو جوړولو شرکت (Nippon Steel) ترمنځ به شراکت رامنځته شي، چې له مخې به یې د امریکا اقتصاد ته ۱۴ میلیارده ډالره پانګونه جذب شي.
ټرمپ په ټروت سوشل کې ولیکل: «دا شراکت به لږ تر لږه ۷۰ زره کاري فرصتونه رامنځته کړي، او د پانګونې ډېره برخه به په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې ترسره شي.»
ټرمپ زیاته کړه چې راتلونکې جمعه به د فولادو شرکت فابریکې ته د "لویې غونډې" لپاره سفر وکړي.
که څه هم ټرمپ دا شراکت اعلان کړ، خو د معاملې دقیق جزیات یې شریک نه کړل، او دا لا روښانه نه ده چې ایا دا ریښتینی شراکت دی که د ملکیت انتقال.