• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ ویاند: موږ ته تر زرو افغانانو د یو پاکستاني وینه مهمه ده

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۳:۲۵ GMT+۱

د پاکستان د‌ پوځ ویاند احمد شریف چودري د جمعې په ورځ د (غبرګولي دویمه) په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، چې تر زرو افغانانو ورته د یوه پاکستاني وینه مهمه او د ارزښت وړ ده. د دغه هېواد پوځ او حکومتي چارواکو تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې.

دغه ډول څرګندونو په وار وار د افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي او د پاکستان له لوري د افغانانو د وژنې کرکجنه تګلاره یې بللې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې پاکستان د چین په منځګړتوب غواړي له طالبانو سره یو ځل بیا اړیکې ورغوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

«۱۳ ورځې، ۱۳ شپې»؛ د ۲۰۲۱ اګسټ کې له کابله د فرانسويانو او افغانانو پر ایستلو فلم جوړ شو

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۲ GMT+۱

د «۱۳ ورځې، ۱۳ شپې»په نوم فرانسوي فلم چې د ریښتیني پېښو له‌مخې جوړ شوی، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له کابل نه د فرانسویانو او سلګونو افغانانو د ایستلو لپاره د دغه هېواد ماموریت انځور کړی دی.

د سکرین ډېلي د راپور له‌مخې، د دغه فلم کیسه د ۲۰۲۱ کال د اګست پر۱۵مه پیلېږي؛ هغه ورځ چې طالبان کابل ته دننه شول. په یاد فلم کې روشدي زم د «مو بیدا» په نوم د فرانسوي پولیسو د یوه افسر رول لوبوي چې د یوه بحراني وضعیت پرمهال په کابل کې د ایسارو افغانانو او فرانسویانو د ژغورنې هڅه کوي.

په دغه فلم کې ګڼ شمېر هغه افغانان لیدل کېږي چې له فرانسوي ځواکونو سره یې کار کړی او له فرانسویانو سره یوځای په کابل کې د فرانسې ته پناه وړي. مو بیدا د رسمي مقرراتو خلاف، د خلکو پر مخ د سفارت دروازې د پرانیستلو امر کوي.

که څه هم دغه فلم احساساتي صحنې او قوي موسیقي لري، خو منتقدینو یې ویلي چې د فلم ځینې برخې د فرانسې ملتپالنې رنګ لري او ټول واقعیتونه نه دي.دا فلم د واقعیت د بشپړ انعکاس پرځای د احساساتي ټریلر او کیسې په توګه لیدل کېږي.

د دغه فلم ترڅنګ، په فرانسه کې د کابل په نوم یو ټلوېزیوني سریال هم خپور شوی چې د یوې افغانې مېرمنې له نظره همدا پېښې بیانوي. همداراز، سږکال د کابل فساد په نوم یو بل فلم هم خپور شوی دی.

په دغه فلم کې هڅه شوې چې په کابل کې د تخلیې د هڅو یوه برخه انځور کړي، خو ځینې کرکټرونو او کیسو یې د ډېر جذابیت لپاره افسانوي بڼه خپله کړې ده.

د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د امریکا د حضور، تګلارو او لګښتونو ارزونه کوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۰:۳۸ GMT+۱

سپينې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت په یوه ناسته کې پر دې بحث کړی، چې د دغه هیواد پخوانی دفاعي سیسټم له نوې ټکنالوژۍ سره برابر کړي. په دې لیدنه کې د دفاع وزارت ویلي، چې له افغانستان نه دامریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د حساب ورکولو بهیر هم پيلوي.

د امریکا دفاع وزارت د عامه اړیکو سلاکار او لوړپوړي مشاور شاون پارنل د دفاع وزير او ډونالډ ټرمپ سره يو ځای د اوونيز راپور پر مهال د «طلايي ګنبد» توغندیو دفاعي ډال اعلان وکړ.

هغه په یوه ويډيو کې وویل: «دا زړور اقدام د امریکا په امنیت کې تاريخي پانګونه ده او زموږ د وطن د ساتنې دنده تر سره کوي.»

دغه د «سرو زرو ګنبد» د اسراييل د اوسپنې ګنبد دفاعي سیسټم ته ورته دی، چې د توغندیو د بریدونو په وړاندي د ساتنې لپاره جوړ شوی.

ټرمپ ویلي، چې دغه سیسټم به په درې یا څلور کلونو کې بشپړ شي: «دا د امریکا لپاره یو بنسټيز بدلون دی، دا د يوه نسل لپاره د امریکا او امریکانانو د امنیت په برخه کې ستره پانګونه ده، دا زموږ لپاره ویاړ دي، چې د زړور نوښت برخه یو، موږ به سمدلاسه پرې کار پيل کړو.»

په دې ناسته کې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو، د لګښتونو او حساب ورکولو په اړه هم بحث شوی.

د ۲۰۲۵ کال د جنوري میاشتي په ۱۴مه د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسټ د سنا د وسله والو ځواکونو کميټې ته وویل، چې د حساب ورکولو د نشتوالي له کبله د هغه څه په اړه خبرې نه شي کولی چې پېښ شوي دي.

هغه سناتورانو ته وویل: «له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او ناورين په اړه حساب نه دی ورکړل شوی، ځکه د هغه وخت مشرتابه د حساب ورکولو لپاره چمتو نه و.»

نوموړي په دې اوونۍ کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د حساب ورکولو په برخه کې ګامونه پورته کړل.

د دفاع وزارت د عامه اړیکو سلاکار او لوړپوړي مشاور، شاون پارنل، چې په دې ناسته کې برخه لرله وویل: «ما په افغانستان کې ۴۸۵ ورځې خدمت کړی دی. زما پوځي ډلې ۸۵ سلنه مرګ ژوبله وليده، دا زما لپاره شخصي موضوع ده، امریکا، حقیقت را روان دی او زه هیله لرم چي د دې مهم حساب ورکولو هڅې مشري وکړم، ستاسو لپاره، ستاسو امریکايي ولس لپاره، دا ستاسو حق دی.»

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د امریکا پوځ له نږدې دوو لسیزو جګړې وروسته له افغانستان څخه خپل ځواکونه وایستل او د وتلو پر مهال په کابل کې د یوه ځانمرګي بريد پر مهال ۱۳ امریکايي سرتيري ووژل شول.

این ار سي: افغانستان د کډوالو په برخه کې له بحران سره مخ دی

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۰:۳۸ GMT+۱

کډوالو لپاره د ناروې نړۍوالې کمیټې خبر ورکړی چې له سپټمبر ۲۰۲۳ راهیسې له یو میلیون څخه زیات افغانان له پاکستانه بیرته افغانستان ته لېږل شوي، چې ډېری یې په زور اړ کړل شوي دي. دا بېرته ستنېدل په داسې هېواد کې دي چې له اقتصادي بحران، پراخې بې وزلۍ او امنیتي ستونزو سره مخ دی.

تمه کېږي چې په ۲۰۲۵ کې به نور ۶۰۰ زره افغانان هم بیرته افغانستان ته ستانه شي. همدا راز، په ۲۰۲۴ کې له ایران څخه هم شاوخوا یو میلیون افغانان راستانه شوي دي.

افغانستان چې د اسیا تر ټولو لوی داخلي بېځایه کېدو بحران لري، اوس د کډوالو له بحران سره مخ دی. د کار د فرصتونو کمښت، په ځانګړې توګه ښځینه کورنیو لپاره، د راستنېدونکو د بیا مدغم کېدو لوی خنډ دی.

ډیری راستنېدونکي بې ځایه شوي، هېڅ ځمکه یا سرپناه نه لري او له خپلو ټولنو جلا شوي دي.

بشري ټولنې د سرحدونو په کچه مرستې پیل کړي، خو د ځمکې، کار، زده کړې او قانوني اسنادو د نشتوالي له امله، د راستنېدونکو د اوږدمهاله بیا ځای پر ځای کېدو خطر شته.

منظر، چې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه راستون شوی، وايي: «هیله لرم چې دلته خپل کاروبار بیا پیل کړم او خپلو ماشومانو ته ښه زده کړه ورکړم.» خو د نجونو زده کړې تر شپږم ټولګي وروسته محدودې دي.

د افغانستان د بشري مرستو همغږۍ پلیټ فارم (ADSP) ټولو اړخونو ته په دې اړه خبرداری ورکړی چې دا مسئله باید د لنډ مهاله بحران په توګه ونه ګڼل شي، بلکې د دوامداره حل لپاره باید سیمه‌ییزه او نړیواله همکاري وشي.

د اوکرایني سرحدي ځواکونو اته افغان کډوال نیولي دي

۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۴ می ۲۰۲۵، ۰۰:۱۳ GMT+۱

د اوکراین سرحدي ځواکونو ویلي، چې اته تنه افغان وګړي یې د بېلاروس له لارې اوکراین ته د ناقانونه تېرېدو پر مهال نیولي دي. دا کسان د ریوین سیمې کې تر نیول کېدو وروسته تر پلټنو لاندې دي.

د اوکراین د سرحدي ځواکونو دولتي ادارې د راپور له مخې، دا کسان هغه مهال ونیول شول چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پر هغوی عملیات ترسره شول. یو تن کډوال کوښښ وکړ چې وتښتي، خو ژر ودرول شو.

په دې تړاو د دوی هویت او د سرغړونې شرایط تر څېړنې لاندې دي، او چارواکي هڅه کوي هغه کسان هم ومومي چې ښايي د دوی د ناقانونه تېرېدو اسانتیا یې برابره کړې وي.

یاده دې وي چې تر دې مخکې هم سرحدي ځواکونو یو تن نیولی و چې هڅه یې کوله د اوکراین او سلواکیا ترمنځ پوله د یوه سایکل (یو څرخ لرونکې بایسکل) پر مټ واوړي، خو د کیمرې له لارې وپیژندل شو او ونیول شو.

روبیو: امریکا د سوریې د هیله‌من راتلونکي لپاره د دغه هېواد د خلکو ملاتړ کوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۲۳:۵۴ GMT+۱

د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د متحده‌ایالتونونو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې د سوریې د پرمختګ لپاره د بندیزونو لرې‌کېدل ډېر مهم دي.

نوموړي د جمعې ورځ ناوخته (مې ۲۳مه) د خپل اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې له سوریې د بندیزونو د لرې‌کېدو موخه، په دغه هېواد کې پانګه‌والو ته د پانګونې زمینې برابرېدل دي.

روبیو وايي چې امریکا د سوریې د یوه ښه او هیله‌من راتلونکي د جوړېدو لپاره د دغه هېواد د خلکو د هڅو ملاتړ کوي.

روبیو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په ریاض کې اعلان وکړ چې د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان او د ترکیې له ولسمشر سره تر خبرو وروسته، پر سوریې بندیزونه پای ته رسوي. د هغه په وینا، متحده‌ایالاتونو له سوریې سره د اړیکو عادي‌کېدو لپاره لومړني ګامونه اخیستي دي.

د دې ترڅنګ ټرمپ قطر ته له سفر مخکې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د سوریې د لنډمهالي حکومت له مشر احمد الشرع سره ولیدل.